نظــر

په مالي ادارو کې فساد، علتونه، اغېزې او د مخنیوي لارې چارې

عبدالجبار وحدت

فساد تاسو ممکن وپیژنۍ چې معمولاً د قانون ماتولو په مانا هم کارول کیږي او مختلف ډولونو ته متشمل دی.
مثلاً:مالي، اداري، اخلاقي… او داسې نور . له بده مرغه فساد ساري ناروغۍ ته ورته ده چې له یو نهاد څخه بل نهاد ته په چټکۍ سره انتقالیږي، په نهادونو باندې هېوادوال بې باوره کوي، د فقر باعث ګرځي، د خلکو د ناهیلۍ د کارونو د خنډ، ځنډ، کیفیت خرابوالې او په لویه کې د نظامونو د راپرځېدو باعث ګرځي.

که څه هم نه اوس او نه پخوا د ا.ا.ا کې د فساد څرک تر سترګو کېدل، مګر احتیاطي تدابیر او د حل لارې چارې بیانول خپل مسؤلیت ګڼم، هېوادوال  او  حاکم نظام  باید پدې اړوند زموږ له شخصي ادرس څخه پوه شي.

معمولاً د هېوا د اقتصادي ثبات لپاره مالي مدیریت  او د فساد په کلي ډول ختمول اړین دي، تر څو په هره برخه کې پوره روڼتیا رامنځته شي.

دلته لومړی د فساد په رامنځته کېدونکو علتونو باندې لنډ مګر جامع بحث کوو، بیا د حل په لارو چارو خبرې کوو او په پای کې یې اغېزې واضح کوو:

په مالیاتي نظام کې  د فساد علتونه

·د پیاوړي نظارت او څارنې نشتون

·د شفافیت او ستندردونو اړوند پیچلي قوانین

·مالي مسؤلینو غفلتونه

·کمزوری سازماني فرهنګ او تګلاره

·کمزورې کاري روحیه

·د اسلام پالنې او وطن پالنې د حس او احساس نه موجودیت

·د کارکوونکو په تخلفاتو سترګې پټول

·د کار کوونکو د امتیازاتو او مالي حقوقو کموالی

·مدیرانو ته له حده زیات صلاحیت ورکول

·د مجازاتو نشتون

په مالي بنسټونو کې د فساد مخنیوي لارې چارې:

ددې لپاره چې د فساد مخه ونیول شي او عواید په ښه شکل مدیریت شي، نو لاندې کړنې د مالي مدیریت لپاره خورا اړینې بولم.

· ټولو هېوادوالو ته شرعي لارښوونې کول او دوی ته د هر ډول فساد اړوند دیني وعیدونه بیانول.

·په فکري لحاظ دوی د اسلام پالنې او هېواد پالنې روحیه ورکول.

·د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د اسیکوډا سیسټم بیا فعالول.

·په مستوفیتونو کې د سکتاز سیستم بیا فعالول.

·د ډېرو مطلوبو اشخاصو Cash inflow او Cash out flow باید د اصل ریکارډ سره چک شي.

·د امکان تر حده باید بیروکراسي یا کاغذي سیستم راکم شي.

·د امکان تر بریده باید ټول سیستمونه الکترونیکي شي.

·که ممکنه وي د احتساب یا (Accountability) کمېټه، امریت او یا ریاست باید په هر ولایت کې ایجاد  شي.

·د سوداګریزونو بانکونو او صرافیانو جدي څار او کنټرول باید د مرکزي بانک له لوري وشي.

·په فساد د مرتکب شویو کسانو مجازات کول

·عامه پوهاوی

·د نظارت یو جامع او پراخ سیستم رامنځته کول

·مالیاتي نظام کې د فساد د مخنیوي اړوند ځینې پالیسي او قوانین تدوینول

·ټول شمولی نظارت( مانا ولس باید ځان مسؤل احساس کړي او د هر ډول فساد په وړاندې اړوند چارواکو ته خبر ورکړي.)

د مالي فساد اغېزې:
·د دولت د منابعو په تخصیص باندې فوق العاده منفي اغېز لري.

·د عوایدو په عادلانه وېش هم منفي اغېز لري.

·په اقتصادي وده او پرمختیا باندې منفي اغېز لري.

·د کم پيداکېدونکو سرچینو په ناسالم تخصیص منفي اغېز لري.

·د وګړو حقوق پایمال کېږي.

·د دولت لګښتونه لوړوي

·د دولت عواید کموي.

·اقتصاي او سیاسي بې ثباتي رامنځته کوي.

· طبقاتي جوړښت رامنځته کوي

· خلک له دولت ناهیلي کېږي

· نظام د سقوط تر کچې رسوي

· د بودجې کسر رامنځته کوي

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx