
اسراییلو د ۴۳ پوځيانو وژل کېدل ومنل
نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۵مه ۱۳۹۳ل): د اسراییلو د پوځ ویانده وايي چې د غزې تراډې سره نېږدې د هاوان په یوه برید کې د دوی یو پوځي وژل کېدو سره د دوی د وژل شوو پوځيانو شمېر ۴۳ ته ورسېد.
په عین حال کې حماس وايي چې دوی نن سهار د اسراییلو تل ابیب او اسدود ښارونه په مزایلو ویشتلي دي.
تر دې دمخه اسراییلو د شنبې په ورځ هم د خپلو هغو ۲ پوځیانو چې تېره اونۍ ټپي شوي وه په وژل کېدو اعتراف کړی و.
اسراییلو همدا راز په دې هم اعتراف کړی چې د روان یرغل له پیله د دوی تر ۱۳۰ زیات عسکر ټپي شوي.
بل پلو حماس مجاهدین وايي چې د دوی د مقاومت په پایله کې د اسراییلو ۵۹ عسکر وژل شوي او تر ۳۰۰ زیات ټپيان شوي دي.
حماس زیاته کړې چې دوی همدا راز دوه اسراییلي عسکر ژوندي نیولي.
اسراییل کوښښ کوي چې د حماس سره په جګړه کې خپل تلفات کم وښيي له همدې امله زیات شمېر اسراییلي رسنۍ د خپل چارواکو په ویناو اعتبار نه کوي.
د حماس مقاومت
د حماس جهادي غورځنګ نظامي ډله «قسام» وايي چې دوی نن سهار تل ابیب په دوه M75 ډوله مزایلو او اسدود په پنځه غراد ډوله مزایلو ویشتی دی.
حماس تر هغې وروسته په اسراییلو مزایل ویشتلي چې د محدود اوربند وړاندیز یې رد کړ. د حماس په وینا دا ډول اوربند چې غزه محاصره وي هیڅ معنا نه لري.
د حماس ډلې یو تن مشر اسماعیل رضوان وايي چې اسراییل په سمه توګه اوربند ته ملتزم پاتې نشول له همدې امله حماس هغه اوربند چې اسراییلو رد کړی و مات کړ.
د حماس مجاهدین وايي چې داسې اوربند هيڅ ورته د منلو نه دی چې د غزې د محاصرې د پای ته رسول په کې نه وي.