نړۍ

مصر: دفوځ اولاریونکونکو ترمنځ په نښتو کی ۲۴ کسان ووژل شول

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۰) قاهره: تیره ورځ په دمصر په پلازمیني قاهره کي عیسویانو  دمصر دحکومت او فوځ په وړاندي په سختو مظاهرو اولاریونونو باندي لاس پوري کړی وو، له سیمی څخه عیني شاهدانو خبرورکړي دی چی لاریونکونکو په لاسونوکی لرګي اوډبري اخیستي وي چي کله به هم له حکومتی کسانو اوعسکرو سره مخ کیدل نودلرګیو اوډبرو وارونه به یی ورباندی کول.

سرچینی وایی مظاهره کونکو غوښتو چی امنیتی کمربند مات کړی او دقاهري په زړه کی دراډیو ټلوزیون دوداني پرلور ورشي چی دحکومتي کسانو له لوري یی مخه ونیول شوه چي له امله یی دمظاهره کونکو اوپولیسو ترمنځ اخ اوډب رامنځ ته شو، دپولیسو اومظاهره کونکو ترمنځ راپورته شوی اخ اوډب هغه وخت په خونړي نښته باندي بدل شو، کله چی داخ او ډب له کبله ژوبل کسان درمسیس سړک وروغتون ته ور وړل شو.

عیني شاهدان وایی درمسیس دروغتون پرسړک باندی دمظاهره کونکو اوپولیسو ترمنځ وسلواله جګړه رامنځ ته شوه چی له دواړو لورو څخه یوپربل باندی مخامخ ډزی وشوی، چي له امله یی دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته، تراوسه پوري دپولیسو اومظاهره کونکو ترمنځ په نښتو کی ۲۴ کسان وژل شوی دي او له ۲۱۷ څخه زیات ژوبل شوی دي.

امنیتي چارواکي وایی مظاهره کونکو په ښارکی دولتی اوشخصي املاکوته ډیر زیان اړولي دی دعامو خلګو اوحکومتي موټرو ته یی اورونه اچولي دي ، دسوداګرو په سلګونه  کیبینان یی سوځولی  دی، چی تر ډیره وخته پوري دښار له زړه څخه دودونه او لمبي پورته کیدی.

له بلي خوا دمصر د وزیرانو دشوری ریس له رسنیو سره دخبروپروخت وویل، په قاهره دي  ددارنګه فسادونو اوشرارتونو په راپورته کولو کي بهرني لاسونه نه له پامه نه شوی غورځولی،  نوموړی زیاته کړه ځیني خارجی کړي غواړي غواړي په مصر کي دمذهبي اوتوکمیزو فسادونو په رامنځ کولو سره ددغه هیواد په اولسونو کی تفرقه واچوي ترڅو  په دارنګه کړنو سره خپلو ناپاکو مقاصدوته ورسیږي.

نوموړي دهیواد پرټولو قومیتونو اومذهبي ډلو ټپلو باندی غږ کړی دي چي دیوموټي او  ځواکمن مصر لپاره دی یوبل ته لاسونه سره ورکړي دبهرنیو فساد اوشراچونکو په سازشونو دی نه غولیږی، عصام شرف وویل، ښکاره اوپټ کورني اوبهرني لاسونه  دي نه غواړي چي هیواد مو دډیموکراسي اوترقي په لور یو سولیز سفر پیل کړي.

دبی بی سي خبریالي لبنی درویش دپیښو له ځایه څخه خبرورکاوه چی مظاهره کونکو شعارونه ورکوي چي هیواد یی له عیسوي مذهبه لږکیو سره دبیګانه ګانو په توګه چلند کوي، ددوي وغوښتنو ته غوږ نه نیسي خبري یی نه اوریدل کیږي، دوي ته پوره مذهبي ازادي نه ورکول کیږي.

لاریونکونکو دهغو خلګو نیول اومحاکمه کیدل غوښتل کوم چی څه موده مخکی یی دمریناب په سیمه کی یوه کلیسا باندی اوپه څنګ کی دعیسویانو کورونه تربرید لاندی رواستلي وو، اوهمدارنګه د هغو عکسرو دنیولو اومحکمه کیدلو غوښتنه یی هم کوله کوم چی دوي اوني مخکی یی دماسبیرو وداني مخته  پرلاریونکونکو باندی ډزي کړی وي.

همدارنګه عیسویانو غوښتل چی دعیسویانو دکلیساوو اوعبادت ځایونو دجوړولو او ودانولو په اړه باید حکومت یو پریکړه لیک صادرکړی، او ددغه پریکړه لیک له مخی  باید نوی کلیساوي جوړي شي اودزړو کلیساوو ترمیم وشي.

له پورته غوښتنو څخه علاوه لاریونکونکو غوښتو چی دمصر دستري فوځي شورای ریس حسین طنطاوي دی له دندي څخه کوښه کړل شي، ځکه چي نوموړي په هیواد کي وعیسایانوته په ښه سترګه نه ګوري.

له بله لوري حسین طنطاوي له رسنیو سره دخبروپر مهال وویل دهیواد دننه اوله هیواد څخه بهرډیري شرانګیزه  پټي او ښکاره ډلي او کسان غواړي ددي هیواد خلګ  په یواوبل نامه سره وجنګوي اودغه هیواد  دمذهبي اوتوکمیزو فسادونو اوشخړو په اورکی وسوځی، نوموړي زیاته کړه تیره ورځ لاریون نه بلکه ځیني شرانګیزه او فسادغوښتونکو کسانو غوښتل دغه ښارکی فساد ته لمن ووهي.

الحمد الله دامنیتی ارګانونو پروخت اقدام ددغو شراچونکو کسانو مخه ونیوه، اوس الحمدالله وضعه ارامه ده، دښار حساسه سیموکی عسکر ځای پرځای شوی دی دشپی له دوو بجو څخه بیا دسهارتر اتو بجو پوري ښارکی پرتګ اوراتګ باندی بندیز لګیدلي دي، دیر ژربه دښاروضعیت بیرته عادی حالت ته راوګړځي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x