افغانستان

ازبکستان: هغه پیلوټان چې د افغانستان د هوايي ځواک الوتکې یې ورتښتولي خوشې کړي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۲۲ وږي، ۱۴۰۰ل):د ازبکستان حکومت هغه پیلوټان چې د افغانستان د هوايي ځواک الوتکې او هلیکوپترې یې دغه هیواد ته تښتولې وې، د یوه میاشت توقیف وروسته خوشې کړي دي.

رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس د خوشې شوو پیلوټانو لومړی ګروپ عربي اماراتو ته تللی او بل به ګروپ به هم نن سبا کې ازبکستان څخه ووځي.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې نوي سرپرست حکومت د ازبکستان څخه د افغانستان هوايي ځواک اړوند الوتکو او هليکوپترو غوښتنه کړې خو تر دې دمه د ازبکستان لخوا کوم ځواب نه دی ورکړل شوی.

اوسمهال په ازبکستان په یوه پوځي اډه کې د افغانستان هوايي ځواک ۴۶ الوتکې او چورلکې ولاړې دي. په دغه چورلکو کې بلاک هاک هلیکوپترې هم شاملې دي.

امریکايي چارواکو رویټرز ته ویلي چې طالبانو پر ازبکستان فشار راوړی چې د افغانستان د هوايي ځواک پرسونل او چورلکې دوی ته ستنې کړي.

رویټرز خبري اژانس د ازبکستان او د افغانستان د حکومتي مسوولینو سره د موضوع په اړه اړیکه نیولي خو هغوی تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

s

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز زنیخېل

زه د یو پخوانی پیلوټ په حیث له اوسنی حکومت څخه غواړم چی په هر صورت دا ملی خایینین باید هیواد ته راوغوښتل شی او دغه ملی خیانت کونکو ته سزا ورکړی او هغه طیاری جی دوی تښتولی دی دیادو هیوادو څخه بیرته خپل هیواد ته راوړل شی

الحاج استاذ بیانزی

الوتکی نه ویلی کیږی ، د طالبانو د پاره اوس وخت کی داخلی امنیت ، خلکو ته د کور کالی ډوډی رسولو ،، دایمی نظام جوړونی او رسمیت پیژندنی اړه ده له هغه وروسته به ازبکستان خپله هغه ۴۶ الوتکی افغانستان ته وسپاری که نه د روس او امریکا د برخه لیک سره به مخ شی له انګریزانو او روسانو دی پوښتنه وکړی ، د ازبکستان مشرتابه هوښیار خلک دی داسی حماقت به کله هم ونکړی چه د افغان مجاهدینو سره سرونه وجنګوی

عبدالرقیب

بیانزی صاحب بیغمه اوسه! ازبکستان یو کمزوری دولت دی. که یې لار نه وړل، د طاهر یولداش یو لیري د اکا زوی سته. ورته تجهیز او اکمال به یې کړو. خو فکر نه کوم چي ازبکستان دي د افغانانو سره اړیکي خرابي کړي.

ملا جانان

دا خو څلور سره روسۍ ګنشپ څرخکي دي، زموږ سخته لاس په بند دی. د دې ترمخه چي د ازبکستان لخوا بیرته راته وسپارل سي، لمړی باید د ماهرینو لخوا سمي وکتل سي چي هس نه څه پرزې ازبکانو ځني خلاص کړي وي.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x