نظــر

د طالبانو د نظام بڼه څه ډول ده؟

اکرام الدین کامل

یوه پوښتنه عموما په ټولنیزو رسنیو کې دا راپورته کیږي چې نوی حکومت د کوم قانون له مخې چارې مخته وړي؟ ځکه د ۲۰۰۴ اساسي قانون کې د حکومت بڼه تر هغه ډېره زیاته متفاوته ده په کومه بڼه چې نوی سرپرست حکومت معرفي شوی دی. په دې اړه ما تېرو لسو ورځو راهیسې هڅه کوله چې د ط. د وخت اساسي قانون پیدا کړم څو د نظام په بڼه مو سر خلاص شي. نن مې د د افغانستان اسلامي امارت ته منسوب د اساسي قانون یوه نسخه د ډيرو هڅو وروسته وموندله، خو چونکې دغه اساسي قانون تصویب نشو او له همدې کبله په رسمي جریده کې نه دی خپور شوی، زما سره موجود متن هم ممکن تېروتنې ولري، ځکه نو دغه لیکنه محض د عامه پوهاوي لپاره ده.

د اساسي قانون د تدوین هڅې کله شروع شوې؟

د افغانستان اسلامي امارت د تېر ځل حکومت پر مهال مشخص اساسي قانون تر پایه تصویب نه کړ، البته په ۱۹۹۸ز کال د یو فرمان له مخې د مولوي نورمحمد ثاقب په مشرۍ د علماو شورا تشکیل شوه څو د افغانستان لپاره نوی اساسي قانون تدوین کړي. د علماو دغې شورا د افغانستان د تېرو حکومتونو اساسي قوانین وڅېړل. د نوي اساسي قانون چوکاټ داسې و چې هغه مادې چې د شریعت د اصولو خلاف وي، تعدیل شي یا حذف شي او که اړتیا وي پر ځای یې نوې ماده وړاندې شي. ددغې اساسي قانون (رسمي نوم یې د د افغانستان اسلامي امارت دستور دی) له مخې د حکومت عمومي چوکاټ د پخواني پاچا اعلیحضرت ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال (۱۳۴۳ کال) تصویب شوی اساسي قانون ته ډېر نېږدې ښکاري او زما له ابتدايي مطالعې وروسته داسې څرګنده شوه چې د افغانستان اسلامي امارت د نظام لپاره عمومي چوکات د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون غوره کړی خو هغه مادې چې د دوی په باور د اسلامي شریعت مخالفې دي هغه یې ترې لرې کړي دي. ډيرې مادې چې ما د دواړو اساسي قوانینو مقایسه کړې آن الفاظ یې یو ډول ول. که څه هم د دواړو اساسي قانون تر منځ فرق ډېر زیات دی خو په عموم کې د د افغانستان اسلامي امارت اساسي قانون کې امیر؛الم،ؤ؛منین واکونه د پاچا له واکونو سره شبیه دي. د مثال په توګه د ۱۳۴۳ اساسي قانون کې د پاچا واک د صدراعظم او وزیرانو تعین او لرې کول دي، اظطراري حالت اعلان، د بودیجې توشیح، قوانینو توشیح، د قاضیانو نصب و عزل، د اردو قیادت، د لوړ رتبه مامورین ترفیع او تقاعد، د جنګ اعلان او داسې نور چې د د افغانستان اسلامي امارت اساسي قانون کې عین واکونه امیر؛الم،ؤ؛منین ته ورکړل شوي دي. په هر صورت زه د دواړو اساسي قوانینو پرتله نه کوم، نه زما د لیکنې موخه داده چې پرتلیبز څه ولیکم، خو چونکې ددې لپاره چې لوستونکي عمومي نظر ورلري ددې یادونه مې ضروري وګڼله. زما ددغو دواړو اساسي قوانینو تر مطالعې وړاندې هم برداشت دا و چې د افغانستان اسلامي امارت حکومت د شاهي نظام سره ډېر شبيه ښکاري او ممکن دوی هماغه اساسي قانون د نظام لپاره غوره کړی وي خو یواځې په هغه ځایونو کې یې بدلون راوستی وي چې د دوی په باور غیرشرعي دي.

د افغانستان اسلامي امارت حقوقي نظام څه ډول دی:

شورا

د افغانستان اسلامي امارت اساسي قانون درېیم فصل د شورا د نوعیت، شورا ته د اعضاو د ټاکلو او صلاحیتونو ته ځانګړی شوی دی. دغه شورا د ۱۳۴۳ کال د اساسي قانون خلاف (هلته ولسي جرګې او مشرانو جرګې یادونه شوې چې اعضا یې انتخابي او انتصابي دواړه دي) د «اسلامي شورا» په نوم یاده شوې چې تقنیني صلاحیتونه ورکړل شوي دي. د شورا ټول غړي انتصابي دي او د امیرالمؤمنین لخوا په داسې شکل انتصابیږي: د لومړۍ درجه ولایتونو څخه ۳ غړي، د دوهمه درجه ولایتونو څخه ۲ غړي او د درېیم درجه ولایتونو څخه یو غړی. د شورا غړي باید د اهل حل و عقد صفات ولري. د اهل حل و عقد صفات مشخصا په اساسي قانون کې نه دي واضح شوي خو د اساسي قانون د څلورمې او شپږمې مادې له مخې د افغانستان رسمي مذهب حنفي تعین شوی او قانون ګذاري باید د حنفي فقهې مطابق وي. ځکه دغه صفاتو موندلو ته به مشخصا حنفي فقهې ته رجوع کیږي. د شورا د غړو د انتصاب موده نه ده معلومه او د غیرمتعین وخت لپاره انتصابیږي. د شورا رئیس د شورا د اعضاو له منځه د امیرالمؤمنین له خوا تعینیږي خو د شورا د معاون او منشي د ټاکنې په اړه اساسي قانون څه نه دي ذکر کړي. د شورا مهم صلاحیتونه دادي: د قوانینو تصویب، د حکومتي ادارو پر کارونو نظارت، لانجمنو مسایلو اړوند تصمیم نیول، عادي او انکشافي بودیجې تصویبول، د معاهداتو تصویب (د سترې محکمې او وزیرانو مجلس سره په ګډه)، د حکومت خط مشی تصویب، د حکومت استیضاح او استجواب، د قرض او بلاعوضه کومکونو تصویب.

امیرالمؤمنین

د افغانستان اسلامي امارت د اساسي قانون له مخې امیرالمؤمنین د افغانستان اسلامي امارت په سر کې دی چې خپل واکونه په اجرائیه، مقننه او قضائیه برخو کې د اساسي او نورو قوانینو مطابق عملي کوي. د امیرالمؤمنین لپاره مشخص شرط دادی چې باید مسلمان وي، د حنفي مذهب پیروي کوي، افغاني تابعیت ولري او د افغان مسلمان مور و پلار څخه پیدا شوی وي. امیرالمؤمنین لکه د پخواني پاچا زیات صلاحیتونه ورکړل شوي دي. مثلا صدراعظم او وزیرانو ټاکل او لرې کول؛ د سترې محکمې رئیس او اعضاو تعینول، د قاضیانو نصب و عزل، د سفیرانو تعین، د شورا تر تصویب وروسته د جنګ و سولې اعلان، د قوانینو توشیح او تقنیني فرمانونو صادرول، د معاهداتو او قراردادونو امضا کول، عفو و تخفیف یا د مجازاتو تعطیل، د بودیجې توشیح، د وزیرانو فوق العاده جلسې تدویر، تابعیت ورکړه، اضطراري حالت اعلان. خو د امیرالمؤمنین د ټاکلو لپاره مشخص کړنلاره په اساسي قانون کې نه ده واضحه شوې. البته د شورا یو مهم واک چې د سترې محکمې او د صدراعظم سره یې ګډ لري هغه د امیرالمؤمنین د استعفا د ارادې په اړه تصمیم نیول دي. خو که امیرالمؤمین وفات شي او د نوي امیر په اړه يې وصیت نه وي کړی په دغه صورت کې د سترې محکمې رئیس د افغانستان د اسلامي امارت د چارو سرپرستي تر هغه وخته پورې کوي چې نوی امیرالمؤمنین وټاکل شي. دلته اساسي قانون صراحتا دا نه ذکر کوي چې امیرالمؤمنین د شورا لخوا ټاکل کیږي خو ضمنا د دغې مادې څخه داسې استنباط کیږي چې د امیرالمؤمنین د ټاکلو صلاحیت له شورا، سترې محکمې رئیس او صدراعظم سره دی.

حکومت

حکومت د افغانستان اسلامي امارت عالیترین اجرائیوی او اداري قوه ده. حکومت له صدراعظم او وزیرانو څخه جوړ دی. د وزیرانو شمیر او وظایف د قانون له لارې تنظیمیږي. د صدراعظمۍ لپاره شرایط دادي چې باید مسلمان وي، د حنفي مذهبی وي، د مسلمان مور و پلار څخه زیږیدلی وي. صدراعظم د حکومت ممثل وي، د وزیرانو مجلس د صدراعظم په ریاست تشکلیږي، صدراعظم کولای شي خپل صلاحیتونه وزیرانو ته انتقال کړي، د حکومت په سطح قراردادونه او معاهدې لاسلیک کړي، د وزارتونو چارې او اجراات تنظیم او څارنه پرې وکړي، د حکومت مامورین تقرر، ترفیع، تقاعد او عزل منظوري ورکړي. په ټوله کې د حکومت چې صدراعظم یې په رأس کې دی د دغې اساسي قانون له مخې د هیواد داخلي او خارجي سیاست عملي کوي؛ د وزارتونو او مستقلو ادارو اجراات تنظیموي؛ د اساسي قانون مطابق د اجرائیوي او اداری چارو په اړه لازم تدابیر نیسي؛ د حکومت اړوند قوانین و مقرراتو تسویدوي، د بودیجې طرح، تنظیم او تعدیلات راولي او بیا یې شورا ته پيشنهادوي؛ بانکونو چارو باندې مراقبت او نظارت کوي؛ عامه امنیت په هیواد کې تامینوي؛ خارجي کارپوهانو د استخدام منظوري ورکوي او داسې نور. د وزیرانو د نصب و عزل پيشنهاد هم صدراعظم کولای شي خو د لرې کولو صلاحیت یې د امیرالمؤمنین دی. نوي حکومت د صدراعظم د مرستیالانو لپاره هم منصب اعلان کړي دي خو د اساسي قانون هغه طرحه چې په ۱۳۹۸ز کال کې د علماو د شورا لخوا وړاندې شوې وه، هلته د مرستیالانو په منصب نه و. د ط. د لومړي ځل واکمنۍ پر مهال هم صدراعظم مرستیالان نه درلودل.

قضا

قضائیه قوه د د افغانستان اسلامي امارت خپلواک رکن دی چې د سترې محکمې او نورو «ټولو محاکمو» څخه جوړه ده. د ۲۰۰۴ د اساسي قانون خلاف د محاکمو سلسله د د افغانستان اسلامي امارت په اساسي قانون کې نه ده ذکر شوې. د ۲۰۰۴ اساسي قانون له مخې قضائیه قوه د یوې سترې محکمې، د استیناف له محکمو او ابتدائیه محکمو څخه جوړه ده. خو دلته مشخصا یواځې د سترې محکمې په اړه ذکر شوی دی او نور محاکم عمومي یاد شوي او تشکیلاتو او د محاکمو صلاحیتونه یو ځانګړي قانون ته پرېښودل شوي دي. همدا راز د سترې محکمې د قاضیانو شمېر او د دوی عمر څرګند نه دی. د سترې محکمې د رئیس لپاره د «کامل اهلیت» مبهم شرط ايښودل شوی دی او د امیرالمؤمنین له خوا د غیر معین وخت لپاره تعینیږي.

د سترې محکمې معاونین او د دیوانونو رئیسان هم د سترې محکمې د رئیس په مشوره د امیرالمؤمنین لخوا تعینیږي. د معاونیینو په انتخاب کې اساسي معیار «دیانت، علمیت، تقوا او په قضائي او حقوقي امورو پوره اګاهي» ايښودل شوی دی. د ښکته محاکمو د قاضیانو د تقرر په اړه هم اساسي قانون مشخصا څه نه دي ذکر کړي خو د قاضیانو د تبدیلۍ، ترفیع، تقاعد، د استعفا قبلول او د قاضیانو محاکمه بیا د سترې محکمې صلاحیت دی. د سترې محکمې څخه د اساسي قانون د تفسیر مهم صلاحیت د د افغانستان اسلامي امارت اساسي قانون کې اخیستل شوی دی او دغه واک شورا ته ورکړل شوی دی. دلته د قواوو تفکیک، نظارت او تعادل له منځه وړل شوی، ځکه د قانون جوړونې صلاحیت هم شورا لري او بیا د قانون تفسیر صلاحیت هم دوی ته ورکړل شوی دی. عموما حقوقي سستمونه داسې دي چې د قوانینو جوړول د مقننې صلاحیت وي خو د قانون تفسیر (اساسي قانون په شمول) بیا د محاکمو کار وي.‎

بهرنی سیاست

د د افغانستان اسلامي امارت اساسي قانون د افغانستان د ۱۴۴۳ل کال اساسي قانون او د ۲۰۰۴ز کال د اساسي قانون خلاف د بهرني سیاست په اړه جلا فصل لري. د د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سیاسي د انساني ارزښتونو، د ټولنې عامه مصالح او سیاسي استقلال، ځمکنی تمامیت، په نړیواله سوله کې مؤثر او سازنده رول لوبول او نړیوالې همکارۍ باندې ولاړ دی. همدا راز اساسي قانون د ملګرو ملتونو منشور، د اسلامي کنفرانس سازمان، د عدم انسلاک جنبش، د بشري حقونو اعلاميې او نورو ټولو هغه منل شوو اصولو و مقرراتو چې د اسلامي اصولو او د هیواد د مصالحو سره په تضاد کې نه وي، ملاتړ کوي. د نورو هیوادونو او په ځانګړي ډول هغه هیوادونو چې د تېر جه…هاد کې د افغانستان د ملت تر شا دریدلي ول، ښې اړیکو وده او پراختیا غواړي. همدا راز دوی د نړۍ د ټولو ملتونو د حقوقو ته په احترام ټینګار کړی او د دوی پر حقوقو تجاوز یا د دوی د ازادۍ سلبول یې محکوم کړي دي. د شخړو د حل و فصل لپاره په معقول او سولییزو لارو چارو ټينګار شوی دی دی. د هغه وسلو چې جمعي خلک وژني د له منځه وړلو د برنامې ملاتړ شوی دی.

پایله

د د افغانستان اسلامي امارت اساسي قانون د ۱۴۴۳ اساسي قانون سره په ډيرو مواردو کې مشابهت لري او اکثریت برخو کلماتو کې تغیر هم نه دی راوړل شوی. خو د علماو شورا هغه مسایل چې د دوی په باور د اسلامي شریعت سره په ټکر کې ول حذف شوي، یا تعدیل شوي یا يې پر ځای نورې مادې وړاندې شوي دي. په ټوله کې امیرالمؤمنین د دولت د مشر په توګه تام الاختیار دی او د پاچا په څېر عام او د دولت په ټولو برخو کې واکونه لري. شورا انتصابي ده او محدود غړي لري او په هیڅ یوه برخه کې د انتخاباتو نظر نه دی وړاندې شوی. د شورا لپاره شرط دادی چې باید د اهل حل و عقد په اصولو برابر وي. نور اقلیتونو په اړه مشخصا احکام نشته دی، او غیرحنفي مذهبه د امیرالمؤمنین او صدرات څوکۍ ته نشي ټاکل کیدلای. البته د شورا او وزارتونو ته د مذهبي اقلیتونو د ټاکل کېدو په اړه قانون ساکت دی. اسساي قانون کې د خلکو ازداۍ په نظر کې نیول شوې او خلک تر هغه ځایه ازادي لري چې نورو ته یې ضرر ونه رسیږي او اسلامي اصول نقض نه کړي. شکنجه منع شوې، د بیان ازادي او فکر د شریعت په رڼا کې په مصوون ګڼل شوی دی، غیروسله وال او سوله ییز لاریونونو او غونډو ته اجازه ورکړل شوې، او د عسکرۍ خدمت په ټولو افغان اتباعو اجباري ګڼل شوی دی.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

داسی حکومت دنیا والو ته غیرمعقول ښکاریږی او داستبداد مخه هم نسی نیولای. امیرالمومنین مطلق استبدادګر کیدای سی. بس دهګی او چرګی سلسله به وی. چرګه به هګی آچوی او له هګی نه به بله چرګه پیدا کیږی. باید دامیر المومنین داستعفا او عدم اعتبار لپاره معادله وی. دیوه ملا مرکزه پرځای داهلیت او سویی مرکز باندی ټینګار وسی. دا یی ددوی ددینی علومو نتیجه. ددوی مادل خو دڅلورم خلیفه حضرت علی کرم الله وجهه په وخت کی ناکام ثابت سو. په صحابه کرامو پسی روانیدل یوه خوا خو بیا دهغوی دکامیابی او ناکامی خبری بله خوا خبری دی. دخلیفه… نور لوستل »

مولوي نجیب الله زاهد

د نن ټکۍ آسیا له ویب سایټ څخه غوښتنه کوو چې:
۱: د استاد مزمل او عبدالوحید وحید هغه تبصرې بیا خپور کړي چې پکې طالبانو ته کابل ته د داخلېدو په وخت کې د آزموینو سره د مخامخ کېدو په اړه یادونه شوې وه او همدا اوس همده آزموینه پیل شوې.
۲ـ داچې په پکتیا او کونړ ولایتونو کې د چارتراشو چور پیل شوی د خدای لپار باید مخه یې ونیول شي او همدارنګه له ازبکستان څخه باید الوتکې ژرترژره افغانستان ته ولېږدول شي ځکه که پدې اړه پام ونشي نو کېدای شي امریکایې د ویجاړولو هڅه وکړي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x