نړۍ

هرات کې يو ۱۳ کلن ماشوم د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲۵ وږي، ۱۴۰۰ل):  هرات کې يو ۱۳ کلن ماشوم د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.

د تېرې شنبې په ورځ د هرات ښار ديارلسمې حوزې کې د حاجي نادر خان زوی ۱۳ کلن فیض الله د تښتوونکو له لوري يرغمل شوی و.

د فیض الله تره حاجي نور الله سليمانزي نن ټکی اسيا ته وويل، چې د قضيې له رامنځته کېدو وروسته يې د هرات والي او امنيه قومندان ته عریضه وکړه او د هرات ولايت چارواکو د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د حاجي نورالله په وينا د هرات والي او امنيه قومندان نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او د الله تعالی په فضل له څو ورځو هڅو او پلټنو وروسته نن پنجشنه د افغانستان اسلامي امارت ځواکونه په دې وتوانېدل، چې ياد ماشوم د تښوونکو له منګولو وژغوري او خپلې کورنۍ ته يې وسپاري.

د تښتول شوي ماشوم کورنۍ وايي، تښتوونکو دوی ته ګواښونه کول او د ډېرو پيسو تاوان غوښتنه يې کوله، خو کله يې چې کورنۍ د هرات له والي او امنيه قومندان سره اړيکه ونيوله، يادو چارواکو سمدستي عمليات پیل کړل او له څلور ورځو هڅو وروسته نن په دې وتوانېدل، چې تښتول شوی فیض الله خپلې کورنۍ ته وسپاري.

رپوټونه وايي، د دغو عملياتو پر مهال يو تښتوونکی وژل شوی او دوه نور ژوندي نيول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x