ټکنالوژي

ایپل د ایفون ۱۳ څلور موبایلونه وړاندې کړل، غوره کامرو او پیاوړې ټکنالوژي یې د خلکو پام ځانته راړولی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ وږي، ۱۴۰۰ل): د ټکنالوژي په نړۍ کې مشهور شرکت ایپل په پنځم نسل (5G) ټکنالوژي او پیاوړې کامرې سمبال ایفون ۱۳ موبایل نړۍ ته وړاندې کړ.

د ایفون ۱۳ وړاندې کولو غونډه د امریکا په کالفورنیا ایالت کې د سه شنبې په ورځ د سپتمبر په ۱۴مه وشوه چې د یاد سیریز څلور پیاوړي موبایلونه یې نندارې ته وړاندې کړل.

په دغه موبایلونو کې ایفون ۱۳ میني، ایفون ۱۳، ایفون ۱۳ پرو او ایفون ۱۳ پرو مکس شامل دي، چې بېلا بېلې ځانګړتیاوې لري او تفصیلات یې په لاندې ډول دي:

د ایفون ۱۳ میني ډیسپلی ۵.۴ انچه، ایفون ۱۳ ۶.۱ انچه، ایفون ۱۳ پرو هم ۶.۱ انچه او د ایفون ۱۳ پرو مکس ډیسپلی ۶.۷ انچه ده، په دې معنا چې د یادو موبایلونو ډیسپلی هم د تېر ایفون ۱۲ په څېر ده.

دا ځل په ایفون کې A15 بایونټک پراسیسر ورکړل شوی چې د ایپل شرکت په وینا د تېر A14 پراسیسر په پرتله ۲۰ سلنه لوړه ده، په داسې حال کې چې ټولګټه یې ۳۰ سلنه پورته ده. دغه راز د IOS A15 چلونکی سیستم په کې ځای پرځای شوی دی.

په څلورو واړو موبایلونو کې د پنځم نسل یا فایو جي ټکنالوژي ورکړل شوې، چې د پخوا په پرتله نوره هم غوره شوې ده. ددې موبایل له غوره ځانګړتیاو څخه د 1TB حافظه او پياوړې بیترۍ هم ده. که څه هم ایپل د ایفون ۱۳ د بیترۍ سایز نه دی واضحه کړی خو ویل کیږي د پخوا په پرتله غوره شوې ده.

Apple September 2021 iPhone 13 launch live stream event: LIVE UPDATES, price in India for iPhone 13, iPad, iPad mini, Apple Watch Series 7

ایفون ۱۳ میني – IPhone 13 mini

که څه هم تېر کال د ایفون ۱۲ میني د مینوالو پام ځانته نه و راړولی خو ایپل شرکت په ۲۰۲۱م کال کې هم ددې اړتیا ویني، او د دوهم اسټینډرډ ماډل ایفون ۱۳ سره یې وړاندې کړ.

د ایپل په وینا د ایفون ۱۳ موبایلونو د بیترۍ ژوند کې یې د پام وړ ښه والی راوستی چې د تېر کال موبایل په پرتله ایفون ۱۳ میني بیترۍ یو نیم ساعت زیات کار کولی شي.

دغه راز یې د سیلفي کامره (د مخ ID) د نوچ کوچني کولو لپاره له سره ډیزاین کړې او د شرکت په وینا د تېر په پرتله ۲۰ سلنه کوچنۍ دی. دغه راز ډیسپلی یې د تېر په پرتله ۳۸ سلنه زیاته روښانه ده.

په ایفون ۱۳ میني کې داسې ټکنالوژي (سرامک شیلډ) کارول شوې چې موبایل د غورځېدو پرمهال محفوظ ساتي او د اوبو او خاورې ضد دی.

ددې کامره هم د ایفون ۱۲ په څېر ده، چې شاته یې ۱۲-۱۲ میګا پېکسله دوه کامرې ورکړل شوي په کوم کې چې د سنیماټک نوی مود ورکړل شوی دی. دا سیستم نوی دی او په ټولو موبایلونو کې ورکړل شوی چې د ویدیو کیفیت په ښه کولو کې مرسته کوي.

دا موبایل به په ۱۲۸ جي بي، ۲۵۶ او ۵۱۲ جي بي حافظې سره د سپتمبر له ۲۴مې وروسته په عام بازار کې موندل کیږي چې بیه یې په ترتیب سره ۷۲۹ ، ۸۲۹ او ۱۰۲۹ ډالره ټاکل شوې ده.

Apple iPhone 13

ایفون ۱۳ – IPhone 13

دا موبایل تر ډیره ایفون ۱۲ ته ورته دی خو یوازې مخ طرفته یې نوچ کوچنۍ کړی او د شا کامرې موډیویل یې له سره ډیزاین کړی، خو له دې پرته زیات توپیر نه لیدل کیږي.

بیترۍ یې د تېر په پرتله زیاته غوره شوې چې د ایفون ۱۳ بیترۍ ۲ نیم ساعته زیات وخت کار ورکوي. د ایپل په وینا، پراسیسر یې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه چټک دی.

تر کومه چې د کامرو خبره ده، په دې کې شاخوا ته دوه ۱۲-۱۲ مېګا پېکسله کامرې ورکړل شوي، چې د ایفون ۱۲ پرو مکس په څېر یې د اپټیکل عکس ثبات سیستم ورکړی، په داسې حال کې چې یوه د پراخې زاویې کامره چې د تېر هغې په پرتله ۴۷ سلنه ستر سانسر لري ددې موبایل برخه ده. د فوکس سیستم یې غوره شوی دی.

ایفون ۱۳ به ۱۲۸، ۲۵۶ او ۵۱۲ جي بي حافظې سره وړاندې کیږي چې بیه یې په ترتیب سره ۸۲۹، ۹۲۹ او ۱۱۲۹ ډالره ایښودل شوې ده.

ایفون ۱۳ میني او ایفون ۱۳ په پنځو رنګونو کې بازار ته وړاندې کیږي، چې د ستوري رڼا ډوله رنګ، د نیمې شپې ډوله رنګ، آبي، ګلابي او سور رنګونه دي.

ایفون ۱۳ پرو – IPhone 13 Pro او ایفون ۱۳ پرو مکس –  IPhone 13 Pro Max

ددې موبایلونو ځانګړتیا د بایونټک شرکت A15 پیاوړی پراسیسر، په نوې ټکنالوژي سمبالې ۳ کامرې او د بیترۍ ژوند زیاتوالی دی. دغه راز یې د نوچ پلنوالی هم کوچنۍ کړی چې ورسره سکرین پراخه شوی دی.

د پراخې زاویې کامره یې په کمه رڼا کې هم په غوره کیفیت عکس اخلي چې لامل یې لوی سانسر دی، د اضافي پراخې زاویې سانسر یې نور هم پراخه کړی دی.

په دواړو موبایلونو کې د تېر په پرتله د ۳ ایکس پرځای د ۶ ایکس اپټيکل زوم (نږدې کولو) اسانتیا ځای پرځای شوې، او په نوي مود زیاتولو سره د ۲ سانټي میټر کوچني شیانو په عکس اخیستلو کې مرسته کوي. په دې کې داسې ټکنالوژي هم ځای پرځای شوې چې کولی شي په 4K کیفیت سره د یوې ثانیې په چټکتیا کې ۳۰ چوکاټونه ثبت کړي.

iPhone 13 Pro in graphite, gold, silver, and sierra blue.

د بیترۍ له لحاظه دغه موبایلونه د تېر هغو په پرتله ۲ نیم ساعته د زیات کار کولو وړتیا لري.

ایفون ۱۳ پرو او ایفون ۱۳ پرو مکس د ایپل لومړي موبایلونه دي چې د ۱۰۰۰ جي بي 1TB حافظې لرلو وړتیا لري.

د ایفون ۱۳ پرو بیه: د ۱۲۸ جي بي حافظې لرونکی په ۹۹۹ ډالره، د ۲۵۶ جي بي حافظې لرونکی په ۱۰۹۹ ډالره، د ۵۱۲ جي بي حافظې لرونکی په ۱۳۹۹ ډالره او د ۱۰۰۰ جي بي یا یو ټي بي حافظه لرونکی موبایل ۱۴۹۹ ډالره بیه لري. دغه راز د ایفون ۱۳پرو مکس بیه هم په ترتیب سره ۱۰۹۹، ۱۱۹۹، ۱۳۹۹ او ۱۵۹۹ امریکایي ډالره ټاکل شوې ده.

د ایفون ۱۳ پرو او ایفون ۱۳ پرو مکس په څلورو رنګونو وړاندې شوی چې: نقريي (خړ)، ګرافیټ، سرو زرو او نیمچه نیله دي.

باید وویل شي چې ایپل د خپل ځیرک ساعت ۷ څخه هم پرده پورته کړه، چې دا ځل به د سترې ډیسپلی او چټک چارجنګ وړتیا ولري، خو دا ساعت به د روان کال په وروستیو کې وړاندې شي چې بیه به يې ۳۹۹ ډالره وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x