افغانستان

صلاح الدین رباني: شرابخانه زما نه بلکې د چک جمهوریت سفارت مربوط ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۲۲ وږي، ۱۴۰۰ل): د پخواني ولسمشر اشرف غني د لومړۍ دورې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په خپل کور کې د شرابخانې درلودل په کلکو ټکو رد کړي دي.

تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو یوه ویدیو خپره شوه چې په کې ادعا شوې وه چې د وزیراکبر خان په لسم سرک چېرته چې د صلاح الدین رباني کور دی، یوه لویه شرابخانه موجوده ده.

دغه ویدیو کې یو شخص چې ځان جنرال مبین معرفي کوي وايي چې دغه کور د صلاح الدین رباني دی او دا شرابخانه هم دده د کور داخل کې ده.

خو صلاح الدین رباني بیا دغه ادعاوې رد کړي او وايي چې د طالبانو تبلیغاتي دستګاو د خپلو مخالفینو خلاف تبلیغاتي جنګ پیل کړی دی.

هغه زیاته کړې چې یاده شرابخانه دده د کور اړوند نه ده بلکې یاد کور د چک جمهوریت سفارت مربوط دی او شرابخانه هم د هغوی ده.

رباني د دغو ویدیو جوړونکو عمل  د ۱۹۶۱ کنوانسیون خلاف ګڼلی دی او هم يې دده خلاف منفي تبلیغ بهتان، تهمت او افک ګڼلی دی.

د ۱۹۶۱ ویانا کنوانسیون د ديپلوماتیک مصوونیت په اړه ګڼ اړخیزه معاهده ده چې افغانستان یې هم غړیتوب لري. ددغې معاهدې له مخې د بهرنیو هیوادونو سفارتونه او قونسلګرۍ ټول اماکن له تعرض څخه مصوون دي او د کوربه هیواد امنیتي مسوولین د دغه هیواد له اجازې پرته دغه اماکنو ته نشي داخلیدلای.

د یادونې وړ ده چې صلاح الدین رباني په تېر نظام کې د بهرنیو چارو وزیر او د سولې عالي شورا رئیس پاتې شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
16 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا جنرال مبین باید په آخر کی تلاشی شی چی مبادا کوم بوټل یی په خپلو جبونو کی پټکړی نوی.

pattang

جنرال موبین د اسلامي امارت تکړه غړی ، هغه په میدیا کې د حق څخه دفاع کړې ، حق او باطل یې مقایسه کړي دي،هغه یو ماجراجی انسان ندی چې په خپل حماقت لکه غني ، محب ، فضلي ….او بالکیان یې لکه طوطي ، کریم غروال او نور خوشې لنډغري کوي ! تر څو پورې به جاهله او بی علمه لنډغري کوۍ او نړۍ والې مرستې به پټوۍ ! نعلت په ستاسو فاسدینو امریکایان ورک شول خو ستا سو هغه مفت دالر او دشپې عیاشي …. مو نه هېریږي ! غیر له درواغو څخه بله لاره نلرۍ ، الهې… نور لوستل »

طوطی

اول سړی ځان ښه پوه کوی بیا قضاوت کوی هر وخت مو *** کړی بیا ورسته وایی چی نه ولا داسی نه داسی.

======

هیله ده د قلم عفت وساتئ. دا درته وروستی اخطار دی، که له دې وروسته مو د قلم عفت ونه ساتلو، هیڅ تبصره مو نه خپروو. اداره

طوطی

ماشاءالله ایله په ایله چی تاسو څخه می یو کرښه واوریده. بیانزی او غوربندی ته به هم دا وایی. بله خبره کله کله یو شعر راځی خو زه خپل شعر بندولای نشم. شعر دی معاف وی.

غوربندي

غوربندی په تا څه بار کړي چې ترې لاندې نګوښې،،،

عبدالرقیب

امکان دي ولري چي دا د صلاحالدین رباني کور وي او کوم بهرني غیر مسلم دولت ته یې په کرایه ورکړی وي. سترجنرال مبین ته په کار وه چي د وزیر اکبرخان پر تپه باندي د صلاح الدین رباني هوټل ته تللی وای او د هغه خدماتو په اړه یې مینه والو ته معلومات ورکړي وای. اوس که احیاناً دا فرض کړو چي په دې کور کي صلاح الدین رباني اوسیدی بیا هم ستر جنرال موبین ملامت راځي چي د یو چا شخصي حریم څنګه تر پښو لاندي کوي

pattang

دا خبره د ې منطق نلري په هر ملک او هر رژیم کې چې په کور باندې دغیرې قانوني اصلحو، قاچاقو او نورو غیر قانوني کړنو اشتباه وي نو د مراقبت او حفاظت ارګانونه او موظف دولتي نفر د امر په اجازه حق لري چې یو کور تلاشي کړي !
جنرال موبین قانوني او رواجي ، ستندري کار کړی دی افرین او سل افرینه ! هو په یوو ارام بې جنګه دولت کې د کور تلاشي د قاضي او څاذنوالي پرېکړې ته ضرورت لري !

عبدالرقیب

ښاغلی پټ انګه! دا ستر جنرال مبین په امارت کي څه دنده لري؟ او ورسره ملو وسلوالو د چا څخه د دې کور د تالاښي امر تر لاسه کړی وو. که ستر جنرال مبین صاحب یو نابالغه ماشوم وای بیا یې پروا نه وه. دی خو شکر عاقل بالغ دی او ښه ببره ږیره او ډانګ بریتونه لري. ښځي پرده ځني کوي. ده ته چي ګورو لکه د شیعګانو د ملا زوی د هر مقتدي کور ته چي ورننوتی او هره ښځه چي یې کش کړل څوک بازخواست نه ځني کوي. زموږ د حاجي رئیس صاحب کور ته دی ورننوځي،… نور لوستل »

pattang

ځينې افغانان سر لري ، مازغه لري خو منطق نه !
دچک سفارت ولې په خپل سفرت کې د شرابو ګودام نه جوړاوو !
داخو غیر منطقي ده کله چې شراب یې په کار شي نو چخیان بیا د رباني کورته ننوځي او شراب را اخلي !!
درباني زوی څرنګه جمیعتۍ مسلمان دی چې په کور کې د شرابو ګودام خانې ته ځای ورکوي ؟؟
نه نه وروڼو عصري جمعتیان دالرو مست کړي هم په سفارتونو کې او هم په کور کې شراب خوري !

عبدالرقیب

پتنګ صاحب منتق ته نه لرې! دا کور سفارت ته نیژدې وو. کیدای سي چي د سفارت ځني کارمندانو په کرایه نیولی وي. خارجیان یو له بله ستر نه سره لري او اکثره مجردین وي. څو کسه په ګډه یو کور نیسي چي د کرایي او خدماتو مصارف اقتصادي ورته تمام سي. سترجنرال مبین صاحب بد کول چي پر خپل سر کور ته ننوتی او بیا یي بد کول چي د شرابو عکاسي یې شریکول.که نه ټوله افغانان خبر دي چي صلاح الدین رباني پوخ شرابي دی. یوازي دی نه اکثریت تاجیکان ځکه شرابیان دي چي دوئ د مولانا جلال… نور لوستل »

pattang

رقيب صیب کله چې زه څټ ته ګورم ته لا پیدا هم نه وي چې ما په مکتبي منطق کې لامبو وهله ، شیطاني رزالت دوه مخيتوب زما د مسلک چارپیریال ندی ، له کوم شي چې زما بد راځي هغه درواغ او خوشې چلاکي ده که حقیقت درته ووایم له دوه مخیو انسانانوچې په هره کاسه کې لویږي ،ډیر بد راځي هغوی کاري استعداد نلري اودا تاریخ سآبته کړې هم ده ! اوس به ستا منطق او خبرو ته راشم : ـــ کوم شی چې تا لیکلي زه یې نه تکرارومه ځکه د چخ د سفارت له اقتصادي حالت… نور لوستل »

عبدالرقیب

ښاغلی پټنګ صاحب! لمړی خو زما نوم عبدالرقیب دی (رقیب نه دی) دوهم تاسو محترم د دې حقیقت په درکولو کي پاته راغلي یاست چي د خارجیانو سره جګړه د صلحي د توافقنامې سره پای ته رسیدلې ده او کله چي طالبان کابل ته داخل سول جنګ نه دی ورسره سوی (دا دلیل دی چي د یوې غیر رسمي موافقې په اساس دوئ کابل ونیوی). بیا چي کورونه تلاښي کیږي نو د یوه مخه دي ټول کورونه تلاښي سي او که مشخص کورونه تلاښي کیږي باید د اطلاعاتو په اساس د هغې سیمي لپاره ټاکل سوو مسئولینو، د محل د… نور لوستل »

PATTANG

ښاغلی عبدالرقیب صیب ! له خولې مې هسې خبرې باسې ! (ښاغلی پټنګ صاحب! لمړی خو زما نوم عبدالرقیب دی (رقیب نه دی) دوهم تاسو محترم د دې حقیقت په درکولو کي پاته راغلي یاست چي د خارجیانو سره جګړه د صلحي د توافقنامې سره پای ته رسیدلې ده او کله چي طالبان کابل ته داخل سول جنګ نه دی ورسره سوی (دا دلیل دی چي د یوې غیر رسمي موافقې په اساس دوئ کابل ونیوی)) ** جنګ خوله امریکیانو سره پای ته رسیدلې وه خو نه دغني،محب ،امرالله صالح، فضلي … سره ! هغوی پټ و تښتېدل او له… نور لوستل »

مجاهد

د طوطد غني تېښتې د واک د انتقال په موخه له طالبانو سره کېدونکی توافق له منځه یووړی په نوم کس ( پخوانی ځدران صاحب ) وخت په وخت نوم بدلوی ، پروا نه کوی فیسبوک اصلا بیک بوک دی نه پکی د چا نوم، ادرس او نه پکی د چا قواره معلومیږی د ده په شان ډیر نور هم به جلا نومو او ادرسو لیکنی او تبصری کوی. مګر ستونزه دا ده چه ماشوم اوایلو کی یواځی د ځان مړول او یا یی کوم ځای خوږ شی هغه پیژنی، د میاشتو په تیریدو مور او پلار او لا نزدی… نور لوستل »

مجاهد

تصحیح :
وبخښی د
[ غني تېښتې د واک د انتقال په موخه له طالبانو سره کېدونکی توافق له منځه یووړی ]
جمله د طوطی په اړه پورته تبصره کی زیاته لیکل شوی او که اداره یی تری لیری کولی شی لیری یی کړی منندوی به یی یو مننه

غوربندي

صلاح الدین ربانی به کومه سپاچه سپینوي،،،

خور یې دوبي کې ماډله ده
مور یې خپل زوم د توپانچې په ډزو قتل کړ
شل کاله یې له تاجکستان څخه د فاحشو تجارت وکړ

دا د یوه بسته جهاد د ثمر ازار وهلی او ښه ورځ به کله هم و نه ګوري

Back to top button
16
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x