نظــر

تبلیغات!

محمد انعام حماد

تبلیغ له اره عربي کلمه ده البته په معاصره عربي کې ورته دعایه وايي، په انګليسي ژبه کې ورته (Advertising) وايي چې د لاتیني ژبې د پروپاګس له کلیمې سره مرادف  او د وسعت ورکولو، اعلانولو او پېژندلو په معنی ده، په پښتو ژبه کې همدغه د عربي ژبې لفظ تبلیغ معمول ده.

په اصطلاح کې د پیغام، خبر او یا کوم بل مطلب ته له خپلې اصلي اندازې څخه زیاته هوا ورکول يا په اصطلاح کې د هر ډول اطلاعيې، اعلاميې څخه عبارت دی چې د خلکو د پاملرنې یا د عمومي افکارور د راجلبولو لپاره د وګړي یا سازمان له لوري صادر او د رسنیو له لارې خپريږي.

اوسني دور کې تبليغ خپل اوج ته رسېدلی، د نړۍ ټول زبر ځواکونه د ډله يیزو رسنیو له لوري تبليغ په داسې توګه وړاندې کوي چې هېڅکله پرې د تبليغ ګومان نه شي کولای په همدې توګه د رنګینو شعارونو په غېږ کې د ملتونو حقه حقوق تر پښو لاندې کوي.

د تبلیغاتو دغه باران دومره زیات او تېز دی چې موږ ورڅخه ځان نشو ساتلی، باید هڅه وکړو لومړی یې وپېژنو او بیایې له ضرره ځانونه خوندي کړو.

کله چې رسنیو، د هېوادونو ترمنځ د غرونو، رغونو، اوبو او… فاصلې له منځه یووړې، د ځواکمنو دښمنو او مضرو هېوادونو مداخلو ته يې لار هواره کړه؛ نو ځکه وروسته پاتې هېوادونه پرته له خبرېدو او پوهې څخه د مضرو هېوادونو د تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلل، داسې پروګرامونه یې پلي کړل چې خلک يې له اصلي معنویت څخه بې برخې کړل.

همدا اوس زموږ د هېواد په روانو حالاتو نړیوالې رسنۍ داسې تبصرې او خپرونې خپروي چې زموږ د ټولنې افکار يې له خپل هېواد او مشرانو څخه بدبین کړي.

د تبلیغ ارزښت:
که غواړئ چې د تبلیغ له لارې د نړۍ په هر ګوټ کې خپل سیاسي، نظامي او اقتصادي دښمن له منځه یوسئ، اساسي اهداف لاس ته راوړئ، نو لازمه ده، چې د تبليغ په ارزښت پوه او بالمقابل يې د دښمنانو په ضد وکاروو.

د تبليغ د ارزښت په هکله بېلا، بېلو پوهانو نظرونه وړاندې کړي چې په لاندې ډول دي.

د تبلیغ یو ارزښت همدغه دی چې په هوښیارۍ، چالاکۍ او حکمت سره خپل فکر یا نظر په یو چا داسې مني او یا يې داسې همغږى کولی شي چې ددۀ پيغام او نظر ته غاړه کېږدي.

تبلیغ د عامه رایو د هواري، جوړښت، بدلون، تعمیر او تخریب په خاطر د ډله ییزو ارتباطي وسایلو له برکته په نړۍکې د یو علم په توګه پېژندل کيږي.

تبلیغ د نړۍ په مختلفو نظامي، جنايي، پولیسي، استخباراتي، امنیتي، سیاسي او تجارتي ادارو کې د یو ځانګړي مضمون په حیث تدریس کيږي.

د تبلیغ په وسیله نړیوال خپل سیاست، افکار او پالیسي په نورو نړیوالو حکومتونو او ټولنو باندې مني او پلي کوي يې.

له همدې امله د نړۍ د مختلفو ملتونو نظریات مبلغین په خپله ګټه څرخولی شي او بالاخره له ډز او ډوز پرته د ملتونو په زړونو او افکارو کې ځای پیدا کولی شي.

دې ته ورته نورې ډېرې ګټې لري، موږ فقط یو څو ذکر کړې.

څه بايد وکړو؟
څرنګه چې تبلیغ یو مغلق او پېچيده عمل دی، تل د باسواده، مفکرینو او عالمانو له خوا په لار اچول کېږي؛ هدف يې بې خبره او بې سواده ټولنې وي.

ددې لپاره چې د تبلیغ موخه کره ځای ته ورسیږي، اصل هدف لاس ته راوړل شي، نو تل باید په ټولنه کې باسواده پوه، عالم، بانفوذه او هغه مشران چې په ټولنه کې رسوخ لري، هدف وګرځول شي څو د دوی له لارې د ټولنې عامه افکار له ځان سره همفکره او همغږي شي.

هڅه وشي چې د قوانینو، اصولو، غونډو او کنفرانسونو له لارې عامه افکار راجلب کړي. ددې کار لپاره باسواده وګړي د بې سواده په ځای غوره دي.

۱ د ټولنې په عامه رایو کې داسې بدلون راوستل چې  زمونږ په ګټه را وڅرخيږي.

۲  د نورو هېوادونو وګړي تر خپل اغېز او تاثیر لاندې راوستل.

۳ خلک یو څه کولو او نه کولو ته تحریکول.

۴ خلک له ځان سره همفکره کول.

۵  په خلکو خپله برتري او لوړتیا منل او ځان ته د هغوی تسلیمول.

۹  دښمن ذهناً او روحاً فلجول.

۱۰ خپلو نظریاتو او افکارو ته وسعت ورکول.

د تبلیغ ډولونه:
مستقيم تبليـغ:
دا د تبلیغ هغه حالت دی چې مبلغ مخامخ خپل تبلیغ کوي. په دې ډول تبلیغ کې هېڅ شک او شبه نه وي، خلک ترې باخبره وي، ولې د ځينې مجبوریتونو په اساس د دوی ځينې مسایلو ته غاړه ږدي.

غير مستقيم تبليغ:
په دې ډول تبلیغ کې مبلغ مخامخ خپل تبلیغ نه شي څرګندولی، بلکې په مختلفو اشارو، کنایو، حرکتونو او دسیسو له لارې غواړي څه تخریبي حرکات پيل کړي، چې عموما د بې اتفاقۍ، تعصب، نفرت، نژاد پرستۍ او نورو تخربي اعمالو په وسیله اهداف لاس ته راوړي.

د تبلیغ وسایل:
د انساني اړیکو ټول وسایل د تبلیغ لپاره چوپړ کولی شي.

لکه : ۱ اشارې
۲ نښې
۳ جنډې
۴  الفاظ
۵ فکري جنګ
۶  افواه
۷ سوړجنګ
۸ اصول اوقوانین
۹ راپورونه
۱۰ سروې
۱۱ مجلې
۱۲ اعلانونه
۱۳ رسامۍ
۱۴ کارتون
۱۵ رادیو
۱۶ فلمونه
۱۷ تلویزون
۱۸ انټرنیټ
۱۹ موبایل تلیفون
۲۰ اس .ایم .اس
۲۱ ایم .ایم .ایس
۲۲ډرامې
۲۳ ثقافت
۲۴ نندارتون
۲۵ سیاسي ادب
۲۶  سیاسي او ملي ترانې، مجلسونه، مناظرې، مظاهرې او نور…

له دې علاوه کارتونه، سفارتي ادارې، تجارتي علامې، پوسته خانې، ټيکټونه، یادښت کتابچې، کلیزې، ودانیو عکسونه، اوبو بندونه، نړیوال انعامونه، فلسفې او داسې نور هم د تبلیغ لپاره استعمالیږي چې باید له دې ډول وسایلو کره او په وخت کار واخېستل شي.

تبلیغ ته اړتیا:
د عامه رایو د تعمیر، تخریب، همغږۍ او پاشلو لپاره تبليغ لوړ کار کولی شي.
د یوې ادارې یا شخص د منفي اړخونو رابرسېره کول او د رسنیو له لارې ټولنې ته ښودل څو ټولنه ورڅخه نفرت وکړي هم تبلیغ بلل کيږي.

تبلیغ یو داسې تخم ته ورته ده چې په حاصل خېزو ځمکو کې کرل کيږي چې تخم يې منظم اداري پلان او ځمکه يې نا خبره افکاردي چې هوښیاران يې د ځان لپاره کري او ګټه ترې اخلي.

تبلیغات کوم ځانګړی وخت، فصل او ځای نه لري.

په مختلفو نظامي، ښوونیزو ادارو، پولیسو په اکاډمیو او جنايي جرمونو د اثبات په نصاب کې باید تبلیغ د یو مضمون په حیث ځای په ځای کړل شي او ولوستل شي.

د تبلیغ اصول:

۱ تبلیغ باید تل عام فهمه وي:

ساده او لنډ وي؛ څو د هدف وړ ټولنې په افکارو کې په اسانۍ سره ځای پیدا کړي. که چېرې د تبلیغ پيغام مغلق او پېچلی وي؛ نو بیا په عادي ټولنه کې مؤثر نه شي تمامېدلی.

۲ تبليغ بايد تسلسل (دوام)ولري:
څو يې تاثیر زیات او مقابله ټولنه ژر تر اغېز لاندې راولي.

که تبلیغ مسلسل نه وي نو د کره موخې هیله مه ترې لرئ.

۳ تبليغ بايد رښتينى وي:
په اصل کې اوسنی نړیوال تبليغ دروغ په رښتیا بدلوي؛ ولې بیاهم څومره چې امکان لري باید له رښتیا څخه کار واخېستل شي؛ ځکه که تبلیغ رښتینې بڼه ونه لري؛ نو مبلغ بالکل خپل حيثيت او ارزښت له لاسه ورکوي.

۴ تبليـغ بايد يو جانبه وي:
په تبلیغاتو کې د یو شي مثبت او منفي اړخونو بیانول مناسب او وړ کار نه دی. مثلاً که په سیاسي ډګر کې د یو چا حمایت کوې؛ نو د هغه منفي نقاط باید پټ وساتې.

۵ د تبليغاتو منبع (ماخذ) بايد پټ وي:
که چېرې خلک د منبع لټون پيل کړي او تبلیغ دروغ ثابت شي؛ نو ممکن له غبرګون سره مخ شي او هم به د تبلیغ اغېز او ارزښت له منځه لاړ شي.

۶ د اغېز له مخې تبلیغ باید پارونکی او په احساساتو بنا وي.

۷ د تبلیغ لپاره باید یو څه بوديجه ځانګړې شي.

ځکه دقیق معلومات راټولول او خلکو ته یې رسول ډېر مصارف غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx