
نن ټکی اسیا(یکشنبه،زمري۵مه،۱۳۹۳ل): د عربي رسنیو له راپورونو سره د سعودي عربستان د هلال کمیټي غړو او ستورپوهانو نن د شوال میاشت ولیدله.
د سرچینې سره سم، قطر هېواد د سعودي عربستان تر رسمي اعلان مخکې په خپل هېواد کې سبا د اختر لومړۍ ورځ او د ۱۴۳۵سپوږمیز کال د شوال لومړۍ نېټه اعلان کړه.
د ځينو ناتایید شویو راپورو ترمخه ښايي په څو شېبو کې د افغانستان ستره محکمه هم د سعودي له رسمي اعلان سره جوخت سبا د اختر ورځ اعلان کړي.
د نن ټکي آسیا ویب پاڼې اداره د خپلو ټولو همکارانو او لیکوالو په استازیتوب د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه خپلو افغانانو وروڼو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وايي.