روغتیانړۍ

امریکا پاکستان سره د ۳.۵ ملیونه دوزه فایزر واکسینو نوره مرسته هم وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵ وږي، ۱۴۰۰ل): د پاکستان حکومت د امریکا له لوري مرسته شوي ۳.۵ ملیونه دوزه کرونا واکسین ترلاسه کړل.

په پاکستان کې د امریکا سفارت په خپله ټویټرپاڼه وایي چې د فایزر واکسینو یوه بله جوپه یې هم اسلام ابا ته رسېدلې چې په دې سره د امریکا له لوري پاکستان سره د ۱۵.۷ ملیونه دوزه واکسینو مرسته وشوه.

یاد سفارت وایي چې په جولای میاشت کې ۵.۵ ملیونه، اګست کې ۳.۶ ملیونه او سپتمبر کې د مرسته شويو واکسینو شمېر ۶.۶ ملیونو ته رسېدلی دی.

فایزر امریکایي واکسین دي چې د امریکایي شرکت فایزر او الماني شرکت بیونټک سره په ګډه چمتو شوي، دا واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له لوري تایید شوي او د غوره واکسینو په سر کې راځي.

د پاکستان حکومت هېواد کې پر هغو کسانو چې واکسین نه لګوي ګڼ شمېر بندیزونه عملي کړي دي، دوی وایي چې د سپتمبر له ۳۰مې به دغه بندیزونه نور هم زیات شي.

په پاکستان کې د کرونا ویروس له کبله تېرې درې اونۍ ګڼ شمېر بندیزونه لګېدلي وو خو اوس د کووید-۱۹ په مثبتو پېښو کې کموالی راغلی چې له امله یې ښوونیز او داسې نور مرکزونه پرانیستل شوي دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x