نظــر

د کابل فتحه او هیله بښونکی زیری

اسدالله رزین

د افغانستان اسلامي امارت د فتحې خبر یو معمولي خبر نه و. زموږ تاریخ دغسې فتحې او زیري بیخې لږ لیدلي او لږ اوریدلي دي.

په اسلامي هیوادو کې د اسلامي نظام د قیام لپاره چې د غربپالو یا دموکراسۍ پالو مسلمانانو په وړاندې کومې هلې ځلې او جګړې روانې دي، هغو ته یو شمیر نا پوه خلک د مسلمانانو خپل منځي هلې ځلې او جګړې وایي.

په داسې حال کې چې هغه د دوو مخالفو نظامونو تر منځ هلې ځلې او جګړې وي. دا هغې جګړې ته ورته جګړه ده کومه چې د امام حسین(رض) او یزید تر منځ پیښه سوې وه او هغه د حق او باطل تر منځ جګړه وه.

د اسلامي نظام د قیام لپاره چې کومې جګړې ته سره راوځئ. هغه د حق او باطل تر منځ جګړه وي. نه د دوو مسلمانو لورو تر منځ جګړه.

اسلامي تاریخ د اسلامي نظام د قیام ډیرې لیکلې او په سینو کې پرتې پیښې لري چې منزل ته یا نه او یا بیخو لږ رسیدلې دي.

د بېلګې په ډول سره په (۱۸۳۹) م کال کې انګریزي ښکیلاک په موږ ګران هیواد ته د قبضې په تکل راننوت او مجاهد ولس یې په پوره میړانه تر(۱۸۴۲)م کاله پورې د ښکېلاکي هوډ او ناروا قبضې مخې ته ودرید، ګران هیواد یې ترې وژغوره، ښې ډیرې وینې یې ور وبهولې.
یوازي ډاکتر برایډن یې نیم ځانه ژوندی پریښود. تر څو انګریزانو او نورې ښکیلاکي نړۍ ته د انګریزانو د سپیتاني او افغانانو د میړانې کیسې ور وا وروي او ورته ووایي چې پام! د ښکیلاک مړستون ته د ورننوتو خیال له ککرۍ وباسئ، خو له دې ویاړلې فتحې سره سره د اسلامي نظام د قیام هیلې هم هغسې نا هیلې، تږې او ستړی پاته سوی او شړل شوی امیر دوست محمد خان بیرته واک ته ور وخوت.

مسلمانانو د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د اسلامي نظام د راتلو منډې ترړې ولرلې، خو غربي مقداري جمهوریت یې مخه ډب او خپل مزدور لږکي یې واک ته ورسول.

په ایران کې هم د (۱۹۷۹)م کال د فبروري په میاشت کې د دوی په خوله اسلامي انقلاب راغی او د شاهي غربي نظام په اغیز کې ژوند یې بدل کړ. په حکومتي اډاڼه کې پتلون او نیکټایي یې په چپنه او بې چپه ګردنه کمیس واړوله، خو په انقلاب کې دننه د څو متعصبو شیعه ګانو او قوم پالو د رول له کبله سره له دې چې امریکا ته یې شیطان بزرګ ویل. د نورې اسلامي نړۍ لپاره بیلګه نه سو ثابت چې دوی ظالم باله د هغسې ظالم یزید (بشارالاسد یا قاتل بن قاتل) ملا یې د سوریې د مسلمان او مظلوم ولس په وړاندې وتړله.

دغه ده په افغانستان کې د اسلامي سپین انقلاب او سپیڅلي اسلامي نظام د په رسمیت پیژندلو جرئت هم نسې کولای او نه هغسې هم پاته سو چې ویل یې.

په (۱۹۷۹)م کال کې کمونستو روسانو ناسمه محاسبه وکړه او ګران هیواد یې خوړلو او هضم کولو ته تیاره ګوله ګوله وباله او افسانوي سرو لښکرو یې په ګران افغانستان وحشي او بې دلیله یرغل وکړ، تر څو له یادې لارې د ایران او عربو په تودو اوبو یعنې تیلو خېټه واچوي، په منځني ختیځ کې امریکایي ښکېلاک د تل لپاره و شړي، او په کمونستي اوښتون کې یاده سیمه  هم را ونغاړي، خو زړورو افغانانو یې په وړاندې سلاته لاس ور اوږد کړ.

مجاهد ولس په بې ساري رحمتونو او پر له پسې نصرتونو ونازول سو، د کمونیزم چټک او سندان یې ور مات کړل، د سرو لښکرو افسانوي حیثیت یې ور ختم، د ځواک کم ځواکي یې را برسیره او د انسانیت له مخې یې بربنډ کړه او منځنی ختیځ یې د کمونیزم د غوبله له پښو وژغواره او په (۱۹۸۹)م کال کې له مات چټک، سندان او مات حیثیت سره له شاهین صفته دښتو او غرو وتښتیدل او شوروي اتحاد په ټوټو ووېشل سو، خو په ډیر افسوس سره زموږ د مشرتابه د بې جا، دښمن په توشه اختلافونو او ځان مننې شیطاني هوس ته په ګونډو، د ولس بې ساري شهادتونو، هجرتونو او اطاعتونو ته یې د رحم په سترګه ونه کتل او د اسلامي نظام منزل ته رسیدلې هیلې منزل ته په لیخکې کې نیمه خوا پاته سوې.

په (۱۹۹۴)م کال کې طالبان د یوه جهادي ځواک په بڼه کې سره را ټول او په دوه کاله دننه کې یې د دښمن او تالي څټو بسترې ور وتړلې، له هیواده یې و شړل او په (۱۹۹۶)م کال کې یې په خپل هیواد خپل واک، واک ته ورسا وه او ډیر ژر، خو په سړه سینه یې(۹۸)سلنه هیواد ته واک ور و غځاوه. شرعي نظام واګي واخستې، احکام جاري سول، امن سیوری پیدا کړ، جرائمو نور د پاته کیدو وس نه دلود، د نشه یي موادو کر کیله ګناه وبلل سوه، خو له امریکایي اطاعته الهي اطاعت ته ور وتل امریکا او اشرباڼو یې نه سوای زغملای، نو ځکه یې د اسلامي نظام د ازالې لپاره خپل دو دیز وحشت او دهشت ته فنا ور وړه.

یوولسم ستمبر په خپل لاس پیښه سوې پیښه یې بهانه وګرځوله او د (۴۶) هیوادو له اشرباڼو سره یو ځای یې په (۲۰۰۱)م کال کې په افغاني کلو، کیږدیو، ښارو، دښتو او غرو د بې مخینې تباهۍ ناروا پیل کړه.

هیواد یې په کنډوالو او هدیرو بدل کړ، ژوندي پاته هیوادوال او طالبان غرو ته وختل او امریکا دوی زیږولې او مزدوره اداره واک ته ورسوله.

ډیری طالبان شهیدان، ټپیان، بندیان، وږي، تږي، ستړي او بې کوره سول، خو فکري ځواک یې له کړاوو او هوډمن پاته سو او د یوې اوږدې مبارزې لپاره یې ځانونه چمتو کړل.

امریکا، اشرباڼو او مقررو واکوالو یې نه سوای منلای چې دا په بربریت ځپل سوی لښکر به دي بیا په پښو و دریږي او د مبارزې ډګر ته دې را ووځي او موږ ته دې عذاب جوړ سي، خو طالبانو په شل کلنې مبارزه کې د خپل ټیکاو او هوډ داسې مظاهره وکړه چې نړۍ يې ګوته په غاښ، امریکا يې په ګانډو او له افغانستانه د وتلو د نیټې اعلان ته یې را وغوښته.

د امریکایانو له ویتنامه د وتو منظر تر سترګو ګرځیده چې په کابل کې به د امریکا د سفارت له بامه چورلکو ته د (ما درسره یوسه لاسونه ښوروو.) له دې کبله چې طالبانو ور کړي ګزارونه په آسماني نصرتونو پوښلي وو. نه یوازې جوارح بلکې زړونو ته یې ټکان ور کړی و، خو طالبانو ژمنې ته په ژمنتیا او اطاعت ته په درناوي کې د امن وتو لار ورکړه او ووتل.

طالبان کابل ته د مکې د فتحې په تصور او څرنګوالي کې ور ننوتل. په وړاندې یې د سرخوږي کوم ځواک نه وو پاته، سلاح یې په ځمکه ایښي وه، د عفوې لارې یې څارلې. چې د عمومي عفوې اعلان یې هم واورید.

د اسلامي نظام د انوارو او برکتونو په سیوري کې د حکومت د جوړیدو آواز کابل او ټول هیواد ته د امن ډالۍ وویشلې او د سکون ډاډ یې ور کاوه. وطني ، قومي، تنظیمي او د بدمعاشي جنډې او زور ښوونه یې نور نه تر سترګو کیده.

یوازي د محمد رسول الله(ص) په یاد سپینې جنډې زړونو ته قوت او طراوت ور وبخشه.
د هیواد او اسلامي نړۍ له هرې برخې له خوښیو او هیلو ډک دغه آواز زمزمه کیده: د طالبانو د اسلامي تحریک مجاهدینو لویه فتحه مو مبارک سه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دى ته تاسى فتح وا ياست دايو لوى ناورين دۍ چه بيخى لوى جاهل نه وى پدى پوهيږى چه زموږ لوى دښمن(I S I)دۍ ستا حکومت دبيعلمه جاهلانو څخه ( I S I ) درجوړ کۍ ټولشموله چه دملک او دنياسره يي وعده کړى وه هم دالله په حضورکى درواغجن همدملت په حضور کى وعده خلافه اوهم دحکومت حيثيت نلرى ـ عبدالواحد اڅګزۍ

طوطی

محترم لیکوال صیب: د کابل فتحه کومه داسی فتحه نده چی هر افغان ورباندی افتخار وکړی دا فتحه نه بلکی یو تدریجی مرګ دی. لږ سترګی وغوړوه په وار سره مو هر څه لکه آجوج او ماجوج ختم کړل. خلک مو له قحطی سره مخ کړل، تجارت مو په ټپه ودراوو، خلک مو لدی فتحی سره مهاجرت ته مجبور کړل، تیښته شروع شوه، د خلکو نفرت او انزجار روځ تر بلی ډیریږی ځکه چی دا یوه میاشت وشوه چی طالب تر اوسه هیڅ ندی کړی چی د خلکو اطمینان په لاس راوړی هو مګر پنجشیر او ځینو نورو ځاینو کی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x