افغانستان

کابل: کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ عمومي مشر د مهاجرينو له سرپرست وزير سره وليدل

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۲ وږي، ۱۴۰۰ل): کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ «يو ان ايچ سي ار» عمومي مشر فيليپو ګراندي له مل پلاوي سره نن سهار د کابل پر نړيوال هوايي ډګر ښکته شو او د مهاجرينو سرپرست وزير الحاج خلیل الرحمن حقاني يې هرکلی وکړ.

ښاغلي حقاني د فيليپو ګراندي د هرکلي تر څنګ نوموړي ته ډاډ ورکړ، چې د «يو ان ايچ سي ار» او نورو مرستندويه ادارو لپاره هر ډول همکارۍ او امنيت ساتلو لپاره چمتو دي.

د يو ان ايچ سي ار مشر د ښاغلي حقاني مننه وکړه، چې سهار وختي د نوموړي هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ورغلی و او ژمنه يې وکړه، چې له افغانانو سره به د خپلې ادارې له لوري هر ډول همکارۍ او مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلي ګراندي هيله ښکاره کړه، چې افغان حکومت به د يو ان ايچ سي ار او نورو مرستندويه ادارو امنيت لپاره لازم تدابير ونيسي او د خدمتونو په ترسره کولو کې به ورسره همغږي وکړي.

د مهاجرينو سرپرست وزير د فيلیپو ګراندي په مشرۍ راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې د امنيت سربېره په ټولو اړوندو چارو کې به ورسره همکاري کوي او مننه يې ترې وکړه، چې په دې سختو او ستونزمنو حالاتو کې د افغانانو د مرستې او لاسنيوي لپاره کابل ته راغلی دی.

ښاغلی فيلیپو ګراندي به دوه ورځې په افغانستان کې تېروي او دلته به د مهاجرينو د وزير سربېره د افغان حکومت له ګڼو مشرانو او چارواکو سره د مهاجرينو په ستونزو خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

داسی مالومیږی ملایان به اوس دافغانستان لپاره بین المللی وظیفی راټولوی. چړیان به ملایان سوی وی خو اوس به بیرته ملایان چړیان سی چه دبین المللی کلیو نه وظیفه راټوله کړی. بیا هم یو تجدید او افګریډ دی چه دملایانو په دندو کی به راسی.
که زما پورتنی ریشخند په ریښتیا نوی ولاړ نو هیله ده څوک راته ووایی چه دوی به افغانستان له خیراتخوری نه څنګه خلاص کړی او په غربی کومکو به څنکه قید او شرطونه ږدی.
بین المللی کومکونه چه قید اوشرطونه لری هغه دآزادی او استقلال د ونی لپاره دریمه تیشه ده چه باندی لغړه کیږی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x