ورزش

رمیز راجه د پاکستان کرکټ بورډ عمومي مشر وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ وږي، ۱۴۰۰ل): د پاکستان کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او د ۱۹۹۲م کال نړیوال جام ګټونکی په متفقه او بې پلوه توګه د پاکستان کرکټ بورډ د نوي عمومي مدیر په حیث د درې کلونو لپاره وټاکل شو.

رمیز راجه که څه هم دوه اونۍ وړاندې د اسد علي خان سره یوځای د مشرۍ لپاره نومول شوی و، خو داسې اټکل کېده چې نوموړی راتلونکی مشر دی او په دې تړاو یې د نړیوال جام لپاره د لوبډلې په انتخاب او د لوبغاړو سره د سلا مشورو لپاره لیدلي هم دي.

له دې وړاندې د پاکستان کرکټ بورډ عمومي مدیر احسان مانی و چې له درې کلنې دورې وروسته لرې کړل شو، او پرځای یې رمیز راجه د پاکستان بورډ ۳۶م عمومي مشر وټاکل شو.

رمیز راجه په ۱۹۹۷م کې له کرکټ څخه استعفا وکړه چې له هغې وروسته یې په نړیوالو لوبو کې د مبصر په توګه دنده ترسره کوله، هغه د پاکستان یو له غوره تبصره کونکو څخه شمېرل کیږي.

نوموړی په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې د پاکستان کرکټ بورډ اجرائیویه مشر په توګه دنده ترسره کړې او د کرکټ نړیوالې شورا د اجراییوې کمیټې غړی هم پاتې شوی دی.

۵۹ کلن رمیز راجه د پاکستان لپاره په ۳۰ نړیوالو لوبو کې لوبډلمشري کړې، چې ټولې یې ۲۵۵ نړیوالې لوبې ترسره کړي دي، هغه په ۱۹۹۲م نړیوال جام کې د پاکستان لوبډلې اوپنر لوبغاړی و، چې یادې لوبډلې د پاکستان اوسني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د نړیوال جام یوازینۍ اتلولي خپله کړې وه.

د پاکستان کرکټ پوهان، مبصرین او ځینې پخواني لوبغاړي په دې اند دي چې د پاکستان کرکټ لپاره د رمیز راجه ټاکنه یوه غوره پریکړه ده او هغه کولی شي یاده لوبډله کې مثبت تغیرات راولي.

د پاکستان کرکټ غوراوي کمیټې د راتلونکي نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې، خو په دې لوبډله کې د ځینو لوبغاړو انتخاب پر یادې کمیټې سختې نېوکې کړي، چې ممکن په راتلونکي نږدې کې د ځینو تغیراتو پریکړه وشي.

د یادې لوبډلې له اعلان څو شیبې وړاندې د پاکستان ملي لوبډلې مشر روزونکي مصباح الحق او د توپ اچونې روزونکي وقار یونس په سمدستي ډول استعفا وکړه، ددوی پرځای د نیوزیلند او انګلستان پر وړاندې د راتلونکو دوه کوربه سیریزونو لپاره ثقلین مشتاق او عبد الرزاق نوي روزونکي وټاکل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x