افغانستان

چین هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته ۲۴ موټر وسپارل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۵مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات وايي چې چین هېواد ورسره ۲۴ عراده موټر مرسته کړې.
په هغه خبرپاڼه کې چې د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې پکې ویل شوي ، چې په دغو موټر کې ۸ تشریفاتي، ۷ لنډکروزر او ۹ بسونه دي چې ټولټال لګښت یې ۸۰ میلیونه ډالر اټکل شوی.
خبرپاڼې یاته کړې، چې ددغو موټرو اسناد په کابل کې د چین سفارت اقتصادي چارو مسئول د بهرنیو چارو وزرات د تشریفاتو رییس حمید صدیقي ته سپارلي دي.
چین په روان کال کې د افغانستان دولت سره ورته نورې مرستې هم کړي دي.
د تشریفاتو رییس حمید صدیقي ویلي چې موټر یې تسلیم کړي، نوموړي د چین څخه ددغو مرستو او همکاریو مننه کړې.
د بهرنیو چارو وزرات وايي چې د په کابل کې د چین سفارت اقتصادي مسئول د دغه وزرات له مسئولینو سره ددې وعده وکړه چې له وزرات سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.
سرچېنه همدا راز زیاتوي، چې چین تر دې دمخه یاد وزرات سره د کمپیوترو مرسته کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x