ورزش

په وروستي ټيسټ ځنډولو، د انګلستان یو شمېر لوبغاړو آی پي ایل کې له لوبېدو انکار کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲ وږي، ۱۴۰۰ل): د انګلستان کرکټ یو شمېر لوبغاړو په داسې حال کې د آی پي ایل له لوبېدو انکار وکړ چې د هند کرکټ بورډ د دواړو لوبډلو ترمنځ د وروستي ټیسټ د ځنډولو غوښتنه وکړه.

د هند کرکټ بورډ د انګلستان کرکټ بورډ ته ویلي چې د کووید-۱۹ مثبتو پېښو او د ناسم وضعیت له کبله غواړي د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستۍ ټیسټ لوبه بل وخت ته وځنډوي.

که څه هم د انګلستان بورډ دغه غوښتنه منلې او ټیسټ سیالي بل نامعلوم وخت ته ځنډول شوې، خو د انګلستان لوبغاړي باور لري چې هند کرکټ بورډ دغه ټیسټ د هند غوره لیګ سیالیو په خاطر ځنډولی دی.

د یادو سیالیو پرمهال د هندوستان مشر روزونکی روي شاستري او درې د ملاتړ کارمندانو غړي په کرونا اخته شوي وو.

په همدې تړاو د جوني بیرسټو، ډیویډ ملان، او کرس ووکس په ګډون یو شمېر انګلستاني لوبغاړو هند غوره لیګ کې له ګډون انکار کړی دی. دغه راز جوز بټلر، بین سټوکس او جوفرا آرچر له دې وړاندې له یاد لیګ څخه بهر شوي دي.

د انګلستان پخواني لوبډلمشر مایکل وان د ټیسټ ختمولو لامل د هند غوره لیګ سیالۍ بللي، چې د راپورونو له مخې انګلستان ته یې د ۳۱ ملیونه پونډه زیان اړولی دی.

د انګلستان لوبډلې غوره چټک توپ اچونکي جیمز انډرسن هم د ټیسټ په ختمولو غبرګون ښودلی او ویلي دي چې ډیر د شرم ځای دی زموږ د اوړي سیزن په ناسم ډول پای ته رسیږي.

د یادونې ده چې د کوربه انګلستان او هندوستان ترمنځ د پنځو ټیسټ لوبو سیریز په ۲-۱ د هند په ګټه په داسې حال کې پای ته ورسېد چې یوه لوبه پاتې شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx