افغانستان

افغانستان سره د ۱.۲ ملیارد ډالرو بشري مرستو ژمنې وشوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳ وږي، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو لخوا د بشردوستانه مرستو د راټولولو په موخه جینوا کې ترسره شوي کنفرانس کې ګڼو هېوادونو له افغانستان سره د ۱.۲ ملیارد ډالره بشري مرستو اعلان کړی دی.

دغه کنفرانس چې پرون د دوشنبې په ورځ ترسره شوه، په ترڅ کې یې د جرمني هېواد ویلي، چې پخوا یې د افغانستان او د هغه د ګاونډیو هېوادونو لپاره سل ملیونه یورور مرستې ځانګړې کړې وې؛ خو اوس نیت لري چې دغه مرستې ۵۰۰ ملیون یورو ته اضافه کړي.

د جرمني ترڅنګ جاپان له افغانستان سره د ۲۰۰ ملیون ډالرو او فرانسې د سل ملیونه یورو، امریکا د ۶۴ ملیون ډالرو، ډنمارک د ۳۸ ملیون ډالرو او ناروې د ۱۱.۵ ملیون ډالرو  د مرستې اعلان کړی دی.

په همدې ترڅ کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې عاجلو بشري حالاتو ته د رسولو لپاره له مرکزي بودیجې څخه د شل ملیونه ډالرو د مرستې رسولو ټټر ډبولی دی.

دغه راز د چین ولسي جمهوریت له افغانستان سره د دیرش ملیون ډالرو په ارزښت د خوړو او درملو د مرستو ژمنه کړې ده.

له دې سره همهاله ایران هم افغانستان کې افغانستان ته د بشري مرستو د لیږلو خبر ورکړی؛ خو ددغو مرستو اندازه یې نه ده په ډاګه کړې او پاکستان بیا افغانستان ته د خوراکي او روغتیايي مرستو د لیږلو ژمنه کړې ده.

د غونډې پای کې په بشري مرستو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال «مارټن ګریفیټس» د یو ټویت له لارې اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د مرسته کوونکو هېوادونو لخوا د ۱.۲ ملیارد ډالرو مرستو ژمنې شوي، چې په دې لړ کې به ۶۰۰ ملیون ډالره په افغانستان کې د انساني ناورین څخه د مخنیوي لپاره وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د نظام له راتګ وروسته په هېواد کې د امن ډاډمنه فضاء حاکمه ده؛ خو خلک اندېښنه لري چې ښايي فقر او بیکاري د یو شمېر افغانانانو ژوند له ستونزو سره مخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبانوته: ډیر متوجه ووسی چی دا پیسې به پاکستان د موسیساتو له لارې په پیښور او کوټی کی د مهاجرو په نوم له تاسو څخه ګرځوی لکه د پخوا په شان چی هلته موسیسې وی د افغان مخاجرینو په خاطر چی د هری موسیسې په راس کی به یو دوه پاکستانیو د ریس او مدیر په صفت کار کولو. دا پیسې سازمان ملل حتمی د موسیساتو لخوا په مصرف رسوی نو طالب دی کوشش وکړی چی زمینه د کار موسیساتو آماده کړی په افغانستان کی او یو ضرور اعلان په دی ډول سره وکړی: ۱- هر هغه موسیه چی د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x