
په سرپرسته کابینه اعتراضونه بې ځایه دي
امین وردګ
له کله نه چې د افغانستان تر ټولو پیاوړي سیاسي، دیني او جهادي خوځښت (اسلامي امارت) شاوخوا څلور اونۍ وړاندې – د کابل په شمول- ټول لوی ښارونه (یوازې په لسو ورځو کې) فتح کړل، نو دا وخت (د احمد مسعود تر مشرۍ لاندې) یوې وړوکې ډلې (چې د شل کلن غربي اشغال پاتې شوني همکاران او همفکران وو) په پنجشېر دره کې سره غونډ شول او د نفاق بیرغ یې پورته کړ ، چې د امرالله سالې په شمول څه کسان نور هم له کابل څخه ور وتښتېدل، څه وسلې، وسیلې، الوتکې، مهمات او د ملي خزانې یوه برخه پیسې یې هم له ځانونو سره یووړې او د مقاومت په نوم له دغه شریر ټولي سره یو ځای شول.
د اسلامي امارت مشرانو په بار بار فرصتونه ورکړل، چې کابل ته راشي او د نوي حکومت په جوړښت او تدوین کې برخه واخلي ، خو دوی به بیا برېتونه تاو کړل چې (نې! ما تا آخرین قطره ای خون مې جنګیم و در مقابل طالب مقاومت میکنیم) نو دغه شعار به ځینو شریرو رسنیو دومره تود کړ، چې هغوی به ټک نه ؤ کړی، بي بي سي، وې او اې، آزادۍ او نورو غربي رادیوګانو به نارې سورې جوړې کړې او ویل به یې چې: ملي مقاومت بیا غرونه چپه کړل، آسمان را نړوي دا به وکړي او هاغه به وکړي …هغه به نو دوی ته لا تاو ورغی، بیا به یې (مقاومت میکنیم و تسلیم نمیشیم) چیغې پورته کړې.
بله ورځ اسلامي امارت ته هم درد ورغی او لوی درستیز قاري فصیح الدین یې (د فاتح ځواک له څه کسانو سره) ورولېږه او ټول مقاومت یې په دری څلورو ورځو کې ور دړې وړې کړ.
بلې خوا ته بیا د حکومتي دستګاه معضله وه! هره ورځ به په غربپالو رسنیو کې دا ډنډوره غږېده؛ چې ګني اسلامي امارت د کابینې په جوړولو کې پاتې راغلی، خپلمنځي اختلافات لري، په قدرت نه سره جوړیږي، داسې ده او هاغسې ده…تر دې چې د سه شنبې په ورځ (۱۶/۶/۱۴۰۰) ه- ل کال د اسلامي امارت د رهبري مقام له خوا (په کاملاً مستقله توګه) موقته کابینه اعلان شوه او د صدر اعظم (چې دوی ورته رئیس الوزرا وايي) او معاونینو په شمول یې نولس وزیران او ځینې لوی رئیسان د سرپرستو په توګه وټاکل شول، خو نږدې ټول یې د اسلامي امارت بنسټګر او پخې ګرګې دي، چې زیاتره یې شیخان، مولویان او ملایان انتخاب شوي.
اوس په دغې سیاسي کابینه باندې له هرې خوا ګذارونه کیږي ؛ څوک وایي چې؛ دا خو ټول طالب مشران دي او بل چاته ونډه نده پکې ورکړل شوې، نو دا حکومت خو ټول شموله نشو.
ځینې وایي چې؛ دا سرپرست وزیران خو مسلکي کدرونه نه دي، یا وایي چې دا خو ملایان دي، دوی نو کله د وزارتونو مدیریت کولای شي.
له بل لوري بیا یو شمېر آزاد خیاله ښځې او نازکې نجونې (ماتې خوړلې ډلګۍ) لارو او کوڅو ته را ایستلې دي؛ اوس زه نه پوهېږم چې دوی له څلور ورځني مقاومت څخه دفاع پرې کوي او که اور پرې پو کوي؟! کله وایي پاکستان مرده باد، کله وایي پنجشېر زنده باد، کله وایي چې موږ زنده باد!
او اې! دوی وايي چې موږ پکې نه وو، د هغه حکومت به نو څه مزه وي او تاسو هم ولا که خوند ترې واخلئ! د ظالم لورانې اوس هم پخواني خوبونه ویني ! غواړي چې موږ وښویوي او زموږ له درانو مشرانو سره هم د مشاورینو په نوم پټ او ښکاره رازونه شریک کړي، یو ځل بیا تمه لري چې له ارګ او وزارتونو څخه د واده شپه جوړه کړي؛ چې نران او ښځې ګډ پکې څرخیږي.
وا د خدای ساده ګانو ! لږ صبر… او د نمائشي لاریونونو پر ځای عاقلانه فکر وکړئ!
دا سمه ده چې اسلامي حکومت به خامخا کار اهل کار ته سپاري او دا خبره ما په بار بار کړې هم ده او کوم یې؛ چې (که کار اهل کار ته پکې و نه سپارل شو، نو دا به بیا اسلامي حکومت نه، بلکې انحصاري اقتدار وي، چې ماتې او زوال به یې خامخا راځي) ځکه چې کار اهل ته پکې و نه سپارل شو، نو دا معنا چې ګواکي د هغه نظام دیوالونه په خامه درول شوي، نو نړېدل یې هم حتمي دي.
مګر اوسنۍ کابینه چې ټاکل شوې، دا بلکل پر ځای ده او همدغه د کار خلک دي.
د دوی کار همدغه دی، چې دا ورته ټاکل شوي ! دوی همغه زړور او بهادر مبارزین دي چې ټوله نړۍ یې هکه پکه کړه!
همدوی وو چې (د څه کم) پنځوسو مقتدرو هېوادونو د پیاوړو فوځونو پر وړاندې یې جګړه مدیرت کړه او بلآخره یې ترېنه و هم ګټله، دوی وو چې افغانستان یې له نه ماتېدونکي اشغال څخه خلاص کړ او پر کابل یې همغه تک سپین اسلامي بیرغ بېرته رپاند کړ، چې شل کاله وړاندې غربي ښکېلاک (جمع د دوی افغان مزدورانو) په ډېر غرور سره راکوز کړی و.
دوی ټول اتلان دي او اتلولي به یې د ټولو اسلامي هېوادونو لپاره سرمشق هم شي ان شاءالله! خو که همداسې سپین پاتې شول او د پخوانیو جهادي رهبرانو غوندې په استخباراتي لومو کې و نه نښتل.
نو وا وروڼو!
فعلاً د دغو سرپرست وزیرانو دنده فقط د یوه واحد، منظم او مقتدر نظام حاکمول دي، دوی په خپله ټول کارونه نه کوي، بلکې د تقوا پر اساس یو پاک او له فساده خالي مدیریت ترتیبوي، تر څو یو سپین کاري فرصت رامنځته کړي، بیا کدري او مسلکي اشخاص په دندو وګماري.
دا ښه خبره ده او زه یې هم کلکه پلوي کوم؛ چې باید د عامې روغتیا وزیر ډاکټر، د اقتصاد وزیر، اقتصاد پوه، د انکشاف دهات او ښارجوړولو وزیران انجنیران او د مالیې وزیر په اقتصاد کې د مالي چارو متخصص وي، خو اوس موږ په امارت کې دننه داسې مشران نه لرو (چې هم دې تکړه مجاهدین او بانفوذه مقتدر اشخاص وي، هم هېواد ته ژمن او خدمتګاران، هم دې ډاکټران او انجنیران + اقتصاد پوهان وي) هغوی چې متخصصین او مسلکي اشخاص دي، متأسفانه تر ډېره یې ځینې له اسلامي امارت سره فکري تضاد لري! که داسې نه وي، نو ولې دغو ښاغلو او اغلو (په تېرو شلو کلونو کې) په یو نه، یو ډول له اسلامي امارت سره بیعت نه کولو او دغه حرکت یې برحق نه بللو او له حریم څخه یې دفاع نه کوله؟ نو اوس څنګه کېدای شي چې پدې حساس پړاو کې داسې خلکو ته هم وزارتونه وسپارل شي، چې پوره شل کاله د اسلامي امارت پر وړاندې کلک ولاړ وو او د ژوند حق قدر یې هم نه ورکولو، دهشتګر او تروریستان به یې بلل ! که اسلامي امارت داسې کار وکړ، نو پوه شئ چې د ټولنې یوه ستره کتله به له دوی څخه هم مخونه واړوي او تر دغه اعتراض به لاندې شي؛ چې ګواکي کار اهل ته و نه سپارل شو او په کابینه کې متضاد فکرونه حاکم شول، نظام فاسد شو او… نو څنګه به ممکنه شي چې د واحد اسلامي نظام د حاکمیت زیری واورو.
په هر صورت… اوس خبره دا ده؛ چې د شر جوړولو او بې ځایه انتقادونو پر ځای به ښه دا وي، تر څو د نوي حکومت لپاره په ګډه کار وکړو، دا یو داسې زرین فرصت دی، چې د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري.
سرپرست وزیران مو ان شاءالله ټول داسې خلک دي؛ چې زه باور لرم، د بیت المال سره به تر خپل مال هم ډېر پام کوي، دوی به ان شاءالله په ډېرو کمو مصارفو سره زیات کارونه تر سره کړي، دوی ته لاسونه ورکړئ او کار ورسره وکړئ، دوی یقیناً کارکنان دي او د زړه په مینه د وطن آبادي، پرمختګ او سوکالي غواړي، باور وکړئ چې تاسو ته فعلاً له آسمانه د نجات فرښتې الله را استولې دي (وروسته یو الله خبر دی چې څه به پېښ شي؟ ځکه چې قدرت او ثروت د انسان دوه ستر دښمنان دي خو موږ باید دوی ته د ښه خدمت او عدالت دعاګانې وکړو او ضمناً دوی د تحدید پر ځای تشویق کړو) دوی دې ته مه اړباسئ چې الله مکړه په شیطاني لومو کې ګیر شي او لکه پخواني رهبران داسې وښوییږي.
بلې! ځینې بې ځایه نیوکې زړونه ماتوي، په نتیجه کې سستي رامنځته کیږي او سستي امیران فاسدوي، نو نیوکې مخکې له وخت څخه مه پرې کوئ، کار ته یې وهڅوئ او د انتقادونو پر ځای نېکې مشورې ورکړئ او کار ورسره وکړئ.
بېړه مه کوئ! هغه وخت به هم (شل کاله وروسته) راشي ان شاءالله چې د عامې روغتیا وزیر به مو په دیني علومو کې شیخ الحدیث وي او په اجتماعي یا عصري علومو کې د طب متخصص.
همدا راز به مو ان شاءالله د ښارجوړولو وزیر هم شیخ الحدیث او هم مهندس یا انجنیر وي خو دا هر څه زغم، صبر، کار، حوصله او فرصت غواړي.
د یوه داسې افغانستان په هیله؛ چې ټول وګړي یې خوشاله او آرامه ژوند ولري.
دوه درې کسه یی کچیری سړی وی نور دومره جاهله کسان دی چی وطن غواړی منزوی شی. دوی غواړی چی صرف یوه هیواد سره راکړه وکړه ولری چی هغه پاکستان دی نغواړی نوری نړی سره روابط پیدا کړی او یا یی دنیا په رسمیت وپیزنی. کافران مریخ ته وختل دوی لا اوس هم په هماغه عقیده چی ځمکه د غوایی د ښکر په سر ولاړه ده.
یاره خوند یی نه وکړ. که هرڅو ګړنګ باندی واچوی پتلیز یی سست دی. چه تادو یی چپ سی نو بیا به دیوال هم کوږ وی. طالبان وعده خلافه سول. په هره لویه څوکی کیناستل او ته اوس هم لا ډنډوری وهی. دځینی ځایونه شاید حق ولری چه کینی مګر نه په اقتصاد او مسلکی ځایو کی. طالبانو کوم تخنیکی کتاب ویلی چه په هغه کی کینی. هغه چه دامارت لپاره دکفایت په ځای سوټی لازم وینی له هغو تمه نسته. دبیکفایته امین ګمارل خیانت دی. طالبانو خو قران او حدیث ویلی نو بیا څنګه داسی بد نظام راولی. جهاد… نور لوستل »
ثابت صاحب، دلته دوه پوښتني دي، اول دتير حکومت دلوړو ځوکويو مسلکي خلک راوښيه؟ دوهم طالبانو په واروار ويلي دي او وائي چه موږ داوس لپاره په موقتي ډول يوه تشه ډکه کړه، حکومت په به مسلکي او همشموله کيږي! نو اوس دافغانانو لپاره پکار ده، چه صبر وکړي او دحکومت سره همکاري وکړي! تر اوسه افغانانو دوه نعمتونه لاس ته راوړس: ازادي د اشغال نه او خاتمه دجګړي! الله ته سجده وکړي، دادوه ډير ستر نعمتونه دي! په افغانستان کي نن لوږه او فقر ندي راغلي، دا حالت دا څلويشت کاله کيږي روان دي، نو صبر وکړي، الله به… نور لوستل »
ښاغلی وردګ صاحب، د لیکني څخه دي دومره پوه سوم چي د اعتراضونو په تقسیمبندي پوه یې، یعني اعتراضونه عموماً په دوه ډوله وي لمړی ډول پر ځای او دوهم ډول بې ځایه. دا چي تاسو پر نوې کابینه سوي ټوله اعتراضات بې ځایه وبلل (حال دا چي شاید ټوله راپورته سوي اعتراضات تاسو مطالعه کړي هم نه وي)، دا څوک نه درسره مني. او د واقعاتو یوه هوایي منظره (د ځمکي هغه منظره چي موږ یې د الوتاني د کړکۍ څخه وینو) چي دي په لیکنه کي وړاندي کړې ده، د مشاهدې او تحلیل څو خلاوي به دي درته… نور لوستل »