افغانستان

بهرنیو چارو سرپرست وزیر: نړیواله ټولنه دې مرستې له سیاسي مسایلو سره نه تړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۲۴ وږي، ۱۴۰۰ل): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې خبري کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د بشري مرستو په ژمنې مننه وکړه او ټينګار يې وکړ چې نړیواله ټولنه دې بشري مرستې له سیاست سره نه تړي.

ښاغلي متقي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانستان سره بشري مرستې روانې وساتي او پر امریکا یې غږ وکړ چې په اینده تعاملاتو کې خپل زړه غټ وساتي.

هغه وویل چې امریکا دې د طالبانو دا هڅې وستايي چې په تېره یوه میاشت کې تر یو لک زیات کسانو کې مرسته کړې او هغوی ته یې د وتلو اجازه ورکړې. د متقي په وینا امریکا یو لوی هیواد دی او دوی باید په تعاملاتو کې زړه هم لوی وساتي.

متقي یو ځل بیا یادونه وکړه چې د افغانستان خاوره به د هيڅ یو هیواد خلاف نه استفاده کیږي او هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې په نورو بریدونه وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر له نورو هیوادونو څخه وغوښتل چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

نوموړي همدا راز وویل چې ټولو ديپلوماتانو ته یې سپارښتنه کړې چې په ښه توګه د هیواد استازیتوب وکړي او خپلو دندو ته دوام ورکړي.

د مرستو د ویش په اړه ښاغلي متقي یادونه وکړه چې اسلامي امارت به د نړیوالې ټولنې لخوا بشري مرستې په ضرورتمندو کسانو د ویش لپاره پوره کوښښ کوي او نړیواله ټولنه باید د بشري مرستو سربېره په روغتیايي، تعلیمي انکشافي او نورو برخو کې هم مرستې وکړي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ ملګرو ملتونو لخوا رابلل شوې غونډه کې نړیوالې ټولنې د افغانستان سره د یو میلیارد بشري مرستو د ورکړې ژمنه وکړه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

متقي صاحب! ډیر احتیاط به کوئ. ماشاء الله اکثریت هغه پخواني د اسلامي امارت چارواکي سره راټول سوي یاست، زړې خاطرې مو را ژوندۍ کړې. موږ دا فکر کوی چي ډیری لوړ موقفونه به دا د تیر ۲۰ کلن مقاومت اتلانو ته سپارل کیږي خو خیر. هغوئ پخوا هم سبوس په لاس کي په شلومبو پسي سرګردانه وه، اوس د شلومبو درک خو نسته، هغه وچه ډوډۍ لا نه ورسیږي. تاسو پخوانیو چارواکو خو ماشاء الله د ډوبۍ د تجارتونو څخه شخصي ثروت ډیر زیات ګړی دی. اوس پام کوئ چي پښه درڅخه د اتڼ نه سي. په ملکي خدماتو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x