نظــر

اسلامي امارت ته د خپلواکۍ مبارکي او د ملاتړ پیغام

الحاج استاذ بیانزی

د افغانستان د بیا رغونې مشورتي بورډ، له هیواده د باندې په ځانګړې توګه د اروپا او امریکا میشتو افغانانو په نمایندګۍ مجاهد ولس، د اسلامي امارت مشرانو او رښتينو سر تیرو مجاهدو ورونو ته د نړیوالو استعماري قدرتو څخه د خپلواکۍ تر لاسه کولو مبارکي او د اسلامي امارت سره د بار دننه چارو کې خپل ملاتړ اعلانوي.

د افغانستان د بیا رغونې مشورتي بورډ لخوا د مبارکۍ او ملاتړ پیغام د اسلامي امارت مشرانو ته هم استول شوی او د نن ټکی اسیا د اسلامي پاڼی له لارې هم ټول مجاهد ولس، مشرانو او کشرانو ته د مبارکۍ او ملاتړ د هغه پیغام متن په لاندې ډول خپروو هیله ده چې زموږ مبارکي ومنئ او زموږ ملاتړ له ځانه سره ولرئ.

د افغانستان د اسلامي امارت درنو او معززو مشرانو او غازیانو ته د مبارکۍ او ملاتړ پېغام

د افغانستان د بیا رغونې مشورتي بورد
د بهر مشتو افغانانو د مشورتي بورد غړي، چې په قطر کې د سیاسي دفتر د قدرمنو غړو سره يې له پخوا نه ګټورې مشورې اړیکې آنلاین پاللې، له هرڅه لومړی د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه، د سنګر سرښندونکو شاه زلمواو د افغانستان مومن او مجاهد ولس ته د امریکا په مشرۍ د نړیوال استعمار د شرمونکې ماتې مبارکي وایي او بیا تاسې ټولو مسؤلو چارواکو ته ستاسې په نوو درسپارل شوو دندو کې بریالیتوب غواړي.

نن ټولې نړۍ ته څرګنده شوه، چې ستاسې بې سارو قربانیو او د افغان مسلمان ولس قاطع ملاتړ یو ځل بیا د نړۍ د مظلوم بشریت تاریخ په زرینو کرښو رنګین کړ او د ۲۱مې پیړۍ د ستر طاغوت ماتې مو د نړۍ ازادي غوښتونکو مبارزینو ته د ازادۍ د مثال په توګه په تاریخ کې ثبت او په میراث پریښودله او دا مو نړۍ ته جوته کړه چې د ایمان او ټکنالوژۍ ( د حق او باطل ) جګړه کې ایمان ګټونکی دی. ستاسې خپلمنځي اتحاد، ژمنتیا او د مشرانو اطاعت هغه مهم اصول دي، چې ستاسې د بریالیتوب رازونه پکې نغښتي دي.

مونږ پدې اصولو د تاکید تر څنګ پدې ډاډه یو، چې د اسلامي امارت مشرتابه هراړخیزه اتحاد ته پوره ژمنتیا لري. الحمدلله د اسلامي امارت سرتیرو مجاهدینو د الله ج په نصرت، په کلک افغاني هوډ، پوره اتحاد او مشرانو ته په اطاعت سره دا ازموینه په بریالیتوب سره تر سره کړه، له دې امله یو ځل بیا تاسې ټولو ته د دې سترې بریا مبارکي وایو.

د نظامي اشغال  تر خاتمې څخه وروسته، اوس د مبارزي بل پړاو ته، چې خورا ډېره پېچلي مرحله ده ننوځو، چې د سیاسي، فکري، کلتوري او اقتصادي اشغال څخه د خپلواکۍ تر لاسه کول دي. پدې لړ کې مونږ ستاسې د مدبرانه سیاست څخه، چې د عمومي عفوې، نرمښت او زغم پر محور څرخي او د اوسنیو سیاسي حاالتو سره یوه معقوله ستراتیژي ده، په بشپړه توګه ملاتړ کوو.

معززو مشرانو!
ممکن تاسې به خبر یاست چی مونږ بهر میشتو افغانانو د یرغل په دې تېرو شلو کلونو کې هم د ارام احساس کله نه دی کړې او تل مو روح او روان د امارت د مجاهدینو سره په دې نا انډوله جګړه کې یو ځای د ژبې او قلم په وسیله په ټولنیزه میډیا کې د یرغلګرو په وړاندې د افغان ولس د حق څخه په کلکه دفاع کړې ده او په دې اړه د مختلفو ګواښونو سره مخامخ شوي هم یو، ډېر خطرات او ستونزې مو ګاللې دي.

نن چې یرغلګر او د هغوی لاسپوڅې اداره د تاریخ کندې ته غورځیدلې د امارت مشرتابه ته مشوره ورکوو چې ټولو مخلصو، په هیواد او دین مین او ولس ته ژمن مسلکي کار پوهانو، انجینرانو، ډاکترانو، استاذانو، افسرانو، پیلوټانو او ټولو اهل کار افغانانو ته رسمي بلنه ورکړي چې د هیواد د بار دننه اداري چارو او د نوي کدرونو روزنه په غاړه واخلي او په دې توګه ګران هیواد د نړۍ د سیالو ولسونو سره په یو قطار کې ودروو …. ومن الله التوفیق

(د افغانستان د بیا رغونې مشورتي بورډ)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپی

بیانزې صیب .ډیرعالی په وړاندیزکې دی اخلاص دورایه رڼایې ورکوی مګرزمادپخوانئ تجربې له مخی په بهرکې میشت افغانان په لوړوتنخواءګانوعادت شوی هغه وخت زماسره چې ځنې افغانان تللی ول لومړئ غوښتنه یې د تنخواء هریودمیاشی څلورزره ډالرغوښتل چې دا داسلامې امارت داقتصادې حالت دوجهې امکان نه درلودنوټول هغه مسلکیان ترپه شأ شول خواوس به دڅه وخت ورسته ان شاءالله هرڅه سم شي .

الحاج استاذ بیانزی

ساپی صاحب سلامونه او نیکی هیلی! دیره مننه ، ستاسی حسن نظر دی ( چه خان یی په یارانو یی ) ستاسی خبره سمه ده چه ځینی افغانان به له اسلامی امارت د لویدیز په کچه د معاشونو هیله ولری. دا دول افغانان د معنوی عینکو په ځای مادی عینکی لری. په هغوی کار نه لرو.. طالبانو له کوم معاش او شاباسی غیره شل کاله مالی او جانی قربانی ورکړی او ورکوی، موږ ته یی خپلواکی ترلاسه او زموږ هیواد ته یی د لویو قدرتو د هدیری نړیواله ویاړنه او سپیڅلی طلایی مدال یو خل بیا وګتلو موږ څه چه… نور لوستل »

غوربندی

بیانزی صاحب تاسو ته هم ددې پرتمینې بریا او خپلواکۍ مبارکي وایو،،

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب السلام علیکم
موږ هم د خپلواکی مبارکی درته وایو.
د خپلواکی د اوس وخت څخه د هغه وخت خوشالی زیاتی وی چه هر سهار به له لمانځه فارغ شو، د چایو چښلو دمخه به مو د جهاد خبرونه او د پرله پسی فتوحاتو لړۍ تعقیبوله او له دیری خوشالیو به جامو کی نه ځآیدلو، الله ج دی اوس د نفس مقابل جهاد کی هم بریاوی زموږ په برخه کړی چه د پرونو تش په نامه جهادی رهبرانو د برخه لیک سره خدای ناخواسته مخ نه شو .

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x