افغانستان

نړیوال وجهي صندوق له افغانستان سره تعامل بند کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۶ وږي، ۱۴۰۰ل): نړیوال وجهي صندوق یا IMF وايي تر هغه چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه وي پيژندل شوی دوی له افغانستان سره تعامل بندوي.

د نړیوال وجهي صندوق ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دغه سازمان اوسمهال له افغانستان سره تعامل نه کوي او هم د دوی له خوا افغانستان ته د فنډ ورکړه ځنډول شوې ده.

هغه وویل چې حاضره تمرکز باید پر دې وشي چې افغان اتباعو ته د حوالو د لېږد او لږه کچه د پیسو لېږد اجازه ورکړل شي او هغه هیوادونو سره مرستې وشي چې افغان مهاجرینو کوربه توب کوي.

دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د ماليې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې ټولو دولتي مامورینو ته د معاشونو په ورکړه کار روان دی او د تخنیکي ستونزو له کبله د دوی معاشونو ځنډیدلي ول.

د لوړو زده کړو وزارت کارمندانو هم تایید کړې چې په کابل او ځينو ولایاتو کې د پوهنتونونو د استادانو او کارمندانو د یوې میاشتې معاشونه اجرا شوي دي.

د افغانستان اسعاري زېرمه چې په امریکا کې ساتل کېږي امریکا ټول کنګل کړي دي او د افغانستان حکومت ورته لاسرسی نه لري او دغه چارې د افغانستان په اقتصاد او په ځانګړي ډول په بانکي سکتور لوی اغېز کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

د قيامت يوه بله نښه، د سود ډېرېدل او نړېوال کېدل، ننني عصر کې سود په ډېر کثرت سره خپور شوی، خاص او عام وګړي پرې اخته شوي، سودي بانکونه بې کچې ډېر شوي، او کاغذي پيسې چې په ځانګړو ماشين آلاتو چاپېږي عامې او رايجې شوي،چی سر تر پایه سود دي د بېلګې په توګه: ډالر؛ هيڅ کوم قيمت او پشتوانه نلري، په تخميني شکل، د زور، زياتي او ديکتاتوريت په منطق چاپېږي، او په خلکو په اجباري ډول تطبيقېږي. دغه بې پشتوانه کاغذي پيسې چې هيڅ ذاتي او حقيقي ارزښت نلري، لاکن د دغو پيسو په واسطه حکومتونه… نور لوستل »

محمد

کاغذي پيسو ته قانوني بڼه ورکول او نړېوالې کول؛ يو ستر ظلم او د فساد لامل دی، او له دې ټولو ډېر ستر ظلم د الکترونيکي پيسو رواجول دي. هغه څه چې د پيسو په څېر استخداميږي؛ بايد خپل ذاتي ارزښت ولري او د اشخاصو، ډلو او دولتونو پورې تړلي نه وي، که چېرې پيسو خپل ذاتي ارزښت درلودای؛ نو د حکومتونو د سقوط سره به يې خپل ارزښت له لاسه نه ورکولو، او نه به حکومتونو او ځانګړو ډلو کولای شوای چې د خلکو په مالونو باندې کنټرول ولري. بله ستونزه دا ده، ژوند داسې شکل غوره کړی چې… نور لوستل »

2.jpg
ملا جانان

دا د پاکستان ولسي حکومت ډیر ناځوانه دی. زموږ پخواني رژیم د هند سره په تعامل دلته په افغانستان کي پاکستاني بیلتون پال روزل او تقویه کول یې. هغوئ په پاکستان کي چاودني او وژني کولې. هم د ویش باډر خلاص وو او هم یې نور امتیازات د افغانستان واکمني طبقې ته ورکول. اوس چي دا سپین انقلاب راغلی په افغانستان کي د پاکستان ګټي خوندي سوې خو دې ناځوانانو تر اوسه نه خپلي قونسلګرۍ زموږ په ښارونو کي خلاصي کړي دي او نه یې د ویش دروازه د افغان پښتنو په وړاندي خلاصه کړې ده. که نه د جنوبي… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x