افغانستان

ملګري ملتونه: نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره دايمي مرستې وکړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲۵ وږي، ۱۴۰۰ل):  د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ عمومي مشر فيلیپو ګراندي د افغانستان په روان وضعيت اندېښنه ښوولې او غوښتنه يې کړې، چې نړيواله ټولنه بايد له افغانستان سره دايمي مرستې وکړي.

ښاغلی ګراندي افغانستان ته د درې ورځني سفر په وروستۍ ورځ په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، افغانستان له بشري ناورين سره مخ دی، لکونو افغانان په هېواد کې دننه بې ځايه شوي او ګڼ شمېر يې له هېواده بهر ګډوالۍ ته اړ کيږي او د دې ستونزو د مخنيوي لپاره بايد نړيواله ټولنه له افغانستان سره دايمي مرستې وکړي.

د فيليپو ګراندي په وينا په افغانستان کې د کرونا وبا او وچکالۍ خلک ځپلي دي او اوس جګړو او ناامنيو هم خلک اندېښمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي مشر ويلي، د يادو ستونزو له امله شاوخوا درې نيم ميليونه خلک له خپلو سيمو بې کوره شوي دي او بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

فيليپو ګراندي وړمه ورځ کابل ته راغلی و او دلته يې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو، د مهاجرينو او بېرته راستنېدو چارو، د کليو او پراختيا وزيرانو په ګډون له يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره ليدلي او له افغانستان سره يې د دايمي بشري مرستو ژمنه کړې ده.

د افغانستان اسلامي امارت چارواکو د فيليپو ګراندي په مشرۍ پلاوي ته ويلي، چې افغانان بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري او نړيوال بايد په دې برخه کې افغانان يوازې پرې نږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

مولوی صیب متقی خیریت خو دی څنګه دی سپین بیرغ څنګ ته نیغ کړی او کافر ته لکی ښوروې؟ څه ور څخه غواړې خیریت خو به وی؟ نه مو په رسمیت پیژنی او نه هم کمک درسره کوی ورځه په مخه دی ښه شه. الله ج قرآن کی څه حکم کوی چی کافرو څخه مدد واخلی کنه؟ زه خو چی چغی وهم د همدی له وجی چی ځانونه نړی سره عیار کړی سیاست زده کړی. ستاسو غټی اشتباه ګانی صرف یو څو یی دا دی: — سنانکزی اول وویل ښځی کار کولای شی خو په غټو چوکیو کی نه. دا… نور لوستل »

مه کوی

کاش دوی مشوره منلی، عجیب خلګ دی . دوی فکر کوی چی افغانستان هغه د شل کاله مخکی افغانستان دی. توله دنیا ورته متوجه ده. دیر شه خلګ پګی شته دی خو دیر کم دی.

مه کوی

طالبانو ته مهمه مشوره: بیانزیه وروره، مجاهده وروره او…. لطفا طالبانو ته یی ورسوی. همدا اوس د پاکستان سره تجارت تقریبا له دوه چنده زیات شوی دی. طالبان دی لاندی کارونه وکری. اول – واریدیدونکی توکی او مقدار یی معلوم کری. دوهم ــ هغه توکی چی افغانستان کی شته باید د پاکستان خخه وارد نشی خو افغانی توکی کفایت نکوی نو بیا د دقیقی محاسبی وروسته دیر کم د موقت وخت لپاره راخوشی شی. دریم- کوم توکی چی افغانستان یی تولید نه لری یا کم وی ژر ترژره اطاق تجارت، اقتصاد وزارت، زراعت وزارت، مالیه وزارت او ملی او بین… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x