حماس يوه اسراييلۍ عسکره ژوندۍ نيولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۵مه ۱۳۹۳ل): د حماس پوځي څانګې «قسام» اعلان کړی، چې يوه اسراييلي عسکره يې ژوندۍ نيولې ده.

د قسام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تانيا بمشتن په نوم يوه اسراييلۍ عسکره ، چې پوځي شمېره يې ۵۹۸۸۱۵۵ ده ژوندۍ او لاس په لاس نيولې ده .

تانیا بمشتن د اسراییلو د پلي کنډک چې تر ټولو مجهز کنډک دی؛ عسکره وه.

پر غزه د اسرييلي ترهګريزو بريدونو له پيله راهیسې تر دې مهاله دوه اسراييلي عسکر حماس ته ژوندي په لاس ورغلي.

تېره اوونۍ هم قسام ويلي و، چې شاوون په نوم يې يو اسراييلي عسکر نيولی دی.

د نوموړي عسکر د نيولو په هکله لومړی اسراييلي حکومت نه منله، چې قسام نيولی، مګر ورسته يې اعتراف وکړ، چې قسام د دوی د ځمکني پوځ يو عسکر نيولی دی. اسرائیل تر دې مهاله د خپلې یادې نیولې شوې عسکر په هکله څه نه دي ویلي؛خو له دې وړاندې يې هم د ځينې خپلمنځي ملحوظاتو په پار د خپل لومړني نیول شوي عسکر په باب له رسنیو سره څرګندونې ځنډولې وي. تر اوسه پورې حماس یا اسرائیلو د دغو نیول شویو عسکر او عسکرې د برخلیک په تړاو څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
قاري سعيدخوستئ
میلمه
قاري سعيدخوستئ

الحمدلله

vesal
میلمه
vesal

ماشا الله دحماس ګوند مشراو دفلسطین دټولو جهادی ګوندونو مشران او ترټولو مقدم ولسمشر چی ددی صهیونیستی یرغلګرو یوه ځناوره یی نیولی ده له خدای غواړم دا غازیان هغه اشد مجازات دی فوجی ته ورکړی چی ددی معصومو ماشومانو ارواح ګانی پری خوشحاله شی له خدای نه ددی هیواد مجاهدینو ته دلا بریالیتوب په هیله .

غوربندي
میلمه
غوربندي

وصال صيبه

ستا دريز هم د ايرانيانو ده جي د فلسطين شعار يي نفاق او د غرب او يهودو له برنامو سره همجهت حركت يي حقيقي باليسي ده

كابل كي أمريكا غواري خو فلسطين كي د حماس يعني د قدس شريف به طالبانو منافقانه ويار كوي

دا ضد و نقيض او بي مناسبته مواقف مو د شك ور ده

خوابدي نشي

مهاجر زاهدزاده فراه رودی
میلمه
مهاجر زاهدزاده فراه رودی

وانتم الاعلون ان کنتم مؤمنین …. دحماس تندرزیزو بریدونو ثابته کړه چه جګړه یواځی په اسبابو اواسلحو نه ګټل کیږی بلکه په مرال اوایمان هم کیدلی شي یوناتوانه ،کمه ، اومنزوی شوی ټولۍ پریوه پرمختللۍ اومنظم پوج بریالۍ ثابته شی دادی دنړی دویم مسلح ځواک دیوه کوچنی ډلګۍ په وړاندی ناکام اوسرټیټی پاته کیږي