افغانستان

ذبيح الله مجاهد د اسلامي امارت پر ځواکونو د جنګي جرمونو تورونه رد کړي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۳ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت وياند او د اطلاعات او کلتور وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد د بشري حقونو د څار سازمان هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې د امارت ځواکونو د خپل پرمختګ او بريا پر مهال بشر ضد جنګي جنايتونه کړي دي.

ښاغلي مجاهد د بشري حقونو له نړيوال سازمان څخه غوښتي، چې د دښمن د تبليغاتو ښکار نه شي او د راپور له خپرولو مخکې بايد پر ځمکنيو حقايقو ځانونه وپوهوي.

د بشري حقونو سازمان د اسلامي امارت پر ځواکونو تور پورې کړی و، چې د تېر حکومت د پوځيانو، ژورنالېستانو او ټولنيزو فعالانو پر ضد يې انتقامي کارونه کړي دي.

د جرمنو د نړيوالې محکمې څارنوال کريم خان هم ادعا کړې، چې په افغانستان کې د طالبانو د پرمختګ پر مهال د بشر ضد جرمونه شوي او دا کار يې د نړيوالو نورمونو خلاف بللي دي.

خو ذبیح الله مجاهد دغه تورونه رد کړي او دا رپوټ يې د بې بنسټه ادعاوو پر اساس جوړ شوی بللی دی.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د خپلو رسمي او تکراري اعلاميو او څرګندونو پر مهال د پخواني حکومت ټولو پوځي، استخباراتي او ملکي مامورينو ته امن ورکړی، هغوی يې بښلي او د دعوت او ارشاد وزارت له لوري اوس هم د عفوې او بښنه کارډونه ورکول کيږي او خپلو ټولو ځواکونو ته يې ويلي، چې هېڅ پخواني چارواکي ته د زيان رسولو هڅه ونه کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي پخلاينې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار په شمول د پارلمان ټولو وکيلانو، پخوانيو وزيرانو، واليانو او ټولو چارواکو ته د افغانستان اسلامي امارت له لوري بښنه شوې، د ډېری پخوانيو چارواکو کورونو ته ورغلي او ډاډ يې ورکړی، چې د دوی دښمني له اشغال او له غلام رژيم سره وه او اوس، چې اشغال ختم شوی او د هغوی پر لاسو جوړ شوی نظام هم نسکور شوی دی، تر دې وروسته په افغانستان کې د جګړې او انتقام فکر ته ځای نه شته او ټول افغانان بايد په شريکه د هېواد جوړولو لپاره هلې ځلې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ذبیح الله خو دی یو دا ترجمان له څنګه لری کړی درست سړی دی راولی په والله چی دی نه خو زما انګلیسی په مراتب سره ښه ده. هغه استاد ځلاند دی څنګه ته کینوی له پخوانیو ویاندویانو څخه یو درست سړی راولی اصلآ دوی په خلکو اعتبار نلری *****. دوهمه خبره: که جنګی جرمونو ته درست نظر وکړو نو دومره جرمونه چی طالب کړی په والله که امریکی هم کړی وی. هر خبره چی کوو الله باید حاضر و ناظر وګورو. باید داسی ووایو چی حالات جنګی ول یا دی هر چا تر جرمونه وکړی دی اوس چی حالات… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x