افغانستان

ټایمز مجلې ملا برادر  اخوند د ۲۰۲۱ کال د سلو اغېزناکو شخصیتونو له ډلې بللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۲۴ وږي، ۱۴۰۰ل): له امریکا خپرېدونکې ټایمز  مجلې د افغانستان د رئیس الوزرا مرستیال «ملا عبدالغني برادر اخوند» د روان میلادي کال د سلو متنفذو او اغېزناکو شخصیتونو له ډلې بللی.

د ټایمز مجلې له لوري د روان کال د سلو اغېزناکو څېرو په تړاو خپاره شوي کلني راپور کې ملا برادر اخوند یو نظامي رهبر بللی شوی او هغه یې د ۲۰۲۱ میلادي کال د سلو اغېزناکو شخصیتونو په کتار کې ثبت کړی.

په دې سلو کسانو کې د امریکا ولسمشر «جوبایډن»، د هغه مرستیاله «کماله حارس»، د هند لومړی وزیر  «نریندرا مودي»، د چین ولسمشر «زي جین پینګ»، د امریکا پخوانی ولسمشر «ډونالډ ټرمپ»، د برتانيې شهزاده «هیري»، د ایران ولسمشر «ابراهیم رئیسي» او یو شمېر نور کسان هم شته.

مجلې د ملا برادر اخوند له انځور سره خپاره شوي تفصیل کې لیکلي، چې نوموړی د هغو مذاکراتو تر شاه وو، چې په  مټ یې طالبان بریا ته ورسېدل او تر څنګ یې نوموړی د پخواني رژيم عسکرو ته د بښنې کولو او کابل ته د طالبانو د ننوتلو په مهال  د وینو توییدلو د مخینوي په ګډون په ټولو سترو او مهمو پریکړو کې شامل وو او له چین او پاکستان غوندې هیوادونو سره په مهمو ناستو کې یې حضور درلود.

مجلې وړاندې لیکلي چې نوموړی یو خاموش او پټ شخصیت دی، چې ډير کم د رسنیو پر مخ راڅرګندېږي او اوس د نوي سرپرست حکومت په جوړښت کې د صدراعظم د مرستیال رتبه ورکړل شوې.

د مجلې په حواله، نوموړی په طالبانو کې د یوه معتدل جریان له ډلې دی، چې اوس به هڅه کوي د خپل حکومت لپاره د غرب مرستې را جلب کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم

په پښتو کي متل دی چي خسر مي مه بوله ټر مي بوله خو په نیک نظر راته ګوره. اعزازت مه ورکوئ. د لیاقت څخه یې ګټه پورته کړئ. په کارونو کي خنډونه مه ورته اچوئ.

طوطی

ممکن استکبار پدی کار سره د ملا برادر شخصیت د طالبانو تر منځ خراب کړی ځکه چی د طالبانو د مشرانو سرونه پدی خبرو نه خلاصیږی. سوال ورته پیدا کیږی چی دا ولی غوره شخصیت شو.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x