نظــر

امريکا ولې افغانستان ته راغلې وه او ولې لاړه؟

امین وردګ

کله چې د (2001) میلادي کال د سپټمبر پر یوولسمه د امریکا په نیویارک ښار او پينسيلوانيا سیمه کې کومې پېښې رامنځته شوې، ګڼې پوښتنې یې را ولاړې کړې.

د امریکا دولت خو رسماً اعلان وکړ چې دا کار د القاعدې دی او القاعده په افغانستان کې ده، نو باید مستقیماً پر افغانستان برید وشي.
چا به ویل چې؛ دا کار دریم چا وکړ او غواړي چې په امریکا کې هرج مرج جوړ کړي.
چا به ویل چې نه! دغه کار روسانو وکړ، تر څو له امریکا څخه خپل غچ واخلي.
چا به ویل چې دا عمل د (CIA) و او د بین المللي مافیا په واسطه یې تر سره کړ، ډېرې پیسې یې هم تر لاسه کړې او ځینې مهم اسنادونه یې هم له منځه پکې یووړل.
ځینو به بیا ویل چې نه، خبره داسې نه وه! امریکا خپلې پیسې ایستلې وې او د نورو هېوادونو یې پکې لولپه کړې.

په هر صورت! لیدلوري متفاوت وو؛  ځکه چې پېښه حیرانوونکې وه!
خو زما نظر بیا بل ډول دی! زه وایم چې پېښه په خپله امریکایانو رامنځته کړه او د دې کار لپاره څو پوښتنیز دلائل لرم:
ا – څنګه ممکنه ده چې په دومره قوي هېواد او پر داسې پرمختللې تکنالوژۍ سمبال نظام کې دې القاعده د دغه هېواد له هوایي ډګر څخه (په سپینه ورځ) درې الوتکې پورته کړي او بیا یې دې، دوې په نړیوالو سوداګریزو برجونه ور ووهي او هغه دریمه (چې هدف یې پنټاګون و!؟) د الوتکې ترهېدلې سپرلۍ په زوره او په خالي لاس په پنسلوانیا کې داسې ښکته کړي، چې دوی هم ټول پکې ووژل شي؟!

ب- آیا په هغو څه کم دری زرو کسانو کې (چې په دغې پېښه کې ووژل شول) د اصلي امریکایانو (خصوصاً عیسایانو،  یا هم CIA) کوم مهم کس هم وژل شوی؟

ج- آیا له حادثې څخه لږ څه وړاندې! امریکایانو له دغو مرکزونو څخه، په زیاته پیمانه نقدې پیسې او خپل قیمتي اجناس نه وو ایستلي؟

د – ولې په نړیوالو تجارتي مرکزونو بریدونه؟ آیا نور نظامي ځایونه (په شمول د سپینې ماڼۍ) لږ وو؟

دا او دېته ورته پوښتنې سړی یقیني هک پک کړي او کله خو پدې باور شي؛ چې دا حادثه نه!  بلکې د امریکا د بهرني سیاست یوه اساسي طرحه وه!

یقین لرم چې دغه نړیوال ښامار پلان داسې ترسیم کړی و، چې ګنې پر افغانستان به برید کوي او د دغه هېواد پر خزانو به خېټه اچوي، بیا به دا بې څوکه ټاټوبی یا محوه او یا هم د تل لپاره یرغمل او تسخیروي، تر څو له دغو دنګو څوکو او تنګو درو څخه بیا ټوله نړۍ رام کړای شي، راج پرې وچلوي او باج ترې واخلي؛ خو دغه کار ګران و او امریکا په یوازې ځان نشو کولای، نو باید چې نړیوال ملاتړ یې خپل کړی وای، خو په څه بهانه؟

د همدغه هدف لپاره یې پر نړیوالو سوداګریزو مرکزونو دا تروریستي بریدونه تر سره کړل، چې صدمه یې امریکا نه! بلکې د امریکا متحدینو ولیده، خو دغه ویده مخلوق پوه نشو! نو ځکه خو چې څنګه امریکا پر افغانستان د برید تابیا ونیوله، ناټو غړو هېوادونو (پرته له نه او نو څخه) لبیک ورته وویل، بیا بین المللي ټولنې هم اجازه ورکړه،  د افغانستان ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو هم، خو دوی ټول غلط او د امریکا په شیطاني لومه کې ګیر شول.

اوس نو اساسي پوښتنه دلته دا ده چې؛ افغانستان څه ګناه کړې وه او دوی ولې برید پرې وکړ؟
هغه متل دی وایي (خره ته یې زور نه رسي کتې ته دبي باسي)
د دوی له قوله خو د برید اصلي طراح (شیخ محمد) پاکستانی و او د القاعدې مشر (اسامه ابن لادن) هم (وروسته) په پاکستان کې ووژل شو!
نو دا برید یې ولې لومړی پر پاکستان نه کولو؟

ام… ښه، ښه! دا چې ولې افغان طالبانو اسامه ابن لادن ته پناه ورکړې وه؟
پناه خو هر څوک هر چاته ورکوي، دا نو څه خبره ده! زموږ امان الله خان، محمد ظاهر شاه، ډاکټر نجیب او اوس مهال اشرف غني ته هم پناوې ورکړل شوې دي!

زموږ دا تر یو لک زیاتو قاتلانو ته چې امریکا او متحدینو یې پناوې ورکړې، دوی ته ولې څوک څه نه وایي؟

زموږ هغو ظالمو صفري قطعاتو ته (چې دلته یې په لکونو بې ګناه افغانان شهیدان کړل او هره شپه به یې په لس واره د نیویارک او واشنګټن تر ورځې وحشتناکه وه) ولې پناوې ورکړل شوې؟

حال دا چې هغه مهال د اسلامي امارت مشرانو ورته ویلي وو چې هو! اسامه بن لادن موږ ته پناه راوړې او موږ قبوله کړې ده، دی له موږ سره دی!
خو که دغه سړي کوم جرم کړی وي او تاسو ثبوت او شواهد پرې لرئ،  مهرباني وکړئ او موږ ته یې وړاندې کړئ،  موږ به یې یا همدلته محاکمه کړو او یا هم په کوم دریم اسلامي هېواد کې.

خو دوی غرور او تکبر لیوني کړي وو!  فقط همدا یوه خبره به یې کوله چې: ((یا یې راته وسپارئ او یا برید درباندې کوو!))
نو اسلامي امارت هم په زغرده ورته وویل چې: نه! داسې کار نه په اسلام کې تېر شوی او نه هم د افغانانو په کلتور کې -چې یو ځل دې چاته پناه ورکړي او بیا یې دې بېرته پر دښمن وپلوري -.
((لکه پاکستان چې وروسته عبدالسلام ضعیف پر امریکایانو وپلورلو!))

نو همغه و چې غربیانو لومړی اشر او بیا زموږ پر ګران ټاټوبي افغانستان (غیر قانوني او ظالمانه) برید وکړ او دلته یې د هېواد بدرنګه او منفورې څېرې هم له ځانونو سره یو ځای کړې، چې بیا یې د حکومت واګي هم همدوی ته په لاس ورکړې.
خو دوی مجبور وو چې دا کار یې کړی وای او همدغه بد اخلاقه او بې رحمه خلک یې ورسره یو ځای کړي وای، ځکه چې دلته درې لاملونه رامنځته شول!

۱- د افغان ولس زیاتره وګړي له طالبانو سره همفکره وو، دوی د اسلامي تاریخ او افغاني دود بیا را ژوندي کول غوښتل (که څه هم چې په زیان یې پوهېدل خو دیني احکام او کلتوري ارزښتونه ورته محبوب وو) همدا راز دوی د کفري اشغال هم کلک مخالفت کولو، ځکه خو غربیانو همغه لوېدلی قشر د غلامۍ لپاره مناسب وبللو.

۲- دوی غوښتل چې د پیسو په زور دلته خپل ظالمانه راج وچلوي؛ خو دا کار یې د اصیلو افغانانو په مخکې نشوای کولای.

۳- دوی د غلاوو، چور،  چپاول او وحشتونو لپاره دلته راغلي وو؛ دوی دلته غربي فرهنګ، فحاشي او عیاشي ترویجوول غوښتل،  نو که له دوی سره د افغانستان اصیل بچي وای، کله یې داسې کارونو ته پرېښوول.

یعنې د غرب دا شوم عمل (چې په دیني، کلتوري او اخلاقي لحاظ یې تر ټولو لوېدلي کسان ورسره ملګري کړل) دا د دوی یوه اړتیا وه!

یو علت بل هم لري او هغه دا چې؛ ځکه یې د افغانستان د عزت، تمدن، ښکلا او پرمختګ قاتلین ورسره مله کړل، چې دوی طالبانو سخت ټکولي او له پښو غورځولي وو، نو د امریکا هدف دا و چې، له یوې خوا به یې په اقتصادي او نظامي برخه کې مرمت کړي او له بلې خوا به یې هغه تور رنګونه هم لږ ورسپین کړي، ځکه خو یې هم په پنډو  پنډو القابو ونازول، هم یې  د چور – تالان موقع په لاس ورکړه او بل دا چې د دوی په نومونو یې چوکونه او سرکونه هم ورغوول، هم یې پخواني پوهنتونونه د دوی په نومونو و نومول.

په هر حال… غربیان دلته مات شول او سخت وشرمېدل.
دوی چې له نړۍ سره کومې وعدې کړې وې، په هغو ټولو کې پاتې راغلل.
دوی دلته پوره شل کاله جګړه وکړه، په زرګونو بچي یې ووژل شول او کوم یې چې ژوندي ووتل؛ د چا یې پزې او د چا غوږونه نه وو ، د چا سترګې او د چا یې شونډې  نه وې،  د چا کوناټي نه وو او د چایې …

لنډه دا چې دوی په جګړو کې ماتې وخوړه، ستړي شول او ټولو ته یې رواني ستونزې پیدا شوې، هغه ضرب الاجل چې دوی ته ټاکل شوی و، له هغو نه هم څلور ساعته وړاندې وتښتېدل.

اوس پوه شوئ چې دوی ولې راغلي وو او ولې لاړل؟
دغه مطلب به لږ درته راټول او لنډ کړم!
دوی ځکه راغلي وو؛ چې په افغانستان کې دائمي نظامي حضور ولري او دلته یې چې څه زړه وغواړي، هغه وکړي.

دوی ځکه مات شول چې په تاریخ کې له افغانانو څخه هېچا هم جګړې نه دي ګتلې، نو دوی هم جګړه وبایلله او لاړل.

پاتې شونی (فاسدترین) نظام یې ولې ټینګ نشو؟ ځکه چې ملت نه و ورسره او له اخلاقي پلوه مکمل بېباکه او بې واکه وو، بل دا چې د الله قانون ته یې شا کړې وه او په کفري قوانینو اتکا.

اسلامي امارت ولې دومره چټک پرمختګ وکړ؟
ځکه چې د الله نصرت او د ملت ملګرتیا ورسره وو، داعیه یې برحق وه او د رښتیني فاتحینو اخلاق یې وکاروول او بل دا چې له پخواني ظالم حکومت څخه زیاتره افغانان په تېښته او توبو وو.
څنګه  د اسلامي امارت لښکرو د افغانستان ټول لوی ښارونه یوازې په لسو ورځو کې لاندې کړل او په لکونو مجهزې نیرو ته یې (په شمول د خارجي قووتونو) په همدغې زماني مقطع کې -تاریخي ماتې ورکړه؟

په قرآن کریم کې صریح آیاتونه راغلي چې؛ الله پاک وړوکې او کمزورې ډله (په خپل اذن سره) په لویه او قوي ډله بریالۍ کوي! او بل ځای وایي چې: د الله چاته خوښه شي؛ قدرت او ثروت ورکوي، چاته یې چې خوښه شي ترې اخلي یې، چاته عزت ورکوي او چاته ذلت.

آخرنۍ پوښتنه!
ولې پخواني حکومت له ګنو باډیګاردانو او زري موټرونو، همدا راز (د کور د دېوالو تر شا) د کلکو سیمټي جدولونو سره سره! بیا هم په عمومي لارو او کوڅو کې موانع درولي وو؟ (چې اوس د اسلامي امارت کارمندان لګیا دي هغه موانع لرې کوي!)
ښه پوهېږئ، فقط د پخوانیو واکمنانو پر زخمونو مالګې وردوړوئ!
درته وایم چې دا هر څه په خیانت، ظلم، فساد او د حکومت – ملت تر منځ په واټن یا فاصله پورې اړه لري.
د نورو پوښتنو پر ځای به ښه دا وي، چې په ګډه کار سره وکړو، له تېرو فقط درس واخلو او کارونه اهل کارو ته وسپارو، که مو دا کار ونکړ، نو قسم په خدای چې بیا به تر کوم بل یرغل لاندې راځو، چې نیم به غلامان او نیم به اتلان شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx