
د امرالله صالح له کوره ترلاسه شوي میلیونونه ډالر «د افغانستان بانک» ته وسپارل شول
نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۲۴ وږي، ۱۴۰۰ل): «د افغانستان بانک» وايي چې د پخواني حکومت د لومړي مرستیال امرالله صالح او یو شمېر نورو چارواکو له ځایونو څخه ترلاسه شوي نغدي میلیونونه ډالر دغه بانک ته سپارل شوي دي.
درې ورځې وړاندې د پنجشیر ولایت امنیتي ځواکونو د یوې ویدیو په خپرولو سره ویلي ول چې د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې د امرالله صالح له کوره شپږ نیم میلیون ډالر او د سرو زرو ۱۸ خښتې ترلاسه کړي دي.
نن د افغانستان بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د امر الله صالح په شمول د پخواني حکومت د چارواکو له ځایونو ترلاسه شوي دولس میلیونه درې سوه اته شپيته زر ډالر د دغه بانک خزانې ته سپارل شوي دي.
حکومتي چارواکو د افغانستان بانک ته د یادو نغدو پیسو د سپارلو پر مهال یادونه وکړه چې دوی په هره برخه کې روڼتیا ته ژمن دي او له همدې کبله یې د یادو چارواکو نغدې پیسې د افغانستان بانک خزانې ته سپارلې دي.
دوی ویلي چې دوی ته تر اوسه په دې اړه معلومات نشته دی چې امرالله صالح او نورو چارواکو دومره زیاتې پیسې د کومو لارو ترلاسه کړې وې او ولې يې ساتلې وې.
دا په داسې حال کې چې په پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم تور دی چې د کابل څخه د وتلو پر مهال یې لسګونه میلیونه ډالر له ځان سره وړي دي.
د امریکا د جمهوري غوښتونکو استازو ادعا کړې وه چې اشرف غني له افغانستان د وتلو پر مهال له ځان سره ۱۶۹ میلیونه ډالر ليږدولي دي.
په خپله اشرف غني دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې دى تيار دى چې د خپل ځان او خپلو نيږدې ملګرو د شتمينو د ملګرو ملتونو يا نورو ازادو ادارو تر څارنې لاندې حساب ورکړي.
زما به هغه وخت پدی غلا قناعت حاصل شی چی د ټولو حکومتی کارمندانو تنخوا سر له سبا ورکړل شی.
ولی منقی لاکونه؟ حکومتی کسان فکر وکړی چی ټول کافران ول چی تاسو سره یی جګړه ونکړه او په مفته مو وطن اشغال کړ. بله خبره: هر مامور د حکومت د پنځو یا ښپږو ماشومانو پلار دی. دا وطن خو صرف د طالبانو ندی دلته څلویښت میلیونه خلک ژوند کوی. دلته په میلیونو کونډې او یتیمان دی د دوی لپاره هر څه ته ضرورت شته. اسلام دا نه وایی چی قصاوت وکړی اسلام د صلحی، د وروګلوی دین دی. بیا زما په غیڼ. زه دا دیرش کاله کیږی چی مهاجر یم بهترین ژوند لرم زما یوه مشوره وه چی تاسو… نور لوستل »
احماقت خو تر یوو ځایه پورې وي خو ته یې بیخي پهلوان يې ! که غواړې چې سیاسي پروپاګنده وکړې نو لیکنې او تهمتونه دې په یوو منطقي چوکااټ کې وتړه ! جګړه به یې کړې وه خو دالر خلاص شوي وو، نور نو څه کوي چې جګړه کوي ! د جلال اباد د چوک ډولک چي بابا له دالرو، لوراغني، فْضلي او محب سره وتښتیده ، نور نو جنګ چا کړی وی اوپه کوم حاجت !! یو بالون وو له باده ډک نوکله چې له ازغی سره په تماس کې شه ټس باد یې ووت ! خوشې وخت مه… نور لوستل »
طوطی صاب ! له ټولو مامورینو به مو هدف د طوطی صاب کمیشن وی، مګر له بده مرغه خپلواکی تر لاسه شوی ، اشغال او غلامه اداره نوره شتون نه لری چه تاسی غوندی خلکو ته به یی په هره تبصره بلا کمیشن درکوو، ماسته شده د هر چا خوښیږی خو د پیشو پسی خڼی راوتی ، ډالر د هر چا خوشیږی خو ستاسی د کمیشن کارو پسی خڼی راوتی د صالح او نورو دولس میلونه ډالر خو د یو څو مکاتبو هم نه بس کیږی د ټول افغانستان مامورینو ته به له دغو څه ورکړی ؟ عقل دی په… نور لوستل »