
امارت او پرګماتیک بهرنی سیاست
لیکوال: ذاکر جلالي
تېره اوونۍ د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مېرمن لولو الخاطر ویلي و چې «طالبانو په خپله تګلاره کې پاموړ پرګماتیزم ښودلی. راځئ له دغه فرصته ګټه پورته کړو او د افغانستان د غیرمتنازع واکمنو په توګه ښايي هغوی د کړنو له مخې وارزول شي».
د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیر خان متقي لومړني خبري کانفرانس کې د پرګماتیزم ماده له ورایه څرګندېده. د نړۍ هر دولت خپل خپل باورونه، کلتورونه او ایډیولوژۍ لري؛ خو کله چې خبره بهرني سیاست رسېږي، دولتونه تر ډېره هڅه کوي د پرګماتیزم یا عملګرایۍ او ډینامیزم په خپلولو سره د بهرني سیاست په پېچلې او له لوړو ژورو ډکه دنیا کې د خپل هېواد ګټې خوندي او ننګونې کمې کړي.
دا لوبه ایډیولوژیکې جریانونو لپاره ډېره ننګونکې وي؛ خو طالبان د یوې ډلې په توګه په دې برخه کې ډېر بریالي ثابت شوي؛ اوس چې امارت د یوه دولت مسوولیت لري، توقع ده چې د بهرني سیاست لوبه لا ښه مدیریت کړي.
ښاغلي متقي له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو له تازه ژمنو مننه وکړه. ده وویل، بشري مرستې باید له سیاسي مسایلو سره ونه تړل شي. متقي دغه راز څرګنده کړه چې د ا.ا.ا د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ ښې اړیکې غواړي.
دا ډېره په زړه پورې ده چې امارت له شل کلن وسلهوال مقاومت وروسته توانېږي چې د پوځي بریا پرمټ واک ته رسېږي او امریکا په افغانستان کې له پوځي ماتې سره مخ کېږي؛ خو بیا هم له دواړو خواوو د اړیکو د ساتلو په تړاو زرغون سګنالونه لیدل کېږي.
امیر خان متقي په خپلو څرګندونو کې وویل چې د امارت ځواکونو له کابل هوايي ډګر څخه د امریکايي ځواکونو په خوندي وتلو کې مرسته وکړه؛ خو له بده مرغه د دې پر ځای چې د دغو همکاریو قدرداني وشي، د امریکا متحده ایالتونو د افغانانو پر شتمنۍ بندیز ولګاوه.
متقي وویل، «امریکا لوی هېواد دی او باید لویه حوصله ولري». ده وویل، «موږ له نړیوالو سره مثبتې اړیکې غواړو، دوې اړخیزې اړیکې غواړو، ښې اړیکې غواړو، له دوی مو هم غوښتنه دا ده چې پر افغانانو دې لا زیات فشار نه راوړي».
امیر خان متقي وايي، «د فشار پالیسۍ شل کاله نتیجه نه ده ورکړې، له دې وروسته یې هم نه شي ورکولای. باید کوشش وکړو چې پر مثبت لوري ولاړشو، د ډیپلوماسۍ او اقتصادي اړیکو لار خپله کړو، او د افغانستان ثبات د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه ده».
د بهرنیو چارو سرپرست وویل، که پر افغانستان بندیزونه او فشارونه وي، ګټه به یې هغوی ته رسېږي، چې نه د افغانستان په ګټه دي او نه د نړۍ.
دا هغه ټکی دی چې د افغانستان او نړۍ، په ځانګړي ډول د غربي نړۍ ګټې سره تړي. اوس سیمه او نړۍ دې قناعت ته رسېدلې چې د نوي حکومت انزوا د هېچا په ګټه نه ده؛ خو په دومره توپیر چې د سیمې هېوادونه واردمخه د افغانستان نوي حکومت سره په تعامل کې زړور ګامونه پورته کوي؛ خو غربي نړۍ، په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونه لا هم پښه نیولي دي؛ ځکه چې د پوځي خروج له امله له ځینو کورنیو فشارونو سره مخ دي. دا به ستونزمنه وي چې ژر دې د رسمیت پېژندنې توقع ترې وشي؛ خو په اوږده مهال کې متحده ایالتونه له نوي حکومت سره له تعامل پرته بل غواروی نه لري.