دیني، سیرت او تاریخ

د څلورګونو امامانو په نزد د شرعي حجاب حکم

شيخ عبد العزیز الطریفي

ژباړه: خدیجه وردګ

هغه تېروتنې چې امام ابو حنیفه، امام مالک او امام شافعي ته د ښځې د مخ د لوڅوالي په اړه راجع کېږي، په داسې حال کې چې نه امام ابو حنیفه، نه امام مالک او نه امام شافعي د ښځې د مخ لوڅوالي ته په ښکاره ډول اشاره کړې بلکه د دوی اقوال د لمانځه، احرام او ظهار په احکامو کې بیان شوي دي (نه د ښځې د مخ په لوڅوالي کې) او د نوې معنا لپاره د دوی له متن یا نص څخه دلیل اخیستل کېږي.

هغه اقوال چې په تېروتنې سره د ښځې د مخ د لوڅوالي په اړه امام ابو حنیفه، امام مالک او امام شافعي ته راجع کېږي، دغه اقوال په حقیقت کې د امام ابو حنیفه، امام مالک او امام شافعي نه دي بلکه د حنفي، مالکي او شافعي مذهب د فقهاوو اقوال دي.

موزعي الشافعي وایي: «امام ابو حنیفه، امام مالک او امام شافعي یوازې په لمانځه کې د عورت په اړه غږېدلي».

د کلونو په اوږدو کې مې د امام ابو حنیفه، امام مالک او امام شافعي کتابونه او د دوی مسئلې لوستي مګر ما د دوی له خوا داسې څرګند قول نه دی لیدلی چې د مخ ښکاره کول جایز وبولي بلکه لا یې ټینګار پرې کړی مګر د دوی پیروانو بیا جایز بللی.

شافعي په «الأم» کې وایي: «إن طافت بالنهار سدلت ثوبها علی وجهها» یعنې: «که د ورځې په اوږدو کې ګرځي نو باید په مخ باندې جامې راښکته کړي». که څه هم د احرام لرونکې ښځې د مخ پټول د هغه په نزد منع دی مګر هغه دغه ممنوعیت لغو کړی ځکه د حجاب په وجوب باندې ټينګار کوي.

درې واړه امامان په لمانځه کې د ښځې د عورت په اړه وایي: «کلها عورة إلا وجهها وکفیها» یعنې: «ټوله عورت ده مګر پرته له مخ او لاسونو څخه». خو دغه عبارت په لمانځه کې د ښځې د جامو په اړه دی نه د هغې د حجاب په اړه.

امام مالک په «المدونة» کې وایي: «لغیره النظر إلی وجهها…» یعنې: «د دې لپاره چې بل څوک د هغې مخ ته وګوري…». دغه قول د ظهار په مسئله کې بیان شوی او مراد یې دا دی چې په ظهار کې د هغه چا لپاره د ښځې د مخ لیدل منع نه دي، چا چې مخکې هغه لیدلې وه او د واده پیوند په خپل ځای پاتې کېږي، ته او هغه چا چې له ظهار څخه مخکې یې هغه لیدلې وه اوس یې هم لیدلی شي.

د احرام په حالت کې د ښځې د نقاب حرمت داسې حکم لري لکه د احرام په حالت کې چې په سړي باندې پطلون حرام شوی او دغه د احرام په حالت کې حرمتونه دي او د حجاب او جامو احکام نه دي.

صحابیاتو او تابعیاتو به حتی د حج په موسم کې له سړیو څخه خپل مخونه پټول، عایشې رضي الله عنها وپوښتل شوه چې ښځه به خپل مخ څه ډول پټوي؟ هغې د خپل پړوني کښتنۍ څنډه راواخیسته او خپل مخ یې ورباندې پټ کړ او دغه صحیح روایت دی [أخرجه مسدد في مسنده].

امام مالک له هغې احرام لرونکې ښځې څخه فدیه ساقطه کړې چې له سړیو څخه خپل مخ پټوي او فدیه د انتخاب له مخې د یو مباح عمل لپاره نه ساقطېږي ځکه چې فدیه واجب ده [البیان۱۳\۴].

هغه تېروتنه چې د ښځې د مخ د لوڅوالي په اړه درې واړو امامانو ته منسوبېږي، د مسئلې په اصل کې نده. موزعي الشافعي وایي: «ما أظن أحدا من الأئمة الأربعة یبیح للشابة أن تکشف وجهها لغیر حاجة» یعنې: «ګومان نه کوم چې یو له څلور ګونو امامانو څخه د ښځې د مخ لوڅوالی پرته له کومې اړتیا څخه جایز وبولي».

موزعي الشافعي په أحکام القرآن کې وایي: « د اوسنۍ او پخوانۍ زمانې په هر دور کې ټولو خلکو په همدغه عمل کاوه، زړې ښځې ته یې د مخ د لوڅولو اجازه ورکوله مګر ځوانې ښځې ته د مخ د لوڅولو اجازه نه وه او هغه یې عورت او منکر باله، نو د دوو آیتونو تر منځ د جمعې وجه او د هغو تېروتنه درته ښکاره شوه چې ښځې ته پرته له کومې اړتیا د مخ لوڅوالی جایز بولي، سلف او امامان لکه امام ابو حنیفه، امام مالک، امام شافعي او نورو یوازې په لمانځه کې د عورت په اړه غږېدلي، امام شافعي او امام مالک وایي: «پرته له مخ او لاسونو…» او ګومان نه کوم چې یو له دوی د ځوانې ښځې د مخ لوڅوالی پرته له کومې اړتیا جایز وبولي او هېڅ ځوان هلک ته روا نده چې پرته له کومې اړتیا څخه ښځې ته وګوري [تیسیر البیان لأحکام القرآن (۲/۱۰۲)].

د خثعمیة په حدیث باندې استدلال کېږي چې د ښځې د مخ ښکاره کول جواز لري، په مسند کې په صحیح روایت سره له ابن عباس څخه روایت دی چې پلار یې هغه نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته د واده کولو لپاره وړاندې کړه، او په دغه حالت کې د مخ لوڅوالی جواز لري نو د فضل بن عباس نظر یې واړاوه او د هغه (نبي کریم صلی الله علیه وسلم) پاتې شو.

او دغه حدیث:«إذا بلغت المرأة المحیض فلا یصح أن یری منها إلا وجهها وکفیها» یعنې: «ښځه چې کله حیض ته ورسېږي نو جواز نه لري چې پرته له مخ او لاسونو څخه د هغې (بل غړی) ښکاره شي»، دا حدیث خالد بن دریک له عایشې رضي الله عنها څخه روایت کړی او له هغې څخه یې اورېدلی نه دی نو حدیث منقطع شو [أعله ابو داود والبیهقي وغیرهم] او بل دا چې دغه حدیث په لمانځه کې د ښځې د جامو په اړه دی نه د هغې د حجاب په اړه.

او په پای کې وایو چې د څلورو واړو امامانو کتابونه زمونږ مخې ته پراته دي، هېڅ داسې نص پکې نشته چې د ښځې د مخ ښکاره کول دې جایز وبولي او څوک چې د دوی پیروان دي نو د دوی اقوال د امامانو اقوال نه بلکه خپل اقوال یې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

21 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

خدیجه خوری طریفی وهابی سعودی متشدد عالم دی. صاحب الحق خو سلفی دی. اهل حدیث دی. هغه محدث او فقیه او کلامی دی. خو هغه که څه هم نور مذهبونه ویلی خو داسی ښکاری چه تش تری راوتلی دی. هغوی اصول الفقه ندی ویلی او د ابن حزم کتابونه، دحنبلی فقه او شافعی ځینی کتابونه یی یاد کړی دی. هغه فقیه چه په اصول فقه نه پوهیږی هغه نوی فتوا نسی ورکولی. اوس به راسو دخوری لیکنی ته اول یی باید دنقاب دوجوب خبره کړی وای. هغه یی په قطعی صریح نصوصو باندی ثابته کړی وای. که بیا هغوی دتفسیر… نور لوستل »

محب الطریفی

اوبښه وروه!
بی ځایه تهمتونه ما لژوه !
د وهابی تعریف والله که وپیژنی !
متشدد څه ته وایی؟ د تا منطق او د ټامیانو څه فرق لری؟؟
او ته اوس شیخ عبدالعزیز الطریفی – فک الله اسره – پیژنی یی که هسی لګیا یی ؟؟
دا اصول الفقه وفقه مقارن وفقه المذاهب الاربعه درته ښودۍ شی ، او د علماوو احترام او قدر وپیژنه ، بیا غژیژه ، او بی ادبی ونکړی علماوو سره ، او خپل ځان وپیژنه -هداك الله – !!!!
دا دحق عالم دي، ځکه هلته طاغوتی بندی خانو کی بندی دی !

طاهر ثابت

یاره ما هم صاحب الحق بللی دی. تاسو لطفا دهغه سوانح سمی ووایاست. ما ته دهغه ټول علمی اختصاص مالوم دی. دهغه سوانح ما دهغه دطرفدارانو له خولی لیکلی دی. قسم مو کړی او دا په شرعه کی ښه کار ندی. زه دوهابیانو په تاریخ خبر یم. دهغوی عقیدی تکفیری دی. طالبان یی په ضاله فرقو کی اچولی. د مدینی منوری له جامعی نه دوی خپل خلک ددعوت په نامه مختلفو دولتو ته لیږی. دمدینی منوری جامعه اهل حدیث او سلفیان تربیه کوی. خپله الطریفی دابن باز له هواخواهانو نه دی. تاسو دمتشدد په معنی ځان پوه کړی. هغه چه… نور لوستل »

عبدالرقیب

فلسطین، عراق، سوریه، مصر، لیبیا، سوډان، سومالیه، یمن او نور ځایونه خو مو په مرداریو لتاړ کړل سلفیانو، اوس غواړئ چي افغانان هم د تفرقې په لعنت ګرفتار کړئ. په خپل منځ کي یې سره واچوئ او بیا د داعش تر بیرغ لاندي ځوانان یې ورحلالوئ او ښځي یې ور مینځیانوئ. په دې عربي نومونو بل څوک خطاباسه. وایي چي یو ساده پښتون د مکې مکرمې نایټکلب ته ورغلی وو. چي بیرته راغلی چا پوښتنه ځني وکړل چي عرب څنګه خلګ وه. هغه ویل چي ډیر مبارک خلګ وه. عامي خبري یې د قرآن د آیتونو تلاوت وو خو ځیني… نور لوستل »

ځیرک څارونکی

تر ډیره حده پرځای خبری. په دینی فروعی مسایلو کې داسې اختلاف ته لمن وهل چی د ممسلمانانو ترمینځ د کینی، کرکی او نفرت سبب شی په دینی لحاظ مذموم عمل دی. د اوس وخت کوم کسان چی د څلورو مذاهبو د اتباع او تقلید پر ضد را ولاړ شوی دا نه سلفیان دی، نه وهابیان او نه هم اهل الحدیث دانه د ابن تیمیه دلاری پیروان دی او نه هم د ابن قیم او نه هم د ابن عبدالوهاب. دا کسان په غیرمستقیم ډول د کفارو په خدمت کې دی او غواړی چی مسلمانان د بعضی فروعی مسایلو په… نور لوستل »

محمدحبیب عمار

ماشاءالله.
بارک الله فی علمک.

الحاج استاذ بیانزی

له افراط او تفریط څخه ځان ساتل اسلامی یعنی اعتدال دی. زموږ ځینو په زوره اسلام په ځانو سخت کړی، ۱ ـــ دغه څلور مشهور مذاهب د انحضرت ص له مرګ وروسته رامنځته شوی د هری مسلی په اړه چه یی کومی فتوی ورکړی باید مقایسه شی کومه یوه فتوه چه درته ښه ښکاره شوه عمل پری وکړه حتی هغه مسایل چه اوس وختو کی پیښیږی ښه دا ده چه د دی وخت د مجتهدینو فتوو ته غوږ باسو. زه د مجتهدینو خلاف نه یم مګر له مذاهبو د ګوندونو به شان کار اخستل د اسلامی امت ویشل دی زه… نور لوستل »

محب الطریفی

د تا خبري د تا د نا علمۍ او نا پوهۍ نښه ده !

ملا جانان

بیانزی صاحب که د امام اعظم رح صاحب څخه وروسته تر هغه زیات عالم، زیرک، تقوا داره او متشرع شخص تر نن ورځي پوري په امت کي پیدا سوی وي او په کومه موضوع کي اخلاف ورسره وکړي، بیا به هم د امام اعظم صاحب رح لاره ځکه نه پریږدو چي هغه مبارک د زمانې د لحاظه نبوي دور ته نیژدې زمانه کي تیر سوی وو او د موضوعي و حقیقي احدیثو دقیقه پوهه ورسره وه. متاخرین چيري د تابعینو او تبع تابعینو مقام ته رسیدای سي. ***************

طاهر ثابت

ملا سیب په حنفی فقه کی دفتوا اصول ووایاست. ستاسو خبره يوڅه سسته ده. په هغه مسئله کی چه نور امامان مخالف نظر ونلری بیا دامام صاحب خبره عملی کیږی. او که بیا دوه امامان له هغه نه مخالف وی بیا دامام صاحب خبره پریښول کیږی. همداسی نور. البته دا هم باید وویل سی چه دامام صاحب په وخت کی ټول حدیث نه وو تدوین سوی. مثال یی دوقف روا والی دی. دامام صاحب په نظر باندی قران او حدیث برتره دی. تاسی باید دامام صاحب خبره عملی ته وګوری: هغه دخپلو نظرو لیکل نه خوښول او ویل یی چه… نور لوستل »

طاهر ثابت

بیانزی سیب داهل حدیثو ځینی رایی ډیری افراطی دی. مثال یی دستر جامی دی. مونږ له طالبانو نه شکایت کوو چه له هدایی نه سوا بل کتاب نه وایی ترڅو له نورو نظرو سره اشنا سی. نو که طالبان له همداسی تنګی لیاری سره سره داهل حدیثو نظریی یوځای کړی اسلام به یسر نه و عسر ته کش کړی او په دی به دصریح حدیث سره ټکر وکړی. مذهبونه ښه دی. دلیاری خطه برابره وی. زړو علماوو دیوه مذهب نه بل ته مراجعه کړی او بیا یی فتوا په هغه نظر ورکړی چه هغه دقران او سنت سره ټکر نه… نور لوستل »

محب الطریفی

من تکلم فی غیر فنه أتى بالعجائب !!!!

طاهر ثابت

بین ما هو العجیب

محمد صالح

د وردګو نارینه ډیر دینداره او کلک حنفي مسلمانان دي، البته ښځي د هر قوم دا په مجموع کي ناقص العقله وي. خور ځکه نه درته وایم چي که د ټولي نړۍ ښځي زما خویندي سي نو د نکاح لپاره به مریخ ته ځم. هر څوک چي یې دا د څلورو مذاهبو بابولالي دي درګرزوه. دلته تفرقه مه جوړوه. دا د الله تعالی ج حکم دی چي په تفرقه کي مه لویږئ. دلته یواځي حنفي فقهه حاکمه ده چي جامع ده. نور مذاهب خو ځکه خنفي فقهه مني چي چاره نه ځني لري. د دوئ فقهي نیمګړي دي. البته الحمد… نور لوستل »

سعید

تفرقه هغه كس جوړوی چی تا غوندی نادان او نا پوهه وی !!!!

محمد صالح

ته ما نه پیژنې او زما د یوه نظر په اساس پر ما د نادان او ناپوه حکم کوې. که مي خبره د بېعقلي کړې وي نو منتقي جواب یې راکړه څو ستا عقلدانې څخه عقل زده کړم. دا د سلفیانو چمونه مه کوه ملګرې.

محمدحبیب عمار

څه ساده سړی یې، دلته تفرقه له کومه شوه

Sayed

د وردګو نارینه ډیر دینداره او کلک حنفي مسلمانان دي، البته ښځي د هر قوم دا په مجموع کي ناقص العقله وي. ښاغليه تاسې ته په ټول درنښت، خو دا چې تا يې نور هم ښه صفت وکړ چې ډېر هوښيار خلک دي. سمه ده چې هوښيار دي، خو ناپوه هم دي. دا چې تاسې ښځې په ټوله کې له يوې څلمې له عقلي پلوه نيمګړې يادې کړي دي، نو موږ ته خو له ديني اړخه له قرآن راوروسته د مؤثقو احاديثو زياته برخه له أم المؤمنين عائشې څخه روايت شوي چې له هغې راوروسته حضرت ابوهريرة رضی الله تعالی… نور لوستل »

طاهر ثابت

دافغانانو نه هیله کوم چه شخص پرستی پریږدی. هغه چه ما دوردګی خور په مضمون لیکلی دی هغه دی ټکی په ټکی ووایی او بیا ووایی چه کومه خبره زما غلطه ده. بیا به زه هم له ځانه دفاع وکړم. هغه چه په علمی بحثو نه پوهیږی نو بیا دی هسی بیځایه اختلافونه نه پیدا کوی. دوردګی خور لیکنه فنی خبری لری او په هغی باندی سوالونه هم فنی دی. نو لطفا یا یی ځواب ووایاست او یا ښه ده په پټه خوله کینی چه خبره نامطلوبه نتیجه ورنکړی. له یوه عالم نه دفاع په هسی دخوښی او ناخوښی په… نور لوستل »

طوطی

انشاءالله چی لدی ورسته به د مذهبونو کش مکش شروع شی او یو بل ته به کافر ویل کیږی. دا د فکستان یوه اویا فرقی انشاءالله به دلته افغانستان ته انتقالیږی. ته پنجیپیری یی، ته قادیانی یی، دا بل بیا وهابی و دا بل یی مودودی دی. رنګ مو ورک شه اول د خلکو نسونه ماړه کړی، اقتصاد ته وده ورکړی ملک مو جوړ کړی صحت مو جوړ کړی ټول په والله مریضان یاستی.

ُطاهر وردګ

خدیجی د همدغه سلفیانو چی ته یی طرفداری کوی د هغوی له نظره ته دیوی ښخی په حیث یوه ناقص العقل یی چی د زدکړی او اظهار نظر حق نلری ځکه ستا غږ موږ ته حرام دی نو ته حق نلری چی اظهار نظر وکړی او فقد د کور د ننه باید یا د ورور او میړه په کورکی د هغوی په خدمت کی مړه شی او یا که ورور او میړه و نه لری نو باید ځان مړ کړی ځکه ډوډی به له کومه کوی له کوره د وتو اجازه هم نلری بی له محرمه. او بل دا چی… نور لوستل »

Back to top button
21
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx