نړۍ

دمصر مرستیال لومړی وزیر حازم الببلاوي مستعفی شو

حازم الببلاوي (نن ټکیی اسیا اکتوبر ۲۰۱۱/۱۱) قاهر: د مصر مرستیال لومړی وزیر حازم الببلاوي نن ماښام د مصر دوزیرانو شورای ریس ښاغل عصام شرف ته وړاندی کړه. نوموړي د خبري رسنیو په وړاندي دخبرو پر مهال وویل چی د ورستیو پیښو اوپه تیره بیا تیره ورځ دقاهري په زړه کی دماسبیرو خونړیو پیښو دی ته اړ ایستم چي له خپله دندي څخه لاس په سرشم.

دمصر دوزیرانو دشورای ریس ښاغي عصام شرف وویل دنوموړي دمرستیال لومړي وزیر حازم الببلاوي استعفي ورته رسیدلي دی او دهیواد دروانو حالتو په پام کی نیولو سره مو دحازم الببلاوي استعفی دهیواد وفوځی شورای ته وړاندی کړی ده.

له بله لوري حازم الببلاوي زیاته کړه دتیري ورځي دماسبیرو دپیښو له کبله می استعفي وړاندي کړی ده، حازم وویل داڅرګنده خبره ده چی دټولنی دخوندیتوب اوامنیت چاری دحکومت له لومړنیو او اساسي دندو څخه بلل کیږي، خو دتیري ورځي له پیښو څخه دا مالومیږي چي دحکومت په امنیتی نظام کی  څه ناڅه خلل لیدل شته.

دشرق الاوسط له عربي ورځپاڼي سره دخبرو پر وخت الببلاوي وویل که څه هم دتیري ورځی دپیښو مسؤلیت مخامخ پر حکومت نه وراچول کیږي، خو په اخیرکی ددارنګه بیښو پړه ټوله دحکومت پر اوږو پریوځی.

نوموړی زیاته کړه دمصر اوسني حالات پیچیده او مبهم دي، په داسي سختو اوپیچیده حلاتو کی باید هرقدم له ډیر ژور او دقیق فکرسره مخ په وړاندي واخیستل شي.

له بلي خوا دمصر ددیموکراټ ګوند ویاند کوم چی حازم الببلاوي هم په دغه ګوند پوري تړلي  ویلي دی چی دهیواد دلومړي وزیر دمرستیال حازم الببلاوي استعفی دګوند دفشار له کبله رامنځه ته شوی،  دنوموړي دګوند دغه غوښتنه وه چی الببلاوی باید مستعفی شي.

دمصر دډیموکراټیک ګوند له دفتر څخه په خپره شوی خبرکی ویل شوی چي دمصر حکومت ددغه هیواد دخلګو په هغو چاروکی لاس وهنه کوي چی هیڅ تر حکومت پوري تړاو نه لري، او له بله لوري دغه حکومت په هیواد کي دامن او استقرار په راوستلو کی له ناکامي سره مخ دي.

تیره ورځ دقاهری ښار په زړه کی دمصر میسحیانو او عسکرو ترمنځ هغه وخت خونړي نښتی رامنځ ته شوی کله چی عیسویانو غوښتو دیوي کلیسا وداني پراخه کړی، چی دحکومت له لوري یی مخه ونیول شوه.

ویل کیږي عیسویانو دکلیسا دوداني په قانوني کاغزانو کی لاس وهنه کړی وه، اوغوښتو یی چی له کلیسا سره څیرمه نوره ځمکه هم په کلیسا کی شامله کړی چی دپولیسو له لوري یی مخنیوي وشو، چی وروسته دپولیسو او عیسویانو ترمنځ نښتی رامنځ ته شوی، چي امله یی دامنیتی کسانو په شمول ۲۵ کسه ووژل شول اوله ۳۰۰ څخه زیات ژوبل شول.

دیا دوني وړده چی دمصر دالاهرام نامه سره ویب پاڼي خبر ورکړي دی چی دالببلاوي استعفی دمالي مخالفتونو له کبله رامنځ ته شوی ده وایی نوموړی له حکومت سره په هیواد کي پرځیني مالي چارو باندي اختلاف درلود.

اوهمدارنګه کومي سرچیني دنوم دنه څرګندولو په صورت کي ویلی چي دمصر عسکري شورای به دالببلاوي استعفی قبوله نه کړی.

بخت الرحمن بخت ( نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x