افغانستان

سهيل شاهين: ترکيه مسلمان ورور هېواد بولو او همکاري يې غواړو

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت وايي، ترکيه او افغانستان اوږدې تاريخي اړيکې لري، ترکان د افغانانو مسلمان وروڼه دي او له افغانستان سره د همکارۍ غوښتنه ترې لري.

په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، د افغانستان نوی حکومت له ترکيې سره په ګڼو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی، د کابل او انقرې اړيکې نورې هم قوي کېدای شي او اوس هم دافغانستان په ګڼو سيمو کې ترکي انجيران کار کوي او د هغوی هڅې د افغانانو لپاره ډېر اهميت لري.

ښاغلي شاهين زياته کړې: موږ غواړو، له ترکيې سره په ښوونې، بيا رغونې، اقتصاد، سوداګرۍ او نورو برخو کې د همکارۍ اړيکې ولرو.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د بهرنۍ تګلارې په اړه وویل، چې هر هېواد خپله بهرنۍ تګلاره د خپلو ملي ګټو په رڼا کې جوړوي او «موږ د دې کار درناوی کوو.»

د ښاغلي شاهين په وينا که ترکيه د يوه مسلمان ورور په توګه راميدان ته شي، نو دوی يې هرکلی کوي، ځکه چې افغانان ترکيه يو مسلمان هېواد بولي.

د افغانستان اسلامي امارت د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ګڼو نورو هېوادونو سربېره د ترکيې سفارت اوس هم په کابل کې پرانيستی دی.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوېش اوغلو ويلي، د افغانستان نوي حکومت په رسميت پېژندو لپاره بېړه نه کوي او دوی د افغانستان د نوي حکومت تګلاره او کړنې څاري او په عين حال کې يې هيله ښکاره کړې، چې افغانستان به د کورنۍ جګړې پر لور نه ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

آفرین بازګیه

طوطی

قطر حکومت هم وویل چی اوس یی وخت ندی چی د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژندل شی. څه ضرور چی عباس ستانکزی وایی ښځی د کار حق لری خو په لوړو چوکیو کی نه. او *** څه ضرور وویایه چی ښځی حق د کار لری بس نور ختم لوړی او ښکته چوکی یی لا پسی څه دی؟ بیا دا بل *** یی لا پسی ګوره د لوړو تحصیلاتو وزیر. ډیر نا پوهه خلک یاستی په والله کی یی شل کړی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x