افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: د غني تېښتې د واک د انتقال په موخه له طالبانو سره کېدونکی توافق له منځه یووړ

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۴ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، له طالبانو سره د یوه داسې توافق په ترسره کېدو کار روان وو، چې په اساس یې هغوی د کابل له نیولو منع کېدل؛ خو د غني تېښتې دا توافق په وروستۍ شېبه کې له منځه یووړ.

د اګست پر پنځلسمه نېټه د کابل د پخواني رژيم مشر «اشرف غني» له افغانستانه وتښتېد او کابل یې یوه ناڅرګند برخلیک سره‌ پریښود.

سره له دې چې طالب امنیتي‌ ځواکونه د کابل ښار دروازو ته رسېدلي وو، خو کابل ښار ته له ننوتلو یې ډډه کوله، مګر د غني تېښتې او کابل کې د چور او تالان پیلېدو هغوی اړ کړل د کابل ښار د امنیت چارې په لاس کې واخلي.

زلمي خلیلزاد له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې «فاینانشیل ټایمز» مجلې ته ویلي، چې په قطر کې له طالبانو سره په داسې یوه توافق کار روان وو چې په اساس یې هغوی د کابل له نیولو منع کېدل او واک به د غني په واسطه د یوې پروسې له لارې انتقالېده؛ خودده له قوله، غني‌ وتښتېد او دا توافق یې په وروستۍ شېبه کې له منځه یووړ.

ده وړاندې زیاته کړې، چې د غني د تېښتې د اوازو له خپرېدو وروسته په کابل کې شته امنیتي ځواکونو د امنیت له نیولو لاس واخیست، امنیتي خلا‌ رامنځته شوه او هماغه وو، چې طالبان کابل ته ننوتل، تر څو واک په لاس کې واخلي.

د خلیلزاد له قوله، کله چې غني وتښتېد، امنیتي‌ ځواکونه هم له دندو په شا شول «طالبانو له موږ وپوښتل چې کابل اوس بې سرپرسته دی، د امنیت او نظم مسئولیت یې تاسو په غاړه اخلئ؟ څنګه چې موږ له دې کار ډډه کوله، هماغه وو چې طالبان کابل ته ننوتل، تر څو د امنیت سرپرستي وکړي.»

خلیلزاد هغه اوازې رد کړې دي، چې ګواکي‌ امریکایانو کابل د یوې معاملې له لارې طالبانو ته وسپاره «نه موږ کله هم هغوی ته په دې برخه کې شین څراغ نه دی ښودلی، دا د امریکایي ځواکونو ماموریت نه وو.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
16 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

خائینه او د افغانستان ملت ستر دوښمنه خلیلزاده ، تاسی خائین د افغان ملت په کومک او ملاتړ تباه شو او د افغانستان د خاوری تمامیت او استقلال د تاسی خائین په واسطه او د امریکا انګلیس او پنجابی پاکستان غلامانو له لاسه په سوالیه کښی اچولۍ دی او تاسی خائين دافغان ملت سره د خیانتونو په وسیله ملیاردر شوی او د CIA جاسوسی او د افغانستان ملت تباهی په کومک سیاستمدار هم درڅخه جوړ کړۍ شو تاسی خائين باید محاکمه شۍ !!!!

pattang

غرواله زه د خلیلزادملګری نه یم خو ستا بې منطقي مې ژړوي !!
دومره چې په افغانستان مین یې نو په وین کې څه کوې ؟ لکه زوړ ګیدړ هرې خواته خوله اچوې او سومبکې پخوې!
ولې افغانستان ته نه تلې ؟ هغه وخت چې همایوني کور مغزه ژوندی وو !
د همایوني په پوبي phobie بنده xxx عرض مې در واخله فریادي راغلی یمه !

دوکتور غروال

pattangia دا تعجب ندی چی د خپل پیر بادار خائين خلیلزاد طرفداری کوی ددی خائین په واسطه افغان ملت د وحشت سره مخامخ دی او دوزخی اور کښی سوزی اما تاسی ته دا د افغان ملت ستر دوښمن یو مبارک مقدس شخصیت دی بلی دا د غلامانو خصلت دی !! زه مسلسل افغانستان ته تللۍ یم او هغه وخت هم ولاړم او د لیدنی وخت کښی د مداری کرزۍ اول معاون هم موجود وو نو ورته وویل شول لکه چی څنګه د ملت فریبی لپاره طالبانو ځانونه د تاسو عسکر تبلیغ کول همداسی تاسی څخه دا قاتلین او اجنبی غلامان… نور لوستل »

دوکتور غروال

واقعآ چی دا پورتال نه بیطرفه دی او نه د افغانانو لپاره دی دا یوازی د قیدانیانو پورتال دی مبارک مو شه !!

مه کوی

د نن خخه شروع بیا زه نن تکی اسیا نه ګورم او نه سه تبصره کوم. دلته د پتنګ شان خلک هم شته دا سه وایی پتنګه ایا ته طالب یی ایا مسلمان یی ولی داسی شکنزل کوی. نن تکی اسیا اداری ته شرم په کار دی چی داسی سه خپروی شرم وکری د خدای تعالی خخه وبیریژی. نور د خدای په امانّ، پتنګه هر سه چی بد راته وایی په اخرت حساب درسره کوم

Sayed

خليلزاد هغه څېره ده چې شيطان خپل قدم پورته کړی او ده پرې اېښی دی. هماغه جان بولټن وو چې نوموړی يې د خپل ملي امنيت خونديتوب په وخت کې وپېژند او له ټرمپ سره يې پرې ژوره خوابدي رامينځته شوه او پايله يې دا شوه چې له دندې لاس پر سر شو. Bolton sidelined from Afghanistan policy as his standing with Trump falters – The Washington Post How Trump’s Plan to Secretly Meet With the Taliban Came Together, and Fell Apart – The New York Times (nytimes.com) د شيطانت او چل وفرېب جال يې دومره مخته تللی وو چې… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

سره ددی چه زه خلیلزاد د (( ګوډ شیطان )) په نوم یادوم او هغه سل په سلو کی یو امریکایی وو یعنی د امریکا د استعماری ګټو د ګټو د پاره یی افغانستان په اور واچولو او او …. مګر د لمړی ځل د پاره یی دغه خبره چه [ د غني تېښتې د واک د انتقال په موخه له طالبانو سره کېدونکی توافق له منځه یووړ]د منلو او ستایلو وړ ده . خلیلزاد وایی : چه طالبان یی د یو تفاهم له مخی به زور کابل ته له ننوتلو او سیاسی قدرت تر لاسه کولو منع کول مګر… نور لوستل »

عبدالله مجید وردک

د روس او هند پاکستان ایران روزلی مکتبیان دی د خپل بابا غول تول کری ، لعنت مو په هغه تعلیمونو شه ، یو مو غیر له خدای بخلی ریس وکیل د پخوانی د زراعت وزیر په شان ناکامورا غوندی سری ونه لید .
ملا مر کری مدرسه بمبارد کری . دین لیری ساتی د حکومته د وارسا او د ناتو انگریز په خوخه . شرابیانو رشوت خورو په قرآن ملندی وهونکو بی ضمیره وطن پلورونکو، د رزیل بابا نمسیانو، دی سره مسلمان شی او انسان شی بیا افغان شی .

مه کوی

ولی جمع سودا کوی وروره دیر تکره ماستر او د دوکتوران خاوندان شته دی خو هغوی ته یی موقع نه ورکول او یا هم هغوی نه غوشتل چی د فاسد دولت سره کار وکری. د دوکتور وکیل په شان دیر خلک لرو خو چی اوس طالب یی په عزت پوه شی وخت ورکری. داسی ونه وایه چی یو ادنی طالب تر ماستر بالا دی.

عبدالرقیب

نه غواړو چي د داسي چا د شا څخه لمن پورته کړو چي په رفع حاجت باندي ناست وي. فقط دغومره ویل کافي دي چي غني او سهامي شرکت یې دومره سره لړلي وه چي د تسلیمي جرات یې نه لاره. الله تعالی ج او رسول الله مبارک ص موږ د نورو انسانانو د عیبونو په پټولو او هغوئ ته په لارښونه مامور کړي یو نه د هغوئ په رسوایي. که نه عام افغانان ښه پوهیږي چي د واک لیږد ولي رسمي بڼه خپله نه کړل. راځۍ چي اوس رامنځته سوي نوي نظم د ټینګښت لپاره ټوله لاسونه سره ورکړو.… نور لوستل »

دوکتور غروال

نن اسیا پورتال واقعآ د منافقت او غلامی لاره خپله کړی دی تاسی پوه شۍ او اخیرت مو !!!

دوکتور غروال

د نن اسیا پورتال څخه د خپلی بی صبری او تنګ نظری قضاوت باره کښی بخشنه غواړم زه د تاسو مقابل کښی د خپلی کوتاه فکری په خاطر کاملآ ملامت یم امید لرم چی په خپلی لوئي سره د ما کوتافکری بخشنه راته وکړۍ !!!!

ملا جانان

د اشرفغني غیر مسئولانه برخورد تنها او تنها افغان ولس ته په عمومي ډول او خپلو طفیلیانو ته په خصوصي ډول زیان ورسوی. د غني تیښتي د رسمیاتو پرته د طالبانو لخوا د افغانستان د ښارونو نیول (یو کندهار ښار استثناء وه چي روح الله خانزاده په رسمي ډول د ښار واګي د طالبانو والي ته تسلیم کړې). بیا د حامدکرزي نړیوال هوایي ډګر ډرامو یو قصدي هدف نړۍ ته دا ظاهرول وه چي امریکا د یوه رسمي تړون په ترڅ کي نه بلکه د ویټنام په شان په جګړه کي ماتیدو وروسته وتلې ده. که چیري دا تاثر په… نور لوستل »

ځیرک څارونکی

تر یوه حده پر ځای تبصره اما تر ډیره بی خونده، ګډوډی او بی ربطه خبری په کې دی.

مجاهد

اول سلام د اشرف غنی دی الله مور او پلار ته عفو وکری

ده تول مملکت بالخصوص کابل له تباهی او بربادی وساته الله ج دته پا دنیا او اخرت ددی اقدام اجر ورکری ده چه ویل افغانستان به زر صلح ته ورسیگی په عمل که سابته کره د خراسان/فدرلان/تجزیه غوشتونکی ته او زورگویانو ته پوره جزا ورکره

محمد

که واقعاً اشرف غني طالبانو ته د حکومت په تسلیمولو کې په شعوري توګه عمل کړی وي، بیا خو دې آفرین ورباندې وي. دا ځکه چې امریکایانو غوښتل د افغانستان څخه سوریه، عراق او یا هم لېبیا جوړه کړي چې د خدای په فضل داسې ونشول. دا چې طالبانو د تېر شل کلن جهاد او سرښندنو په پایله کې بهرني او کورني لنډغر د هېواد څخه وشړل، دا یې لویه اتلولي ده چې د قدر په سترګه باید ورته وکتل شي. دا به ډېره بې انصافي وي چې جهاد طالب کړی وي او څوکۍ ماته راکړي. هر څه به ورو… نور لوستل »

Back to top button
16
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x