ورزش

د پاکستان نوي ټاکل شوي مشر رمیز راجه د نړیوال جام لپاره نوي بهرني روزونکي وټاکل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ وږي، ۱۴۰۰ل): د استرالیا لوبډلې پخوانی توپ وهونکی میتیو هیډن او د سویلي افریقا چټک توپ اچونکی ویرنن فیلندر د راتلونکي شل اوریزو نړیوال جام لپاره د پاکستان کرکټ لوبډلې نوي مشاور روزونکي وټاکل شول.

دا پریکړه په داسې حال کې وشوه چې د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په ۱۳مه نېټه پخوانی لوبډلمشر رمیز راجه د پاکستان کرکټ بورډ عمومي مدیر په حیث وټاکل شو.

رمیز راجه د ټاکل کېدو وروسته د نوي بهرني روزونکو اعلان وکړ. له دې وړاندې د نیوزیلند او انګلستان پر وړاندې دوه سیریزونو لپاره چې د نړیوال جام څخه وړاندې په پاکستان کې ترسره کیږي ثقلین مشتاق او عبد الرزاق ټاکلي دي.

رمیز راجه د استرالیاوي پخواني لوبغاړي هیډن په اړه وویل چې «هغه لوبډله کې د حملې قوت پيدا کولی شي، د نړیوال جامونو تجربه لري او د خپل وخت غوره لوبغاړی و، د نوموړي په شتون موږ ډیره ګټه پورته کولی شو».

د نوموړي په وینا، «د پاکستان لوبډله د نړیوال جام ګټلو صلاحیت لري، دوی باید یوازې خپله کارکردګي لس سلنه نوره هم ښه کړي. «ورنن فیلنډر زه ښه پيژنم او غوره توپ اچونکی دی چې په نړیوالو لوبو کې ښه ریکاډ لري».

میتیو هیډن او ورنن فیلنډر تر دې دمه د روزونکي په توګه هیڅ دنده نه ده ترسره کړې، خو د پاکستان کرکټ بورډ باور لري چې د مشر روزونکي سره یوځای به د مشاورینو په توګه ددوی کارکردګي هم د لوبډلې لپاره ښه وي.

میتیو هیډن د استرالیا چپ لاسی اوپنر توپ وهونکی دی چې په ۲۷۳ نړیوالو لوبو کې یې د استرالیا لپاره له ۱۵ زرو زیاتې منډې جوړې کړي دي. دغه راز فیلنډر د سویلي افریقا یو له غوره توپ اچونکو څخه دی، چې د ملي لوبډلې په استازیتوب یې په ۱۰۱ لوبو کې ۲۶۹ ویکټې اخیستې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x