نظــر

نا اهلو ته دندې سپارل لوی خيانت دی

عبدالمالک همت

د امانت په هکله ډېر خلک داسې فکر کوي چې که يو شی چاته وسپارل سي هغه ښايي ښه وساتل سي او بيا لکه څنګه چې وو هغسې يې څښتن ته بيرته ورکړه سي.

دا خبره درسته ده؛ په دغسې مواردو کې بايد دغسې وسي، خو دا د اسلام له نظره د امانت له ډېرو کوچنيو مراتبو او له اخلاقي ښېګڼو څخه بلل کېږي. خو په اسلامي نصوصو، لکه قرآن او نبوي سنتو کي امانت تر هغو چي عام خلک يې تصور کوي ډېر پراخ او دروند مفهوم او ارزښت لري او د ډېرو معناوو او مراتبو درلودونکی دی، چي په اړه به يې په يقين سره مسلمان د هغه د پالونکي څښتن په وړاندي پوښتل کېږي او حساب به ورسره کېږي، د رسول الله صلی الله عليه وآله وسلم حديث دی: «كُلُّكُمْ رَاعٍ، وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ »(بخاري، کتاب الجمعة، باب الجمعة في القری والمدن، ۸۹۳ شمېره حديث).

ژباړه: له تاسي څخه هر يو څارونکی دی او د هغه د ماتحتو وګړو په اړه به پوښتنه ځنې وسي.

پر دې بنسټ امانت د اسلام په سپېڅلي دين کي ډېر غټ فضيلت او لويه فريضه ده. لوی څښتن د دې ستر ارزښت د سترتوب د جوتولو په موخه په قرآن کريم کي یو مثال راوړی دی، څوخلک دا چاره بابېزه ونه ګڼي، فرمايي:﴿إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَنْ يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنْسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا (72))[الأحزاب:72].

ژباړه: موږ دغه امانت آسمانونو، ځمکي او غرونو ته وړاندي کړ، خو هغو ټولو د دغه امانت له منلو او اخيستلو څخه ډډه وکړه او له عاقبت څخه يې ووېرېدل، په داسي حال کي چي انسان(دغه د نړۍ عجيب مخلوق) د هغه تر بار لاندي ولاړ او دغه امانت يې ومانه. رشتيا داده چي دغه انسان(د خپل ځان لپاره) خورا لوی ظالم او (د دغه امانت د منلو او اخيستلو د عاقبت په باب) خورا ډېر ناپوه دی(البته دلته ضمير د انسان د جنس ځينو افرادو ته ورګرځي، کوم چي د دغه امانت حقوق يې چي پر ځانونو يې لازم کړي وه نه دي ادا کړي).

دغه دولتي ډول ډول دندي چي نن مهال خلکو ته ورکولي کېږي داسي لوی امانتونه دي چي که نا اهلو کسانو ته ورکړه سي ستر خيانت باله سي او پر هغه دنيا يې پوښتنه کېږي. حضرت ابوذر يو زاهد، عالم او د ښو اخلاقو درلودونکی صحابي وو هغه فرمايي: ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وويل: آيا ما يو ځای د چارواکي په توګه نه ټاکې؟ هغه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپل لاس پر اوږه (کرار) ووهلم او بيا يې راته وويل: «يَا أَبَا ذَرٍّ، إِنَّكَ ضَعِيفٌ، وَإِنَّهَا أَمَانَةُ، وَإِنَّهَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ خِزْيٌ وَنَدَامَةٌ، إِلَّا مَنْ أَخَذَهَا بِحَقِّهَا، وَأَدَّى الَّذِي عَلَيْهِ فِيهَا»(مسلم، کتاب الامارة، باب كراهة الإمارة بغير ضرورة، ۴۶۱۲/۱۸۲۵ شمېره حديث).

ژباړه: ای ابوذره ته کمزوری يې (د دې کار د تر سره کولو توان نه لرې) او دا کار يو امانت دی او د قيامت په ورځ به (هغه چا ته چي وړتيا يې نه لري) د رسوايۍ او پښېماني لامل وي. البته پرته له هغه چا چي په حق سره يې دغسي دنده اخيستې وي او هغه مسؤوليت چي پرهغه دی ادا کړي.

د پيغمبر صلى الله عليه وسلم دې بل حديث ته هم پام وکړئ:

«إِذَا وُسِّدَ الْأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ» (بخاري، کتاب العلم، باب من سئل علماً، ۵۹ شمېره حديث).

ژباړه: کله چي (د حکومت) د چارو واګي داسي کسانو ته وسپارل سي، چي وړ يې نه وي، نو بيا د دې فساد کوم علاج نسته، د قيامت انتظار وباسه.

په دې اړه محمد متولي شعراوي په خپل تفسير «الخواطر» کي د بقرې سورې د ۲۷ آيت په تفسير کي وايي: دا له دې امله چي په ټولنه کي په دغسي شرايطو کي د باور او اخلاص پر ځای نفاق او په چارو کي ګډوډي رامنځ ته کېږي، نو هر څوک چي چالاک او له نفاقه ډېرډک وي هغه په دولت کي لوړو پوړيو ته رسېږي او هغه څوک چي پر خپل ځان او کار يې اعتماد وي، هيڅ پرمخ نه ځي. نو پايله داسي چي د جاهلو منافقانو يوه ډله دولتي چاري بې له علمه پر مخ بيايي.

په دې اړه له ديني نظره خبري ډېري دي، خو لنډه دا چي دولتي چاري نا اهلو ته سپارل پر وړو، ناوړو او ولس درو واړو لوی ظلم دی، پر وړ کسانو له دې امله ظلم دی چي له خپله استحقاقه بې برخي کېږي، پر ناوړو کسانو له دې امله ظلم دی چي چاري ور سپارل کېږي، خو تر سره کولای يې نه سي او له دې امله د ګناه مرتکب کېږي او پر ولس له دې امله ظلم دی چي د ناوړو کسانو د ناسمو کارونو له امله به ډول ډول تاوانونه ور رسېږي.

الله سبحانه دي موږ ټولو ته د سمو چارو د تر سره کولو توفيق راکړي. والسلام.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نا اهلو ته دی دندی هم وسپاری خو پاکستانی ته دی نسپاری. د کنړ والی څوک دی؟ مستند اسناد یی خپاره شول د الله په خاطر دا غلامی نده څه ده؟ د آی اس آی ملا راځی کنړ کی د والی په څوکی ناست عکسونه اخلی.

طاهر ثابت

دطالبانو مطالعه ډیره محدوده ښکاری. یا خو په یو استبدادی دولت باندی معتقد دی.
تیره ورځ دطالبانو ملا وویل چه امارت امانت او قدرت ته ضرورت لری. زه لا اوس ورته ګنګس پاتی یم چه دا څنګه ملایان دی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx