افغانستانروغتیا

د روغتيا نړيوال سازمان د ۲۳ ټنه درملو او نورو تجهيزاتو مرسته کابل ته رارسېدلې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ وږي، ۱۴۰۰ل): د روغتيا نړيوال سازمان WHO لخوا مرسته شوې ۲۳ ميټريک ټنه ژوند ژغورونکي درمل او نور تجهيزات د قطر هېواد په مرسته نن کابل ته راورسېدل.

د روغتيا سازمان له لوري دا لومړی ځل دی چې له ۱۵ اګست څخه وروسته خپلې بندې شوې مرستې يو ځل بيا افغانستان سره پېلوي، چې د قطر ځانګړې الوتکې په واسطه کابل ته رارسېدلي دي.

د ياد سازمان عمومي مشر تيدروس ادانوم ګيبريسوس وايي، «لکه څرنګه چې په افغانستان کې روغتيايي اړتياوې ډيريږي موږ بايد ژر ټر ژره حرکت وکړو تر څو د روغتيايي توکو د کمښت ستونزه حل کړو او د ژوند ژغورنې روغتيايي خدمات وړاندې کړو».

نونوړی زياتوي، «زه په دې مناسبت د قطر له دولت څخه ددوی د سخاتمندانه او پروخت مرستې مننه کوم، کوم چې موږ ته افغانستان کې د تشې شوې خلا او زيان رسېدونکو افغانانو ته د خلا ډکولو فرصت راکوي».

تمه کيږي د يادو مرستو دوهمه جوپه چې د قطر دولت له لوري ورکړل شوې ده د روانې اوونۍ په وروستيو کې کابل ته راورسيږي، چې د روغتيا نړيوال سازمان ډير طبي تجهيزات او نور توکي به ولري.

په پورتنيو دوه الوتکو کې لازمي درمل شامل دي، لکه انسولين، طبي مصرفي توکي، تروما او جراحي کيټونه او د کوويد-۱۹ معايناتو کيټونه چې په بيړني توګه به د ۱.۴۵ مليونه خلکو روغتيايي اړتياوې پوره کړي، دغه راز به د ۵۴۰۰ لویې او کوچنۍ جراحي اړتياوې هم چمتو کړي.

دغه توکي به د افغانستان ۲۸۰ روغتيايي مرکزونو او ۳۱ عامه لابراتوارونو ته وويشل شي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې په دوهمې جوپې رسولو سره به د قطر له لارې افغانستان سره د ۱۳۱ ميټريک ټنو روغتيايي توکو مرسته بشپړه شي چې په بيړني توګه د ۲.۴۳ مليونه خلکو لپاره کافي کيږي او د ۱۹۰۰۰ لويو او کوچنيو جراحي عملياتو اړتياوې پوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x