ورزش

د اروپا اتلانو لیګ د ۲۰۲۱م پړاو فوټبال ګروپې لوبو لومړۍ اونۍ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ وږي، ۱۴۰۰ل): د اروپا اتلانو لیګ د ۲۰۲۱-۲۲م کال لوبو ګروپي سیالۍ پېل شوې چې په کې رونالډو د خپلې نوې لوبډلې په ګټه ګول راوړ خو میسي لا هم ددغې لاسته راوړنې انتظار باسي.

رونالډو د سږکال فوټبال د پېر او پلور په موده کې له یوونتوس څخه یو ځل بیا مانچسټر یونیټډ سره او میسي په لومړي ځل برسلونا سره مخ ښه وکړه او د پاریس لوبډلې سره یوځای شو.

رونالډو د مانچسټر یونیټډ لپاره په لومړۍ لیګ لوبه کې ۲ او په اروپا اتلانو لیګ کې یو ګول راوړ، خو میسي چې تېره ورځ د اروپا اتلانو لیګ په لومړۍ لوبه کې د کلب بورج لوبډلې پر وړاندې ولوبېد په ګول راوړلو بریالی نشو.

که څه هم د چمپینز لیګ لوبه کې رونالډو د خپلې لوبډلې په ګټه ګول راوړ خو په ۲-۱ یې ماتې ومنله، په داسې حال کې چې د میسي لوبډلې سیالي ۱-۱ مساوي شوه.

د اروپا اتلانو لیګ لوبو په لومړۍ اونۍ د ګروپي لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې چې پایلې یې په لاندې ډول دي:

د سپتمبر ۱۴مې لوبې

اشبیلیه د سالزبرګ پر وړاندې (۱-۱) مساوي.

ینګ بوایز د مانچسټر یونیټډ پر وړاندې (۲-۱)، ینګ بوایز.

لیلي د وولفزبرګ پر وړاندې (۰-۰) مساوي.

ویلاریال د اتلانتا پر وړاندې (۲-۲) مساوي.

چیلسي د زینیت پر وړاندې (۱-۰)، چیلسي.

مالمو د یوونتوس پر وړاندې (۰-۳)، یوونتوس.

برسلونا د بایرن مونش پر وړاندې (۰-۳)، بایرن مونشن.

ډاینامو کیف د بینفیکا پر وړاندې (۰-۰) مساوي.

بیسکتاس د بروشیا دورتمند پر وړاندې (۱-۲)، بروشیا دورتمند.

شیریف د شاکتر دونیستک پر وړاندې (۲-۰) شیریف.

د سپتمبر ۱۵مې لوبې

انتر میلان د ریال مدرید پر وړاندې (۰-۱)، ریال مدرید.

اتلاتیک مدرید د پورتو پر وړاندې (۰-۰) مساوي.

کلب بروج د پي ایس جي پر وړاندې (۱-۱) مساوي.

لیورپول د ای سي میلان پر وړاندې (۳-۲)، لیورپول.

مانچسټر سیټي د آر بي لیپزیګ پر وړاندې (۶-۳)، مانچسټر سیټي.

سپورټنګ کلب د اژاکس پر وړاندې (۱-۵)، اژاکس.

په پورتنیو بریاو کې تر ټولو غوره د ریال مدرید، ینګ بوایز او لیورپول وه چې په وروستیو شیبو کې یې ګټونکي ګولونه راوړل، خو حیرانونکې دا وه چې د میسي، نیمار او امباپی په شتون پي ایس جي لوبډلې بریا خپله نه کړه.

https://twitter.com/ChampionsLeague/status/1438457903376183298?s=20

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x