افغانستان

له بهرنیو چارو وزیر سره د ملګرو ملتونو د استازي لیدنه:‌د حکومت ملاتړ دې وشي او افغانان دې کډوالۍ ته نه هڅول کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳۲ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر «مولوي‌ امیر خان متقي» د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له سکرتر «فلیپو ګرندي» او ورسره پلاوي سره لیدلي‌ او د افغان کډوالو او د هیواد دننه د بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستو په تړاو ورسره غږېدلی.

دغه لیدنه چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې شوې، په مهال یې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو افغان کډوالو له راتګ هرکلی کوي‌ او له هغوی سره هر ډول مرستو ته چمتو دی.

لیدنه کې متقي ویلي، حکومت چمتو دی، د ژمي تر را رسېدو وړاندې په هیواد کې دننه ټولې بې ځایه شوې کورنۍ خپلو، خپلو مېنو ته ولېږي، په همدې برخه کې د نړیوالو له لوري کېدونکي مرستې هغوی ته ورسوي او د بشري مرستو د رسوونکو ټیمونو امنیت ونیسي.

په لیدنه کې ټينګار شوی، چې نړیوال باید د حکومت ملاتړ وکړي او داسې فضا جوړه نکړي چې له امله یې افغانان کډوالۍ ته وهڅول شي.

د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال د نړیوالو له لوري د افغان حکومت پر ملاتړ ټینګار لري، چې د افغانستان اسلامي امارت خپله کابینه اعلان کړې، خو لا تر دې دمه د کوم هیواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

سرپرست ورسره اضافه کوه کنه هغه خو سرپرست وزیر دی د وزیر او سرپرست وزیر ترمنځ په قانوني ډول ډېر توپیر وي.

مه کوی

مشوره : دیری خلک د طالبانو په زینو ویدیو ګانو باور نه کوی وجه یی داده چی د دوی ویدیو کی هر سه واضح نه شکاری لکه د صالح په کور کی دالر، یا دغه لاندی لینک ویدیو. تاسو باید ویدیو په ارام شکل وکری داسی چی اول یی کور معلوم کری لوحه یا دروازه سم صحیح ور داخل شی هغه دپیدا کیدو زای یا د پتیدلو زای یی وشیاست. خلاصه دا چی ثبوت مو یو سه وضحتره کری. داسی مه کوی دالر شماری او وایاست دا د صالح په کور کی پیدا شوی که سوک و وایی مثل دا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x