افغانستان

سعودي کې افغان سفیر: د نظام بدلون مو چارې نه دي ټکنۍ کړې، قونسلي خدمتونه دوام لري/ مرکه

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳۲ وږي، ۱۴۰۰ل): په سعودي کې د پخواني حکومت سفیر “احمد جاوید مجددي” وایي، د نظام له بدلون سره، سره یې پر چارو منفي اغیز نه دی شوی او د سفارت اړوند ټولو کارکوونکو له کومې ویرې او ناهیلۍ پرته خپل کارونه روان ساتلي.

ده وړاندې زیاته کړې چې د اټکل او ورسره ویرې خلاف هر څه په ښه ډول مخته ولاړل او نظام په داسې ډول بدل شو لکه هیڅ چې پېښ شوي نه وي.

مجددي په سعودي کې مېشتو افغان مسافرو ته د هغوی د ستونزو د حل کېدو ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې چې قونسلي خدمتونه به په عادي ډول روان ساتي.

سعودي کې زموږ همکار له نوموړي سره د هیواد د روانو حالاتو، د نوي نظام د څرنګوالي، د پروازونو د پیلېدو، د پاسپورټونو د توزیع او د افغان مسافرو د نورو ستونزو په اړه غږیدلی، چې د مرکې لوستلو ته یې ستاسې پام را اړوو:

نن ټکی اسیا: ښاغلی سفیر صیب احمد جاوید مجددي سلامونه!
هیواد کې روانو چټکو بدلونونو د سفارت په کارونو څومره اغېز ښیندلی؟
مجددي: پخیرونو! ستړي مه شئ!
هیوادوالو ته باید ډاډ ورکړم چې هر څۀ د پخوا په څېر نورمال او عادي روان دي، مونږ حتی یوه ورځ هم خپل هیڅ یوه مامور او کارمند ته اجازه نۀ ده ورکړې چې خپلې دندې ته رانشي او غفلت وکړي.
افغانستان مو هیواد دی، ګډ کور مو دی خاپوړې مو پکې کړي، نظامونه به بدلیږي رابدلیږي دا طبعي ده، مګر د یوۀ ښه مامور ځانګړنه داده چې باید په هرحال کې د ولس خدمت ته ادامه ورکړي ترڅو د هغوی کارونه په ټپه ونۀ دریږي.

نن ټکی اسیا: مننه! سفیر صیب! سعودي کې مېشت په زرګونو هیوادوال د الوتني د بندیز له امله تشویش سره لاس و ګریوان دي، دوی نۀ پوهیږي له چا وپوښتي څوک ورته ځواب او ډاډ ورکړي یعنې دا ستونزه به تر کله دوام ومومي؟

مجددي: ښکاره ده ټول هیوادوال پوهیږي چې پروازونه لومړۍ د کرونا له امله دوه اړخیز متوقف شول، وروسته د افغانستان لخوا سعودي ته په مشروط ډؤل یعنې د کرونا ټیست په درلودلو او قرنطین په مراعتولو سره بېرته فعال شول، وروستي خنډونه خو ټولو ته مالوم دي چې هیواد کې یو لوی تحول راغی، د کابل هوایي ډګر تحنیکي ستونزو سره مخ شو.
البته یو ډاډ درکؤلی شم چې اریانا افغان الوتنه به ډېر ژر پیلیږي خو په تدریج سره، لومړۍ یو طرفه وروسته ښایي د کرونا بندیزونو له لیري کیدو دواړو طرفونو ته هیوادوال ازاد تګ راتګ وکؤلی شي.

نن ټکی اسیا: دقیق نیټه یې ویلی شئ؟

مجددي: نشم ویلی، ځکه کوم څۀ چې په مونږ پورې تړلي هغه که په هر لحاظ وي مونږ یې کوو، څو دا ستونزه ژر پای ته ورسیږي.

نن ټکی اسیا: ښاغلی سفیر صیب دا چې تر اوسه سعودي حکومت هیواد کې نوی نظام رسماً په رسمیت نه دی پېژندلی، ایا د الوتنو پیل کیدل په رسمیت پیژندنې پورې کوم تړاو لري؟

مجددي: دا دواړه مسائل که څۀ هم یو تربله تړلي دي خو مهمه نۀ ده چې د یو د بل دې خنډ جوړ شي ځکه سعودي د افغان ولس او خلکو سره پخوانۍ او ښې اړیکې لري، یو د حکومت په رسمیت پیژندل دي بل د عام ولس ستونزې دي، مونږ دلته لسګونه بندیان لرو، کؤلی شو ددوی د ایستلو لپاره له هرې ممکنې لارې هڅه وکړو چې دوی هیواد ته انتقال کړو او په دې برخه کې کوم خنډ نۀ وینم.

نن ټکی اسیا: یوازې بندیان، که شته کاریګرو پر مخ به هم دا ستونزه حل شي؟

مجددي: لومړی خو تر هر څۀ بندیان مهم دي ځکه دوی په سخت حالت کې دي ورپسې به د عامو کاریګرو د تګ ستونزه هم حلیږي، لنډه دا چې لکه مخکې مو وویل د اریانا افغان الوتنو پر مخ ستونزه موقتي ده، زه ډېر جدي یم په دې برخه کې.

نن ټکی اسیا: رابه شو د سفارت داخلي موضوع ته!

د پخواني حکومت په سکوت او د نوي نظام په پیل سره د مامورینو معاشونه جریان لري؟

مجددي: تر اوسه خو لا میاشت هم نه ده وتلې، البته کارونه متوقف نۀ دي د پخوا په څېر روان دي، طبعي ده چې څوک کار کوي معاش یې وي، خو دا مونږ ته مهمه نۀ ده چې معاش وي کار کوو، که یو څۀ ځنډ پکې رامنځته کیږي نو نه! اهم شی خدمت او تعهد او ولس ته صادقانه خدمت دی پخوا هم خدمت روان و او اوس هم، مونږ دې برخه کې ملي ګټې تر شخصي هغو غورۀ بولو.

نن ټکی اسیا: سفارت کې دننه ټول څومره کارکوونکي او دیپلوماتان پر کار بوخت دي؟

مجددي: تقریبا د دیپلوماتانو، کارکوونکو او مامورینو په شمول شاوخوا تر پنځلسو پورې دي.

نن ټکی اسیا: ددوی معاشونه څومره و؟

مجددي: فرق کوي، د ټولو یو شان نۀ دي د هر کس کار، وړتیا او استعداد ته په کتو په هماغه اندازه ؤړ معاشونه ؤرکؤل کیدل.

نن ټکی اسیا: د بیلګې په توګه ویلی شئ مثلا کمه اندازه یې څومره وه؟

مجددي: ما واضحه کړه چې معاشونه په هیڅ ځای کې هم د ټولو کارکوونکو یو شان نۀ وي خو بیا هم ویلی شم چې دومره څۀ وو چې دوی پرې قانع او د کور ګذاره یې پرې روانه وه.

نن ټکی اسیا: مامورین راتلونکي ته څومره ډاډمن/خوشبین دی، د مایوسی ښکار خو به نۀ وي؟

مجددي: نه! هیڅکله نه! ما ټولو کارکوونکو ته ډاډ ورکړی چې هر څۀ د پخوا په څېر عادي دي آن په ټول هیواد کې داسې څۀ نۀ لیدل کیږي لکه څنګه چې اټکل کیدو او وېره محسوسیده نو ولې مأیوس شي، داسې ده لکه بیخي چې څۀ پېښ شوي نۀ وي.

نن ټکی اسیا: د هیواد روان حالات او نوی نظام څنکه ارزوئ، د امنیت او نورو بر خو کې، ایا نوي نظام نه راضي یئ؟مجددي: نورو بر خو ته خو لا وخت شته وبه ګورو چې څۀ کیږي.
نن ټکی اسیا: د امنیت په برخه کې؟
مجددي: مونږ خو نو دلته یو هیواد ته لا نه یو تللي.

نن ټکی اسیا: مګر رسنیو او سوشل میډیا کې به مو اوریدلي وي؟
مجددي: په رسنیو خو باؤر او قضاوت نشي کیدلی څو چې سړی پخپلو سترګو څۀ ؤنۀ ویني، پرون سوشل میډیا په دې راڅرخیده چې پنجشیر کې د کوم ګاونډي هیواد د چورلکو پر مټ بمبار شوی، کورونه ړنګ شوي قتل عام رامنځ ته شوی مګر هر څۀ رد او برعکس ثابت شول.

نن ټکی اسیا: تاسې پخوا هم کابل کې اوسیدلي یئ؟
مجددي: هو! بلکل.
نن ټکی اسیا: د کورنی ځیني غړي او خپلوان مو کابل کې اوس هم شته؟
مجددي: هو! بلکل.

نن ټکی اسیا: سمه ده په رسنیو باور نشي کیدلی مګر تاسې به پخوا د هیواد امنیتي حالت لیدلی او اوس به مو حتما همالته له میشتو خپلوانو او اقاربو پوښتلي وي چې حالت د پخوا سره توپیر لري یا نه؟

مجددي: ښکاره ده مونږ اړیکې نیؤلي تر اوسه چې ځایي خلک څۀ وایي د امنیت په برخه کې راضي ښکاري تر ټولو ښه یې لا دا چې د غلو او خپلسریو مخه ښه په کلکه نیؤل شوې البته کوم څۀ چې پخپله مشاهده شي هغه بیا تر اوریدو ډېر توپیر کوي.
نن ټکی اسیا: پرون د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزارت کې د سرپرست وزیر د معرفي غونډه وه، تاسې خبر وئ؟
تر اوسه مو ترمنځ اړیکې نیؤل شوي یا ستاسې او یا ددوی له لورې؟
مجددي: نه!

نن ټکی اسیا: ولې؟

مجددي: دا پوښتنه مونږ ته نۀ راجع کیږي ځکه مونږ لګیا یو له اوله تر اخېره کار کوو کوم مسؤلیت چې دلته مونږ ته راجع کیږي هغه مو پخوا هم کړی، اوس هم او راتلونکې کې هم ورته ژمن یو.
په اوسنیو ورځو کې کار ته په اخلاص او ژمنتیا دوام مهم دی.

نن ټکی اسیا: دا چې هلته نوی وزیر معرفي کیږي په هره اداره او تشکیل کې نوې څېرې رامنځ ته شوي چې پخوا ورسره ستاسې اړیکې نۀ وې اوس مو ترمنځ کوم رابط ته اړتیا شته چې سره وصل او همغږي رامنځته شي؟

مجددي: نه! سفارتونه د یوۀ هیواد استازیتوب کوي، هره اداره او ارګان خپل سیستم لري کله چې وغواړي پرته له کوم رابطه کؤلی شي په اسانۍ خپلو ماتحتو او استازو سره اړیکه ونیسي.

نن ټکی اسیا: دا چې تاسې(سفارت) د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت استازیتوب کوئ د رسمیت پیژندنې په اړه مو اوسمهال سعودي چارواکو سره لیدلي او یا دوی درسره ناسته ولاړه کړې؟
یا دا چې د سعودي چارواکو تصمیم مو حس کړی چې څۀ اراده لري؟

مجددي: اوس مهال خو ډېر هیوادونه انتظار دي یو بل ته په تمه دي ګوري چې فلانی هیواد څۀ کوي او فلانی څۀ ډؤل اقدام کوي نو لا وخت شته، هر یو زما په آند دا فکر کوي چې ودرې څۀ پیښیږي، البته ما رسما کومه ناسته په دې مورد چا سره نۀ ده کړې او نۀ د چا له لورې دعوت شوی یم، خو تر کومه چې زۀ پوهیږم افغانانو سره د سعودي اړیکې ښې دي او ترپایه به همداسې وي ان شاءالله.

نن ټکی اسیا: بیا هم د سفارت موضوع، پخوا افغان سفارت د نورو سفارتونو سره یوځای په ځانګړي او مخصوص ځای کې موقعیت درلود اوس تاسې له نورو ټولو سفارتونو بېل یو ګوښه کې د عامو کورونو ترمنځ ځای انتخاب کړی، ولې؟

مجددي: مونږ پخوا هم همالته شخصي وداني نۀ لرله، پردي کرایي ځای کې اوسیدو متاسفانه چې په تېر شل کلن جریان کې هیچا داسې اقدام ونکړ چې د سعودي حکومت له لورې راکړل شوی ځای جوړ او په اساسي ډول ورغوي، زما په راتګ سره دا ستونزه ختم شوه، مونږ د نوي ځای د ژر جوړولو لپاره مرکزي حکومت ته طرحه وړاندې کړه، خو دا چې هیواد کې هرڅۀ بدل شول نور پرمختګ ونشو، زه سفیر یم په ما پورې چې څۀ مربوط و هغه ما وکړل، کوم څه چې کابل پورې اړوند و وخت یاري ونکړه، تمه ده چې پاتې کارونه یې هغوی وکړي چې مسؤلیت ورته راجع کیږي.
پاتې شول د سفارت د ودانۍ د انتقال موضوع.
چیرته چې نور سفارتونه دي هلته محدودیتونه ډېر دي نو مونږ هسې هم هلته خپل ځای نه درلود، بې له دې هم کرایه اوسیدو نو غوره مو دا وبلله چې یو داسې ځای انتخاب شي چې هیوادوال مو په اسانۍ سره او هر وخت چې وغواړي امادګۍ ته لاس رسۍ ولري.

نن ټکی اسیا: مطلب دا چې افغان سفارت خپل ځای لري خو وداني نلري؟

مجددي: د سفارت،اقامتګاه او ديپلوماتانو لپاره لکه څنګه چه افغان دولت کابل کې سعودى عربستان ته وړيا ځمکه ورکړيده باالمثل سعودى هم د سفارت، اقامتګاه او ديپلوماتانو د کورونو لپاره په حى سفارات کې مناسبه ځمکه ورکړيده.

نن ټکی اسیا: سعودي پراخه هیواد دی افغان کاریګر پکې په بېلابېلو ځایونو کې په چارو بوخت دي، دلته چې کله راشي له اوږدو مزلونو او بې خوبیو وروسته رارسي، ستاسې ځینې مامورین د ښې حوصلې څښتنان دي مګر ځینې یې بیا ستړو هیوادوالو سره احساساتي برخود کوي، چې د خلکو دنیوکو او لفظي شخړې سبب ګرځي لامل څۀ دی؟
دوی هم ستړي دي، بوج پرې زیات دی او که نور کوم عوامل؟
مجددي:

نه! بوج به دومره نۀ وي خو بیا هم ما ټولو کارکوونکو ته جدي امر کړی چې ولس سره باید هر وخت صمیمانه او نرم برخود وشي، مونږ باید د مسافری په دې تریخ ژؤند کې د خپل ولس حالت درک او تل یې غوښتنو او پوښتنو ته په سریع او ښۀ ډؤل ځواب ووایو دا زمونږ دنده، مکلفیت او مسؤلیت دی چې په ښۀ ډؤل ترسره شي.
له هیوادوالو مو هم هیله ده چې د یوې نیمې ستونزې پر وخت حوصلې نه کار واخلي، ژر احساساتي نشي، ځینې کارونه په احساساتو او ژر نۀ کیږي وخت ته اړتیا لري.

نن ټکی اسیا: سفارت ریاض کې دی کونسلګري جده کې مګر د کار په کولو د خدماتو په ترسره کولو کې د جدې کونسلګري جدي او چټکه ده، هلته د پاسپورټ ویزې او نورې چارې ورځ نیمه او یا دوو کې خلاصیږي مګر دلته یوازې د پاسپورټ د نوي کولو او اخیستلو پروسه کله کله دوه میاشتې وخت نیسي توپیر په څۀ کې دی؟

مجددي: د دوو میاشتو خبره زۀ نۀ تائیدوم بیا هم که یو څۀ وخت اخلي دلیل یې دادی چې یوازې د افغانستان نه، بلکه د نورو ډیرو هیوادونو د سفارتونو تخنیکي چارې جده کې ترسره کیږي، مشینري او وسائل ټول همالته دي، کار په ډیره لنډه موده کې کیږي مګر له ریاض نه تر جدې او بیا بېرته له جدې نه تر ریاض د پاسپورټونو اړوند لوازمو انتقال وخت او زمان ته اړتیا ده نو ستونزه دلته ده باید حوصله وشي.

نن ټکی اسیا: پرون د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د معرفي په غونډه کې د وینا پر مهال کوم بهرني هیواد کې د سفارت یادونه وکړه چې له افغانانو د پاسپورټونو پیسې ټولوي مګر بانګ ته نۀ داخلیږي، کومې پیسې چې تاسې اوس اخلئ هیوادوالو سره وېره ده چې د مامورینو په احتمالي ادلون بدلون سره ضایع او شخصي جیبونو ته لاړې نشي؟
ایا تاسې یې هم بانک ته داخلوئ؟

مجددي: هو! مونږ سره ټولې اکاونټ کې دي هیڅ شخصي جیبونو ته نه ځي مونږ ولس ته اطمنان ورکوو چې ضایع به نۀ شي، دا زما مسولیت او دنده ده، زه نه غواړم خپل شخصیت داغداره کړم.
نن ټکی اسیا: تاسې په وروستي وار کله مرکزي بانک ته پیسې لیږلي؟
مجددي: میاشت وړاندې.
نن ټکی اسیا: د طالبانو له راتګه وروسته که وړاندې.

مجددي: له هغوی وړاندې.

نن ټکی اسیا: بیا به یې کله لیږئ؟

مجددي: د وصولو له مخې پخوا مونږ د هرو درو میاشتو پیسې په یوځل لیږلې.

نن ټکی اسیا: وروستۍ دا چې هیوادوالو او د نوي نظام مشرانو ته مو پیغام څۀ دی؟

مجددي: هیوادوالو په ځانګړي توګه دلته میشتو مسافرو ته ډاډ ورکوو چې شته ستونزې به ختمیږي او هره برخه کې څومره چې په ما کیږي ددوی د سهولت، ښیرازی او ښې راتلونکي لپاره به هر رنګه هلې ځلې کوم، کوم څه چې زما مسؤلیت دی ادا کول یې ملي او اسلامي وجیبه بولم دوی دې د پخوا په څېر بلکه تر هغې هم زیات باوري واوسي.
هيواد، اولس، ملي ارﺯښتونه د افغانستان ملي منافع دا هغه څۀ دي چې دې برخه کې جدي یم او ځان ورته ژمن بولم.
پاتې شوه د نوي حکومت سرلارو ته!
هیله مو داده چې هره برخه کې ؤړ او مستعد خلک وګمارل شي مسلکیتوب په نظر کې ونیؤل شي، نظام کې د هر چا خپل ځای وي، د هیواد د پرمختګ او ابادی لپاره اړتیا ده چې مسلکي کدرونو جلب و جذب ته توجه وشي، هیواد مو لا ډېر کار ته اړتیا لري، ددې پرځای چې شاته لاړ شو د پرمختګ فکر اړین دي.

نن ټکی اسیا: مننه سفیر صیب چې ؤخت مو راکړ

مجددي: کور ودان مونږ مو هر ؤخت په خدمت کې یو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم اخوندخیل

یقینا چه ښهٔ مجلس مو کړی خو دې دوه وارې پوښتنې باوجود هم سفیر صاب دې کار کونکو تنخواه څرګنده نکړه ،
بل یې دې امنیت په تړاو پخپل ځان باور درلود چه ګوا زه یې ووینم ببا یې منم ،
دریم دا سفیران ولی ځان چاته مکلف نه بولې ؟!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x