
د افغان کور دې اباد وي/ نومير
فدا محمد نومير
ما هر څه اول سنجش کړه په حساب
لار کې ناست وه لوی واړه شانتي قصاب
ملا مې وتړل خدمت ته د اسلام
و مې پرانست نوی فصل نوی باب
حال مې وکوت د تير په آينه کې
را روان مې کړ د غرو څخه سيلاب
مدام درد و غم خوړمه اندرون
نه ارام نه مې سکون و او نه تاب
د هدف په نوم جونګړې ووتم
را چاپير سوه طلباء او څو ارباب
عام ولس ته مې وړاندې عريضه کړه
جان و روح مې و هر کله په عذاب
ما وې راسئ نجات غواړي دا کښتۍ
خبر راغلی د زرګونو په رکاب
را اوږده سولو لاسونه له هر لوري
را بهر لکه ماهي سوه له درياب
مانيجڼ او مرور راڅه کس نسو
حمد ثنا د پاک الله په هزار باب
جان مې وقف کړ خدمت ته د مخلوق
د الله پاک ( ج ) په توکل او په اسباب
الله ( ج ) راکړه ښه ملګري او ياران
هر هر يو لکه دنګ غر و په حساب
د افغان کور دې اباد وي او سمسور
نومير نه ليکي مدح د چا په باب
يادونه : د شعر د اولې بيتونو لومړې توري که سره و موښلول سې د ملا محمد عمر مجاهد نوم ترينه راوځي
په استثنا د اخيرې بيت څخه.