افغانستان

د ملګرو ملتونو استازو له سراج الدین حقاني سره لیدلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۲۴ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر «یوناما» مشرې «دیبورا لینز»، او په امنیتي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازي په کابل کې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر «سراج الدین حقاني» سره لیدلي او په افغانستان کې د بشري مرستو د ویش په ګډون د یو شمېر موضوعاتو په اړه ورسره غږېدلي.

د یوناما له لوري په همدې تړاو خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو او د بشري مرستو د رسوونکي پرسونل په اړتیا ټینګار وشو او زیاته شوه، چې د هغوی د چارو په وړاندې باید خنډونه جوړ نشي، تر څو خپله حیاتي دنده ترسره او مرستې مستحقو کسانو ته ورسوي.

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د شته ننګونو د له منځه وړلو په موخه د ګډو هڅو په پراخولو او د باور په لا غښتلتیا ټینګار وشو او زیاته شوه، چې د ملکي مامورینو، د صحي سکتور د کارکوونکو او نورو معاشات باید ورکړل شي.

ورته مهال یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل، چې په دې لیدنه کې ټینګار وشو چې د افغانستان اسلامي امارت باید د ملګرو ملتونو له لوری په رسمیت وپېژندل شي او د یوه رسمي جهت په حیث ورسره ګډ کار وکړي.

په لیدنه کې د تور لست په سپینولو، د دوحې تړون په عملي کولو او د بانکي او اقتصادي چارو د لا پراختیا په موخه د افغانستان د کنګل شویو پیسو په خلاصولو ټینګار شوی.

په افغانستان کې د نوي حکومت تر اعلان وروسته دا لومړنۍ لیدنه ده چې د ملګرو ملتونو استازي یې د کورنیو چارو له وزیر سره کوي.

سراج الدین حقاني لا هم د ملګرو ملتونو په تور او د امریکا د جایزې په لستونو کې شتون لري او امریکا یې د له منځه وړلو په موخه لس میلیون ډالر جایزه هم ايښې.

نوی حکومت ټينګار لري، چې امریکا باید د دوحې توافقنامې ته ژمنه پاتې شي او پر حکومتي چارواکو لګول شوي بندیزونه لیري کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x