افغانستان

امریکا هره ورځ ۲۹۰ میلیونه ډالر په افغانستان کې مصرف کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۲۲ وږي، ۱۴۰۰ل): د یو نوي څېړنېز راپور له مخې ‎‎‎‎‎‎‎د امریکا متحده ایالتونو هره ورځ په افغانستان کې ۲۹۰ میلیونه ډالر مصرف کړي.

د جګړې د لګښتونو په اړه د براون پوهنتون څېړنیز راپور وايي چې امریکا د افغانستان په ۲۰ کلنه جګړه کې تر ۲ تریلین (دوه زره میلیارده) لګښتونه وکړل او دغه لګښتونو د افغانستان یو کوچنۍ ځوانه طبقه چې په ابتدا کې یې له امریکايي ځواکونو سره د ترجمانانو په حیث کار شروع کړی و، میلیونران کړل.

د راپور له مخې د امریکا دفاع وزارت غه قراردادونو فساد ته رشد ورکړ، هیواد یې محاصره کړه او د افغانستان کمزورې دیموکراسي یې له منځه ویوړه.

سي ان بي سي د تلویزون د راپور پر اساس امریکا د افغانستان د بیا رغونې هڅو سره سره طالبانو ټول افغانستان په ۹ ورځو کې ونیو، پوځ یې ړنګ کړ او د امریکا د ملاتړ لاندې حکومت یې نسکور کړ.

د سیګار سره په یوه مرکه کې د امریکا سفیر هم فساد د امریکا د ماتې دلیل ښودلی. هغه ویلي چې «یاغیان» د دوی د ناکامۍ دلیل نه و، بلکې د امریکا ناکامۍ دلیل د فساد وزن و او د فساد مسوول هم امریکا وه ځکه امریکا په ملیاردونو ډالر افغانستان ته ویوړل چې دغه هیواد اقتصاد نشوای هضمولای.

ځینو افغان اتباعو چې له امریکا سره یې د ترجمانانو په توګه کار شروع کړی و او امریکايي ځواکونو ته وفادار ول، د امریکا له حکومت څخه دفاعي قراردادونه ترلاسه کړل.

په دغه قراردادیانو کې یو هم فهیم هاشمي و چې د امریکا تر راتګ وړاندې د انګلیسي د ژبې استاد و او وروسته یې امریکايي ځواکونو سره د ترجمان په توګه کار شروع کړ.

فهیم هاشمي وروسته یو شرکت جوړ کړ او امریکايي ځواکونو مرکزونو ته به یې سامان او تیل وړل.

هاشمي چې په خپله د امریکايي قراردونو له برکته میلیونر شوی دی، په ۲۰۱۳ کې رسنیو ته ویلي وو چې د دوی لویه ستونزه فساد دی، فساد نه یواځې په کاروبار منفي اغېز غورځوي بلکې دا ناامنۍ سره هم مستقیمه اړیکه لري.

حکمت الله شادمان یو بل افغان دی چې له امریکايي پوځيانو سره ترجمان و. هغه په ۲۰۰۷ز کال کې یو لارۍ په کرایه ونیوله او امریکايي ځواکونو ته یې د تیلو او نورو سامانونو د وړلو کار پیل کړ.

د ۲۰۰۷ز کال څخه تر ۲۰۱۲ز کال پورې حکمت الله شادمان کمپنۍ د امریکا حکومت څخه په قراردادونو کې ۱۶۷ میلیونه ډالر ترلاسه کړل.

په ۲۰۱۲ز کال کې د امریکا عدليې وزارت په حکمت الله تور پورې کړ چې هغه دغه قراردادونه په رشوت اخیستي دي او دغه رشوت یې امریکايي ځواکونو او افغان چارواکو ته ورکړی دی.

پر حکمت الله دا تور هم و چې نوموړي د امریکا دفاع وزارت څخه څو چنده زیاتې پیسې ترلاسه کړي دي.

د سوپریم ګروپ په نوم یو بل شرکت هم په ۲۰۱۴ز کال کې امریکايي ځواکونو د قراردادونو ترلاسه کولو کې په چل و فریب اعتراف وکړ او ۳۸۹ میلیونه ډالرو جریمه او جبران خسارت يې ورکړ.

د پخواني ولسمشر حامدکرزي د ملي امنیت مشاور ډاکتر رنګین سپنتا په ۲۰۱۰ کې ویلي ول چې فساد د حکومتدارۍ یوه ستونزه نه ده، بلکې فساد د حکومت کولو سستم دی.

د یادونې وړ ده چې پنټاګون په یوه تحلیل کې څرګنده کړې وه چې د ۱۰۸ میلیارده ډالر چې ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ تر منځ يې قراردادیانو ته ورکړې وې ۴۰ سلنه یې طالبانو، جرمي حلقو، بین المللي مخدره توکو قاچاقبرو او فاسد افغان چارواکو ته لاس ته ورغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x