افغانستان

حکومت پنجشیر ته بشري مرستې لېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲۵ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزرا‌ «ملا محمد حسن اخوند» په مشرۍ د کابینې په رابلل شوې ناسته کې پنجشیر ته د بشري مرستو د لېږلو حکم شوی.

له ملي تلویزون څخه په همدې تړاو خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا محمد حسن اخوند ټولو سرپرستو وزیرانو ته حکم کړی چې رسمي چارو ته جدي پاملرنه وکړي او تر څنګ یې امنیتي سکتور ته سپارښتنه شوې چې د کابل ښار د امنیت د لا ښه کېدو په موخه تر خپل منځ همغږي زیاته کړې.

کابینې ددې تر څنګ حکم کړی، چې په پنجشیر ولایت کې پر مخابراتي شبکو لګېدلي بندیزونه دې لیري کړل شي او هلته روان وضعیت ته د پوښښ ورکولو په موخه د رسنیو د لېږلو تر څنګ دې د یاد ولایت اوسېدونکو ته بشري مرستې هم ولېږل شي‌ «همدا راز پرېکړه وشوه چې په دې وروستیو کې هېواد ته راوړل شوې بشري مرستې دې د پنجشير ولايت ته  ولېږل شي او هلته دې په بېلا بېلو سيمو کې مستحقينو ته په منظم ډول وويشل شي.»

د کابینې په ناسته کې پریکړه شوې، چې د سوداګرو، صرافانو، مهمو کارپوهانو او مشهورو برجسته کدرونو د تحفظ اړونده لازمو سهولتونو برابرولو ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

پنجشیر چې د کابل تر نیول کېدو وروسته یې د حکومتي‌ امنیتي ځواکونو خلاف مقاومت کاوه، اوس په بشپړ ډول د حکومت تر واک لاندې دی او تصفیه یې روانه ده.

له یاد ولایت څخه سلګونه کورنۍ ګاونډیو ولایتونو او په ځانګړي ډول پلازمېنې کابل ته راغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملا جانان

د دې کابینې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره څه پلان کړي دي؟ د درو کلونو پلان یې څه دی؟ کلنی پلان یې څه دي؟ د راتلونکو ۶ میاشتو پلان یې څه دی؟ ولس یې په هیڅ هم نه دي خبر. موږ څه پوه سو چي دوئ د ولس په ګټه لګیا دي که په تاوان؟ او شپږ میاشتي بعد، کال بعد یا څو کاله بعد څه پوه سو چي یو څه یې کړي دي او که یې وخت ضایع کړی دی؟ په خپلو پلانونو کي بریالي ختلي او که ناکامه سوي دي؟ شفافیت ښه شی دی. کله چي پیغمبر ص… نور لوستل »

Sayed

They were saying to previous government Kabul Office. What we should to their unrecognised military machine which is running by ISI? The Taliban Office nothing else. Office is also not a suitable word for them.

طوطی

په مجموع کیدی ټول افغانستان سره باید مرستی وشی. ژمی را روان دی اکثره خلکو د تیر حکومت سره یا مامورین، عسکر، پولیس یا معلمین ول چی صرف د یوی مړی ډوډی په خاطر یی حکومت سره کار کاوه. د طالبانو د حکومت په راتلو سره یی تر اوسه یو روپی معاش تر لاسه کړی ندی د هغوی معاشونه باید زر تر زره اجرا شی هر کس سره پنځه شپژ سره فامیل دی. بانکونه باید زر تر زره فعالیت شروع کړی د تجارانو کار او باز په ټپه ولاړ دی. دی نوی حکومت تر اوسه صرف پنجشیر او نورو ځایو… نور لوستل »

مه کوی

طالبانو ته مهمه مشوره: بیانزیه وروره، مجاهده وروره او…. لطفا طالبانو ته یی ورسوی. همدا اوس د پاکستان سره تجارت تقریبا له دوه چنده زیات شوی دی. طالبان دی لاندی کارونه وکری. اول – واریدیدونکی توکی او مقدار یی معلوم کری. دوهم ــ هغه توکی چی افغانستان کی شته باید د پاکستان خخه وارد نشی خو افغانی توکی کفایت نکوی نو بیا د دقیقی محاسبی وروسته دیر کم د موقت وخت لپاره راخوشی شی. دریم- کوم توکی چی افغانستان یی تولید نه لری یا کم وی ژر ترژره اطاق تجارت، اقتصاد وزارت، زراعت وزارت، مالیه وزارت او ملی او بین… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x