نړۍ

پاکستان: که طالبان د بشري حقونو ژمنې پوره کړي، موږ به يې په رسميت وپېژنو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۴ وږي، ۱۴۰۰ل): په واشنګټن کې د پاکستان سفير اسد مجيد خان وايي، تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی او اسلام اباد هم د بشري حقونو په اړه د طالبانو ژمنې څاري.

نوموړي له «واشنګټن ډيپلوماټ» سره د مرکې پر مهال ويلي، طالبان پر خپلو ژمنو عمل کوي او که نه، دا يې خپل کار او مسؤوليت دی.

د اسد مجيد په وينا که طالبان د بشري حقونو په اړه پر خپلو ژمنو عمل وکړي، پاکستان به يې په رسميت وپېژني.

د افغانستان په موضوع ښاغلي اسد مجید ويلي، د اسلام اباد دريځ له پيله دا دی، چې د افغانستان موضوع له پوځي لارې نه حل کيږي او د دې لپاره بايد له سياسي لارو چارو کار واخيستل شي.

نوموړي زياته کړې، چې د افغانستان امنيتي وضعيت قابو دی، طالبانو د عمومي بښنې اعلان کړی، تر اوسه يې له هېڅ مخالف سره د دښمنۍ او غچ اخيستو چلند نه دی کړی او د اندېښنو پر خلاف د نظام اوښتون پر مهال افغان مهاجرين پاکستان ته وانه وښتل.

د اسد مجيد په وينا نړيواله ټولنه بايد پرېکړه وکړي، چې د افغانستان له نوي نظام سره اړيکه ساتي که نه، خو دا اړيکې خامخا په دې معنا نه شي کېدای، چې د طالبانو حکومت دې په رسميت وپېژندل شي.

نوموړي زياته کړې، چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد د افغانستان نوی نظام په رسميت نه دی پېژندلی او د دې لپاره نړۍ د طالبانو د ژمنو او کړنو څارنه کوي.

اسد مجيد غوښتنه کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت بايد د هر فرد د حق درناوی وکړي، د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته توجه وکړي، تر څو افغانستان له بشري بحرانه وساتل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د پاکستان دا خبره ( چه طالبان دی د بشری حقوقو ژمنی پوره کړی پاکستان به یی په رسمیت وپیژنی ) د پاکستان خپله خبره نه ده ، دا یی د اروپایی او امریکایی بادارانو دستور او قومانده ده دا سمه ده چه طالبان د پاکستانی د هویت ساتنی د پاره تر بل هر چا اسلامی امارت ته ترجیج ورکوی ، مګر په اوږدمهاله وخت کی تری ویره هم لری او هغه هم د پاکستان ویره نه بلکه د انګریزانو ویره ده چه دواړه هیواده به یو اسلامی هیواد جوړ او پاکستان کی به د انګریزانو د غلامی کړی وزغورل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx