ورزش

ملي لوبغاړو د نړیوال جام په موخه ننګرهار کې روزنیز کمپ پېل کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړو د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام ته د چمتو والي په موخه په ننګرهار ولایت کې روزنیز کمپ پېل کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، یاد کمپ به لس ورځې دوام وکړي چې د لوبغاړو تکړښت، توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې برخو ته به ځانګړی پام وشي.

یاد کمپ د ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي پرته پېل شوی، چې نوموړی اوسمهال د هند غوره لیګ راتلونکو لوبو لپاره په عربي اماراتو کې دی.

کرکټ بورډ تېره اونۍ له یوه لانجمن حالت وروسته د شل اوریز نړیوال جام لپاره ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې ددې اعلان سره سم راشد خان له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه او محمد نبي نوی لوبډلمشر وټاکل شو.

په یاده لوبډله کې د ځوانانو او نوي استعداد پرځای پر پخواني لوبغاړو زیات تمرکز شوی چې شاپور ځدران، دولت ځدران او حمید حسن له یو کال زیات وخت وروسته یو ځل بیا لوبو ته راګرځول شوي دي.

په روزنیز کمپ کې د انتخاب شویو لوبغاړو سربېره سمیع الله شینواری او افتاب عالم هم په روزنیز کمپ کې ګډون کړی چې نږدې دوه کاله یې لوبې ندي ترسره کړي. دغه راز یو شمېر ځوان لوبغاړي چې د لوبډلې برخه نه دي کمپ کې ګډون کړی دی.

د کرکټ بورډ د خبر له مخې، په دغه روزنیز کمپ کې ۲۴ لوبغاړو ګډون کړی چې په عربي اماراتو کې د ترسره کېدونکي ۲۰۲۱م نړیوال جام ته چمتو والی نیسي. داسې بریښي د نړیوال جام لپاره په لوبډله کې د بدلون لپاره څلور نوي لوبغاړي د یاد کمپ برخه ګرځېدلي دي.

دا کمپ نن د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي او یوه خصوصي روزنځای کې پېل شو چې د سپتمبر تر ۲۶مې یعنې تر لسو ورځو به دوام وکړي.

بل لوري ته په کابل نړیوال لوبغالي کې د ۴۰ کلبونو ترمنځ د انټر کلب سیالۍ پېل شوې.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به شل اوریز جام کې د لومړي پړاو څخه راتلونکو دوه لوبډلو ترڅنګ د پاکستان، هندوستان او نیوزیلند لوبډلو سره مخامخ کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x