افغانستان

د پاکستان هوايي شرکت (PIA) لومړنی پرواز کابل ته ترسره شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۲۲ وږي، ۱۴۰۰ل):د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (PIA) د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته لومړی سوداګريز پرواز کابل ته نن دوشنبه وکړ.

فرانس پریس خبري اژانس ویلي چې په ننني پرواز کې ۱۰ تنه د اسلام اباد څخه کابل ته راغلي دي چې اکثریت یې د الوتکې عمله وه.

د پاکستان هوايي شرکت رويټرز ته ویلي چې دغه پرواز کې به هغه کسان اسلام اباد ته وړل کیږي چې د سفر اسناد ولري.
تر دې وړاندې د پاکستان هوايي شرکت ویاند ویلي وو چې دوی غواړي کابل ته چارټر پروازونه وکړي خو د تجارتي پروازونو په اړه تر اوسه کومه پریکړه نه ده شوې.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو وروسته امریکايي ځواکونو د خپلو اتباعو او قراردادیانو تر تخلیې وروسته هوايي ډګر رادار او هوايي ترافیک سستم په شمول د هوايي ډګر ډېرې برخې تخریب کړې.

تر هغه وروسته د قطر او ترکیې تخنیکي ټیمونو په ګډه د کابل هوايي ډګر په بیا فعالولو پیل وکړ، د ستمبر په ۳مه هوايي ډګر لومړی داخلي پرواز او په ۹مه قطر ایرویز نړیوال پرواز وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx