افغانستانټکنالوژي

مخابراتو وزارت د مبایل کریدیت کارتونو مالیات ارزوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۲۴ وږي، ۱۴۰۰ل): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر نجیب الله حقاني وايي چې په کريډیت کارتونو لس سلنه مالیه بررسي کوي.

د مخابراتو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د مخابراتو سرپرست وزیر نجیب الله حقاني دغه موضوع نن د وږي په ۲۵مه د د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې (اترا) د مسوولینو سره تر لیدو وروسته مطرح کړې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د مبایل کارتونو باندې وضع شوي لس سلنه مالیاتو د راټولولو په اړه ځينې اندېښنې شته دی او دا باید بررسي شي.

د خبرپاڼې له مخې سرپرست وزیر زیاته کړه چې د مالیاتو د راټولولو سربېره د مخابراتي شبکو سرعت، کیفیت او د خدماتو کیفیت هم د وزرات له خوا بررسي کیږي.

د یادونې وړ ده چې د مبایل په کریدیت کارتونو باندې مالیات د۱۳۹۴ کال د تلې په میاشت کې وضع شول. د مخابراتو وزرات تېر کال ویلي وو چې حکومت په اوسط ډول هر کال ۴.۴۶ میلیارده افغانۍ په کریدیت کارتونو د مالیاتو له لارې راټولوي.

د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې له هغه وخت چې په کریډيت کارتونو مالیات وضع شوي، حکومت شاوخوا ۲۴ میلیارده افغانۍ مالیات له دغه لارې راټول کړي دي.

د کریدیت کارتونو مالیات د ریال تایم سستم له لارې راټولیږي او ترې نظارت کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x