نظــر

د وږي نهمه؛ شپه چې د ورځ په حساب سجل شوه!

استاد محمد زمان مزمل

په ویاړ یې وایم په هغه ګُرز عزم چې قدرمن ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د سوزني په تور ماښام کې د کرزي او طالب مشرانو د بولۍ کاڼی مات کړ همدې باعزمه انسان په هماغه ماښام پاتې طالبان د وږي د نهمې پسې هغسې روان کړل چې شل کاله وروسته پکې د طالب په ځای افغانستان ته راغلې امریکا او د هغې یو درجن ملګري ډلخکې امپراتورۍ ماتې شوې.

همدا شپه د افغانستان په تاریخ کې چې د امریکایي شل کلن اشغالګر لښکر وروستی جنرال او پیاده پکې له دې خاورې ووتل دا شپه پکې په همدې لحاظ تاریخ ته د ورځې په حساب سجل شوه.

په دې خاطر یې د ورځې حساب واخیست چې دا پکې درېیم ځل او د تېرو دوه ځلو زیات هغه شپه وه چې د افغانستان عزیز ملت پکې د امریکا او ناټو په مشرۍ د هغه ځواکمن ائتلاف په ماتې او د لښکرو وروستۍ قافله ماته وایستله نور د تاریخ لوستونکو کار دی چې هغوی پکې د دویمې نړیوالې جګړې ځواکمن ائتلافونو سره دا پرتله کړي.

له امریکا سره شل کلنه جګړه یوه وړه شانتې جمله ده چې په کتاب او مقاله کې ایله نیم سطر ځای نیسي، ولې په عمل کې هغه زموږ د ملت د تاریخ تر ټولو اوږدې او زهره چاودې جګړې سمبولیک تعبیر دی چې هوښیار یې تر لاندې بې شمیره مقبرې ویني او یو لښکر کونډې، یتیمان او معیوبین.

نن چې په افغانستان کې د امریکا شل کلن اشغال پای ته ورسېد دا نن به د هغو کونډو، یتیمانو او دردېدلو کورنیو د غم د اوښکو پر سر د خوشحالۍ وروستۍ اوښکې د خپلو عزیزانو د مرګ او شهادت د بري په خوشحالۍ کې تویې کړي وي.

منم چې د خوشحالۍ احساس به هر چا په خپل ځای کړی وي، ولې کنډوو شوو کورنیو ته ددغې لویې فتحې پرته نور څه پاتې دي او دغه لویه خوشحالي چې نوموړو کورنیو په لوړ قیمت واخیستله دا د هغوی تر ټولو لوړ نعم البدل دی.
دا تېره شپه زموږ د تاریخ په سجل کې د ورځې په قیمت پاتې شوه.

په دې خاطر چې د شوروي اشغال ځپلي ملت په یؤ ستومانه او شکېدلي پړاو کې بیاهم نړۍ ته وښودله چې افغانستان به د ډېرو د ټېکې او د اشرت کوربه هېواد وي خو د بېګانوو لپاره پکې هماغه زوړ مقاومت او نفرت په خپل ځای ده او هغه دا چې افغانان په خپله ځمکه کې له پردیو سره په ټیټو سترګو د ژوند ستوغې تر هر چا ستوغې ګڼي.

د وږي یوولسمه؛
د شهیدانو د وینو پور شپه:
د ازادۍ جګړې رښتیا هم چې د ازادۍ تر منزله خپل خوند او رنګ ساتي.
تېره شپه زموږ په تاریخ کې څه یې خلک ولمانځي او څه یې څوک ونه لمانځي دا شپه د شهیدانو د وینو د پور شپه وه.
منم چې ددې اوږده تاریخ ځوان او بوډا قربانیان د بلې دنیا برخه دي ولې باور لرم او پر ازادۍ معتقد انسانان یې ارزښت او وزن احساسولی شي چې د قربانۍ او شهادتونو وروستی منزل همدا وي چې د ملت بچیان پکې د اشغالګرانو د ماتې سپېره څټ تر شا وویني.

هغوی چې ژوند په رښتیا او په یؤه بېباکه جذبه د ازادۍ لپاره قربان کړ تېره شپه او د شل کلن اشغالګر فوځ وروستۍ جوفه د همدغو تویو شوو وینو پور وه چې خدای په ځای کړ او لوی خدای ددغو لالهاندو شهیدانو ارزوګانې، هیلې او ارمانونه د همدغسې یؤ تاریخ په حساسو لحظاتو کې پوره کوي چې پوره یې کړ.

شپه؛ چې تیارې یې امریکایي جنرالانو په زړه بار یوړې:

کېدای شي د تېرې شپې پوره رڼا همداسې نسل په نسل تاریخ ته پاتې شي ولې هغه رښتینی سجل پکې باید له همدې ځایه وګورو چې ددغې شپې تیارې امریکایي جنرالانو په خپلو زړونو بار یوړې.

که د یو سَیَح په ډول انسان کولای شو په دغه شپه افغانستان ته د لومړي مغرور جنرال زړه ته لار پیدا کولای شوای هلته به یې لیدلي وو چې د کنډواله افغانستان لس برابره د یوه لوی هېواد د جنرال په زړه کې د غرور او امریکا د ماتې افسانې کنډواله په میراث پاتې شوه.

کېدای شي په همدغه شپه افغانستان د راغلي لومړني جنرال د افغانستان د عظمت او د یوه ژوندي ملت جبروت او حیا پوره درک کړې وي او په زړه یې دا خبره ناسته وي چې افغانستان که سل برابره د امریکا نه کمزوری هېواد وه خو نن یې د دنیا په سلو هېوادو کې خپله حریفه امریکا دغه ځای ته ورسؤله چې لښکریان یې د وتلو چانس له حریف غواړي.

که په رښتیا د یو سیح په ډول انسان کولای شول چې د وروستي امریکایي جنرال زړه ته ننوځي لیدلي به یې وای چې د جنرال په زړه کې د جنرالۍ په فورم، نشان او په ګټلو بهادریو باندې د ټیټ احساس څه لیلام ګډ دی.

ماته یاد دي چې ټیکه خان خپله وسله هندي جنرال ته ورکوله ما د شکست بده مزه په ځوانۍ کې هماغه مهال وڅکله.
تېره شپه له افغانستان نه د امریکا د مات او وتلي جنرال زړه د شل کلنو جګړو ټوله ماجرا  هغه امریکا ته یووړه چې نن یې زوړ هیبت او جلال له سلو سوالو سره مخامخ ده.

شپه؛
چې طالب ته یې د طالب د اوږو څو برابره دروند بار پرېښود:

منم چې له فتحې د ورځو مخکې طالب به زموږ په شان د فتحې وروسته پړاو په محاسبه کې ډېر لاندې باندې کړی وي.
ولې د فتحې د مهال طالب فکر نه کووم چې د فتحې وروسته وران، ویجاړ او شکېدلي افغانستان د دروند بار محاسبه له ځاننه سره سمه کړې وي.

که څه هم طالب مشران له دې مخکې د یادونې او عبرت ښې تجربې لري.
امان الله خان د ازادۍ وروسته د یوه سرلوړي افغانستان دروند بار تر منزله سم ونشو رسولی ځکه د شوروي او پرنګي په منځ کې ازاد افغانستان له هغه ؛هاغه څه غوښتل چې هغه یې د ادا او تطبیق یا نه درلودل او یایې کم درلودل او هېواد ترې ګډوډۍ ته ولاړ.

همداسې په تجربه کې د شوروي نه ازاد افغانستان د پاکستان او ایران د میلمنو رهبرانو د سوچ او ظرفیت نه دروند بار وه او افغانستان پر هغه ولاړ چې د امریکایي اشغال ته موږ په خپله  لار ورکړه.

د همدې تجربو په درک طالب مشران باید پوه شي چې تېرې شپې هغوی ته د شل کلن جهاد نه هم دروند پیټی په اوږو پرېښود.

زه چې د طالب ورونو ترانو ته او د ملت د فتحې په ځای د طالب د فتحو نغمې پکې ګورم او بیا له دوی سره د ملت د پرګنو استقبال او حضور او ملګري کمرنګه وینم فکر کوم هغوی د بار د وړو لپاره یا د سوچ وخت ندی پیدا کړی او یا خو موږ پکې ناخبره یو، کېدای شي په کندهار کې راټولېدونکي طالبان پکې د ملت د ټولولو لپاره د یؤ معجزه ابتکار برنامه ولري.

ناټو ولاړه؛ د چلېنجو ډک افغانستان طالب ته پاتې شو:
شل کاله مخکې ما د افغانستان د ستراتېژیو بحران په لیکنه کې وړاندوینه کړې وه چې د وروستي عنوان نه پکې دغه پرګراف را اخلم:
“د شوروي نه خالي افغانستان مجاهدینو ته پاتې شو او نړۍ به مجاهدین په دې خاطر ډبوي چې دغو سره د دوه لویو قدرتونو وسائل او ذخایر پاتې شول.

په دې خاطر به یې نړۍ ډبوي چې افغانستان د شوروي اتحاد غوندې ځواکمن هېواد سره د جنګ تجربه لري، په دې خاطر به موږ ډبوي چې مبادا دا تجربه نور له موږ کاپي کړي.”

نن چې د امریکایانو د وتلو وروستۍ ورځ ده دنیا او ګاونډیانو له موږ سره د امریکایي لښکرو وتل ښه استقبال کړل او په تېرو شلو کلونو کې دا پکې وروستۍ ورځې دي چې زموږ ګاونډیان او مخکښ ګاونډیان لکه چین، روسیه، ایران، هند، پاکستان ،ترکیه او سعودي عربستان دا ټول په خپلو کې په نسبي ډول د امریکا په وتلو یا راضي شول، یا چوپ دي او یا لکه د چین او روس په زړه کې ګوړې ماتوي.

دا طلایي فرصت د جګړه ځپلي طالبانو لپاره واقعا طلایې فرصت دی چې په خپل هېواد کې د سیاسي ثبات او سوله ایز مسیر لپاره یې وکاروي ولې طالبان باید پوه شي چې د ناټو او امریکا نه خالي افغانستان د پروني اشغال شوي افغانستان په پرتله له چلینجونو او خطراتو زیات ډک دی.
د شوروي د لښکرو په وتلو مجاهدینو په منطقي ډؤل د قدرت خلا سمه ډکه نکړه افغانستان د امریکایي اشغال کوربه هېواد شو ،همدغسې د امریکا نه د خالي افغانستان پر سر د سلو ماجراوو او چلنجونو خطر په خپل ځای دی او طالبان دې د خپلې فتحې لله الحمد د ګردان او زمزمو وخت نور جدي فیصلو او ملي تصامیمو ته ورکړي.

پیاوړی استقلال؛ نېمګړی استقبال:
د همدې بختورې شپې په مناسبت طالب مشرانو، سیاسي مشرانو او خپل ټول ملت ته وروستۍ خبره لرم او هغه دا چې:
منم چې د امریکا تګ او ماته د شوروي او پرنګیانو د ماتې په نسبت زیاته تاریخ جوړونکې او ویاړ بښونکې ده ولې د بده مرغه دا چې په افغانستان کې فتحې څنګ په څنګ جوختې تکرار شوې او پایلې یې نامناسبه راغلې او نن په وروستۍ فتحه کې د تېرې نیمې پېړۍ سیاسي مشرانو خسته کن حضور دا ملت ددغې پیاوړې فتحې د استقبال نه په بله روان کړ.

په هوایې ډګر کې د خلکو تېښتې یاغي حرکت چې د چا لپاره تراژیدي او د چا لپاره کمیډي  وه د امریکا لپاره د شرم صفحه وه زموږ د ملت لپاره او خپله د طالب مشرانو  لپاره هم باید یؤ ژوندی درس وي.

په دغه پیمانه د هېواد نه د خلکو منډه او بیا دا چې سره ددې چې د بېکارۍ په اخره درجه کې دي بیاهم خلک دفترونو ته کم حاضرېږي.
دا ټول چې د یؤ د بل سره پیوند کړو هغه یؤ پیغام لري او هغه دا چې په تېره کې موږ د ملي تصمیمونو سره په خپله بېباکۍ په خپل ملت کې اعتبار بایلود او نن ددغه بېباکیو باج ورکوو او د امریکا ماتوونکی ملت نن په افغانستان کې د امریکایي د الوتکو د ټایرو پسې ځان نښلوي.
مشران باید دا درس له تېرو واخلي چې ملتونه په حزبي فیصلو نه څوک قانع کولای شي،  نه یې پتمن منزل ته رسولی شي بلکې په ملي تصامیمو کې د حزبونو بېروبار او د ملت نۀ حضور دا ملت دغسې یؤ یاغي تهذیب ته راښکته کړ چې د هر چا لپاره یؤه پیکه ماجرا ده.

وروستۍ یؤه ترخه خاطره:
د شوروي د ماتې په دوران کې چې ولایتونه د سقوط په کرښه ولاړ وو او د هجرت په حاشیه کې امپراتورو مشرانو د افغانستان په باب په رښتیا یؤ ملي تصمیم نه شو نیولائ.
هغه مهال  عرب ابوالحسن د جهادي مشرانو نه یؤ وهڅاوه چې په خپل سر افغانستان ته ننوځي او په یؤاځې سر کابل ته ولاړ شي.
ما چې عرب ابولحسن پر دغه تشویق ګرم او مناقشې ته مې راښکته کړ هغه وویل:
دا کار صلاح الدین ایوبي هم کړی.
ما هغه ته وویل:
دا فلسطین او شام ندی افغانستان د مسلحو ډلو کور دی په دغه بېعقلۍ موږ کورنۍ جګړو ته ننوځو.

وروسته موږ یو ځل د خپل ټیم په سطحه ددغې روحیې مقابله وکړه او بل ځل مو د مصطفی مشهور په توصیه چې تاسې کورنۍ جګړې ته روان یاست تاسې دویمه درجه مسؤلین باید واحد دریځ ونیسئ چې موږ د انجنیر احمدشاه په مشرۍ دغه کار وکړ.

د پېښور ماحول پردۍ ماحول وه، وروسته ما په عربي ژبه یؤه رساله ولیکله چې په پښتو یې د عنوان ترجمه وه” دا مو کابل فاتحین څه شول؟”.
کابل رښتیا هم کورنۍ جګړې ته ولاړ او ما همېشه هغه عرب ته دا پېغور ورکاوه چې ستا دکتورین څومره غلط دکتورین وه.
اوس هم زه طالب مشرانو ته وایم د امریکا سره د تړون وروسته چې تاسې پکې د فتحو په هسکه کې موقیعت درلوده تاسې بلا چانسونه بایلودل او په سړیو او ذخیرو غني هېواد مو په چور او فرار اخته کړ.

بیا هم په فتحه شوي کابل کې چې یواځې تاسې پکې پاتې یې، بیاهم د ستاسې د ورځو حساب پکې پر شلو ودرېد خو ستاسې خبره پکې لا شل نه شوه او دا په دې خاطر چې د قدرت خلا هره ورځ تاسې ته یؤ عالم ربړې زېږوي.

ددې تللو فرصتو باوجود طالب مشران وضعیت نسبي په خپل کنټرول کې لري او دوی باید د تحول د مخ له خوشحالیو نه د تحول میراثه غمیزو ته راښکته شي او په بحران کې ښکیل افغانستان د خلکو په همکارۍ او مشارکت له بحران بهر کړي او زما د تېر عنوان چې” دا مو کابل فاتحین څه شول” همدا معنا وه چې فتحه په ریښتینې معنا د مبارکي په ځای سمبالول غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

How about your own Hikmatyar? What the Muslims Brotherhood did to the country? If they did well so they will do the same. Have a look once again to our jihadis groups history in the past. Remember Allah and keep away yourself from the Panjabi dirty politics. Honestly what we did in the past?

طاهر ثابت

زه نه پوهیږم چه خارجیانو ملایان شل شل کړی او که دټولو ملایانو مولویانو او مفتیانو عقل ورک سوی.
ددوی مفتیان شاید یوکتاب وایی او نور بیا ویده کیږی او سبا فتوا باسی.
تاسی به فکر کوی زه ولی طالبانو ته عصبانی یم. دا د بغاوت عصبانیت ندی بلکه دافغانستان لپاره ددرد عصبانیت دی. هغه په دی چه یوه میاشت وسوه او دوی ډیر فرصتونه ضایع کړل. او دا هم پردی چه خپله اهلیت نلری او اهل نه کار نه اخلی او اوس هم دحجری په فضا کی ژوند کوی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x