نړۍ

هند: له افغانانو سره مرستې ته چمتو يو

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ وږي، ۱۴۰۰ل): د هند د بهرنيو چارو وزير ايس جې شنکر ويلي، هېواد يې له افغانانو سره مرستې ته چمتو دی، خو د افغانستان اسلامي امارت سره د همکارۍ په اړه يې څه نه دي ویلي.

د هند «انډين ټايمز» ورځپاڼې ليکلي، تېره ورځ له افغانستان سره د مرستو په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې هم ایس جې شنکر د افغان اسلامي امارت «طالبانو» يادونه ونه کړه.

خو «هندو» ورځپاڼې بيا ليکلي، چې د بهرنيو چارو وزير د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د وروستيو هڅو ملاتړ او ستاينه کړې ده.

اېس جې شنکر د جينيوا په پرونۍ ناسته کې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانانو سره بايد مرستې وشي او د افغانستان اوسنی وضعيت يې «ډېر معقول» بللی و.

نوموړي ويلي، دوی د افغان ولس مرسته کوي او په تېرو وختونو کې يې هم داسې کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې هند له تېرو شلو کلونو راهيسې د کابل حکومت او امريکايي يرغل ملاتړی هېواد و او تر ډېره وخته يې د افغانستان له اسلامي امارت سره په ښکاره د دښمنۍ فکر درلود، خو په دې وروستيو کې يې د هندي چارواکو نظر بدل شوی ښکاري.

د کابل د پخوانۍ ادارې په وروستيو ورځو کې يو شمېر هندي ډيپلوماټانو په قطر کې د افغانستان اسلامي امارت د سياسي دفتر له مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي سره ليدلي وو او له دغې ناستې خوښ وو.

د افغانستان اسلامي امارت په خپلو تکراري اعلاميو او رسمي بیانونو کې ويلي، دوی د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دي او د هند په شمول له ټول ګاونډيو، سيمه‌ييزو او نړيوالو دولتونو سره ښې اړيکې غواړي.

اسلامي امارت وايي، د نورو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې هوډ نه لري او نه به هم بل چا ته په خپلو چارو کې د لاسوهنې اجازه ورکړي، بلکې دوی هوډ لري، چې له ټولې نړۍ سره د دوه اړخيزې همکارۍ پر بنسټ اړيکې ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ټوله دنیا غواړی چی تجارت او بزنیس وکړی. تر اوسه داسی واضحه لاسوهنه د هند مونږه په افغانستان کی لیدلی نده نسبت و پاکستان ته. پاکستان دا اوس هم کنړ په راکتونو ولی او طالب ورته د غنی په شان چپه وخله ده. هند غواړی د افغانسان له لاری منځنی آسیا ده تجارت راکړه درکړه وکړی په داسی وخت کی هم غواړی همکاری او کمک وکړی برعکس د پاکستان. طالب کچیری په سیاست پوه شی نو د هند دی خبرو ته باید لبیک ووایی.

الحاج استاذ بیانزی

موږ مسلمانان که په رشتونی مسلمانان واوسو، د مرستی اصلی مرجع او منبع خالق لایزال دی، اسلامی امارت مجاهدینو سره الهی مرسته وه چه ټول نړیوال کفر او منافقینو ته یی حیرانونکی ماتی ورکړه، او دهغوی وروستۍ غلامی بقایایی د ۱۱ ورځو په اوږدو کی یو یو کړی ویی شړولی او هر څوک چه هر چیری وو ځای په ځای ویلی شول ، دا د شنګر مرسته وه که الهی مرسته وه . رسمیت پیژندنه جلا خبره ده ، انسان ټولنیز حیوان دی او نړی د یو کلی مثال لری موږ که د کلی د خلکو سره ( ښه وی… نور لوستل »

طوطی

بیانزییه: واضحه خبره وکړه داسی چی مرستو ته ضرورت نلرو له هر څه پوره یو. که خلک له لوږی مری الله د دا اوس ټول مړه کی. که څوک مریضان وی هغه ده طوطی ملنګ ته دی ورشی چی دم یی کړی یا تعویض ورته ورکړی خلاصه خبره.

الحاج استاذ بیانزی

طوطی شاه صاحب تاسی خو یی شل کاله په لایتناهی مرستو کی وساتلی حکومت مو لکه هوایی ودانۍ چه د امریکا او ناتو په اوږو ایښی وه و کله چه امریکا اوږی خالی کړی په هغه بل اړخ پرته وه نه مو شړونګا او نه مو صالح ګی او نه مو محب شتون لری حه شول شړونکا بابا خو خبلی دالری وویستلی شوی مګر له صالح ا حمق حخه هغه تهولی مرستی تشناب کی پاتی شوی وی چه اوس پسی ژاړی ستاسی په شان خلکو خو صرف کمیشن له لاسه ورکړو مګر د هغوی مرستی لایتناهی وی ګته یی ورته… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x