افغانستان

چین: امریکا دې د افغانستان د بیا رغونې مسئولیت په غاړه واخلي

نن ټکی اسیا (جمعه،۲۶ وږي، ۱۴۰۰ل):د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ يي» وایي، امریکا باید د افغانستان د بیا رغولو مسئولیت په غاړه واخلي او له دې هیواد سره اقتصادي او بشري مرستې روانې وساتي.

دغه څرګندونې وانګ یي د شانګهای سازمان د غونډې په څنډه کې د روسیې، پاکستان او ایران د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په ګډه څلوراړخیزه ناسته کې کړې دي.

نوموړي ویلي‌‌‌ «چین، روسیه، ایران او پاکستان باید له ټولو هغو هیوادونو سره چې د افغانستان په اړه له موږ سره ورته نظر لري، په ګډه هڅې وکړي‌ او امریکا وهڅوي چې د افغانستان د بیا رغونې مسئولیت په غاړه واخلي‌ او له دې هیواد سره خپلې اقتصادي او بشري مرستې روانې وساتي، که امریکا له دې مسئولیت تېښته وکړي دا به یوه تېروتنه وي.»

وانګ یي وړاندې زیاته کړې، چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو بیړني وتلو په دې هیواد کې نوې ستونزې راټوکولې دي او نه یوازې تر دې دمه هلته سم سیاسي سیسټم نه دی جوړ شوی؛ بلکې د کورنیو نښتو او شخړو اندېښنې هم په لوړه کچه کې دي.

تر دې وړاندې مسکو هم پر امریکا غږ کړی چې باید د افغانستان په بیارغونه کې عمده رول ولوبوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «ماریا زاخاروا» ویلي و دا چې امریکا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې فعال حضور درلود، نو اوس باید ددې هیواد په بیا رغونه کې هم رغنده ونډه ولري.

د افغانستان د بیارغونې په تړاو پر امریکا فشارونه داسې مهال دي، چې کابو یوه میاشت وړاندې یاد هیواد په افغانستان کې شل کلن نظامي حضور پای ته ورساوه او خپل وروستۍ تمځای «کابل هوایي ډګر» یې تر تخریبولو وروسته افغانانو ته پرېښود.

اوس مهال افغانستان د طالبانو تر واک لاندې دی او هغوی تمه لري، چې د سیمې او ګاونډ هیوادونه به د افغانستان په بیارغونه کې خپل رول ولوبوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x