
ترکیه او روسیه به ژر افغانستان ته پروزاونه پیل کړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه،۲۲ وږي، ۱۴۰۰ل): د کابل هوايي ډګر مسوول عبدالهادي حمدان ویلي چې د کابل هوايي ډګر ۸۵ سلنه تخنیکي چارې بشپړې شوي دي او ډير ژر به نړیوال پروازونه کابل ته او له کابل څخه نورې نړۍ ته پيل شي.
د کابل هوايي ډګر مسوول عبدالهادي حمدان په یوه ویدیويي پیغام کې چې د افغانستان هوانوردۍ ادارې نشر ته سپارلې ویلي چې دوی په ملکي برخو کې هيڅ ډول ستونزه نه لري او هرات، مزار، کندهار او نورو ولایتونو ته د کام ایر، باختر او اریانا افغان هوايي شرکتونو له خوا پروازونه جریان لري.
هغه زیاته کړه چې یو شمېر نړیوال پروازونه پیل شوي دي او ترکيې، روسيې او پاکستان هم غوښتنه کړې چې کابل ته نړیوال پروازونه پیلوي.
هغه وویل چې نړیوال ترمینل کې تخنیکي مشکل تر اوسه به بشپړه توګه حل شوی نه دی او کله چې هغه حل شي سوداګریز پروازونه به هم ورسره پیل شي.
دا په داسې حال کې چې نن د پاکستان هوايي شرکت (PIA) کابل ته نن سوداګریز پرواز وکړ.
تر دې وړاندې قطر ایرویز دوه پروازونه د کابل څخه کړي دي او له کابل هوايي ډګر څخه یې دوحې ته مسافر انتقال کړي دي.